fbpx
afghanistan-unrest-taliban-files

بدخشان: زېباک کې طالبانو او حکومت اسیران تبادله کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم۲مه، ۱۳۹۴ل): که څه هم په دې اړه تر دې دمه افغان حکومت او طالبانو څرګندونې نه دي کړي؛ خو بي بي سي ادعا کوي چې د بدخشان طالبانو له ځايي حکومت سره اسیران تبادله کړي.

د دې خبر پر بنسټ د بدخشان طالبانو د خپلو دوو تنو ملګرو په بدل کې نهه تنه سرحدي پولیس خوشې کړي دي. که دا تبادله شوې وي، دا به لومړی ځل وي چې حکومت او طالبان خپل اسیران تبادله کوي. تر دې وړاندې طالبانو په کندوز او بدخشان کې لسګونه اسیر پولیس او د ملي اردو ځواکونه خوشې کړي وو.

د دغو نهه تنو د نیونې په اړه د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته څه نه و ویلي. د کندوز د سقوط پر مهال د طالبانو مشر په خپل پيغام کې خپلو جنګیالیو ته امر کړی و چې اسیران ژوندي پرېږدي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

زه دا تبادله نیک پال ګڼم ، خو دوه خبری راته خلق شوی او هغه داچه لمړی : طالبانو له دوه نور ډیر مهم اسیران او یا لږ شکته کچه باندی اسیران نه نه لرل چه د نهو حکومتی بندیانو په مقابل کی یی یواځی دوه بندیان خوشی ړل که د هغه دوه بندیانو وزن د هغو د نهه بندیانو سره برابر وو او که د حکومت خوا ورباندی لاسبری وو لکه امریکا چه د خپل یو بندی په مقابل کی د طالبانو شپږ بندیان خوشی کړل دا ځکه چه طالبان لاسبری وو . دوهم : غلامی اداری څخه زما… نور لوستل »