ورزش

تاریخي بریا؛ زمبابوۍ بالاخره د افغانستان پر وړاندې سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲مه ۱۳۹۴ل): افغانستان نن تاریخ جوړ کړ. په لومړي ځل یې له لومړۍ درجه لوبډلې څخه د نړیوالو یو ورځينۍ لوبو سیریز وګټلو.

زمبابوۍ نن د افغانستان پر وړاندې په ډیرې اسانۍ سره سقوط وکړ. که څه هم سیم ویلیمز تر پایه کوښښ کاوه چې خپله لوبډله له سقوط څخه وژغوري خو د افغان توپ اچوونکو برید هغومره توند و چې له ویلیمز پرته ورته نور هيڅوک ټینګ نشول.

زمبابوۍ د ۲۴۶ منډو هدف پوره کولو په تکل کې ۱۷۲ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي يې په ۴۵م اور کې وسوځېدل.

د زمبابوۍ پیل خراب و. لومړی لوبغاړی یې په ۹، دوهم په ۱۲ او درېیم په ۱۵ منډو وسوځېد. وروسته ویلمز له موټوم بودزی سره لوبه پیل کړه خو موټوم بودزی هم مقاومت ونه کړ او ډير ژر وسوځېد. زمبابوۍ خپلې ۴ ویکټې په یواځې ۳۴ منډو له لاسه ورکړې.

دا مهال په لوبې د افغانستان واک نور هم مضبوط شو. د زمبابوۍ پنځمه ویکټ په ۵۱ منډو وسوځېدله. تر دې وروسته ویلمیز او ورسره چیګومبرا لوبه پیل کړه. دواړو لوبغاړو تر ۱۰۳ پورې منډې ورسولې خو چیګومبرا د رشیدخان په بال بولډ وسوځېد.

د زمبابوۍ هیلې نورې په مړاوي کېدو وې، خو ویلمیز غوښتل تر پایه مبارزه وکړي. هغه لوبې ته دوام ورکړ، د زمبابوۍ بالران یې له ځان سره ولوبول. هغه په ۱۲۰ بالونو سلیزه ووهله. د زمبابوۍ له لوري یې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه. له نوموړي پرته د زمبابوۍ د زمبابوۍ هیڅ یو لوبغاړي آن ۲۰ منډې هم پوره نه کړې.

زمبابوۍ خپل ټول لوبغاړي په ۱۷۲ منډو له لاسه ورکړل. افغانستان په ۷۳ منډو تاریخي بریا ترلاسه کړه.

د افغانستان له لوري دولت ځدران ۴، امیر حمزه ۳، رشید خان ۲ او میرویس اشرف ۱ ویکټ واخېستله.

د نننۍ لوبې ښه لوبغاړي دولت ځدران او ویلیمز وټاکل شو. ځدران په نننۍ لوبه کې ۴ ویکټې واخېستلې او ویلمیز سلیزه ووهله.

د ګډ حکومت ولسمشر  اشرف غني هم د کرکټ په بریا ټول ولس او لوبغاړو ته مبارکي ورکړې ده. هغه  د افغانستان دغه بریا یو تاریخی بری بللی دی.

سربېره پر دې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش او ټول کارکونکو دغه بریا تاریخي بللې او ټولو هیوادوالو ته یې مبارکي ویلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x