ورزش

د یو ښه پیل وروسته یو نسبتا خراب پای؛ ۲۴۶ منډې هدف زمبابوۍ ته ورکړل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم۲مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان او زمبابوۍ تر منځ د پنځو یو ورځينۍ لوبو د لړۍ نن وروستۍ سیالي وه. افغان لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې زمبابوۍ ته ۲۴۶ منډې هدف وټاکه.

پچه زمبابوۍ وګټله او د لومړي توپ اچونې پریکړه یې وکړه. افغانستان پیل ډیر ښه و. محمد شهزاد تیزه لوبه وکړه. په شپږم اور کې وسوځېد خو په ۲۲ بالونو د پنځو څلوریزو پر مټ یې ۲۶ منډې جوړې کړې.

وروسته پخوانی کپتان محمد نبي د لوبې ډګر ته راغی، نبي له نور علي ځدران سره په ګډه ډير په حوصله او ارام ذهن منډې روانې کړې. دواړو تجربه کارو توپوهونکو نیمه سلیزې ووهلې خو په ۱۳۲ منډو نور علي ځدران د سکندر رضا په بال بولډ وسوځېد.

تر نور علي ځدران وروسته نبي او اصغر ګډه لوبه پیل کړه، خو په ۲۷م اور کې محمد نبي د ۵۳ منډو په جوړولو سره د سکندر رضا په بال کیچ وسوځېد. دا مهال د افغانستان ۱۶۲ منډې وې او ۳۳ اورونه او ۵بالونه شوي وو.

داسې ښکاریده چې افغان لوبډله به زمبابوۍ ته تر ۲۷۰ او ۲۸۰ پورې منډې هدف وټاکي خو د منځ لوبغاړو هغسې مسوولانه لوبه لکه څنګه چې د پیل لوبغاړو ترسره کړې وه، ونه کړله. شینواری په ۱، نجیب ځدران په ۵ شفیق الله په ۶ او رشید خان په ۴ منډو وسوځېد.

 په وروستیو ۸ اورونو کې ډيری لوبډلې کوښښ کوي، تېزه لوبه وکړي او  زیاتې منډې جوړې کړي خو افغان لوبډلې ایله ۴۵ منډې جوړې کړې.

کپتان اصغر ستانکزي ۳۸ او میرویس اشرف ۲۱ منډې جوړې کړې. سربېره پر دې دولت ځدران ۱۳ منډې جوړې کړې.

افغانستان په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې زمبابوۍ ته ۲۴۶ منډې هدف وټاکه.

د زمبابوۍ له لوري مسکزاده او سکندر رضا ۳-۳ او جونګوي او پانیانګړه ۱-۱ ویکټ واخېستله.

۲۴۵ منډې نسبتا ښه هدف دی خو زمبابوۍ ځينې تیز لوبغاړي لري چې ښايي افغان توپ اچوونکي وګواښوي.

افغانستان او زمبابوۍ د دغو ۵ لوبو کې ۲ – ۲ ګټلي او نننۍ لوبه د لړۍ ګټونکی اعلانوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x