افغانستان

د خواله رسنیو نیوکو ولسمشر بښنې ته اړوېست

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم۲مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د کابل په لوېدیځ کې د نبي اکرم (ص) حسینیه او جامع جومات کې د عاشورا په مراسمو کې د ګډون پر مهال، د رسول (صلی الله علیه وسلم) لمسی، امام حسین (رض) د «خدای لمسی» وباله. اشرف غني چې له لیکلې پاڼې څخه یې خپله وینا لوسته، وویل: «’نواسه خدا’ حضرت امام حسین رضی الله تعالی عنه و یاران فداکارش در این روز درس ایثار، فداکاری، شجاعت و پایمبردی را به جان آموخت…».

د ولسمشر له دې تېروتنې وروسته په خواله رسنیو کې پر اشرف غني پراخې نیوکې وشوې. ځینو فعالانو ان د ولسمشر پر عقیدې هم شک څرګند کړ. محمد اشرف غني چې کلونه په لوېدیځ کې اوسېدلی، کورودانه یې عیسوي مذهبه لبنانۍ ده. د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال هم د ښاغلي اشرف غني رقیبانو د ده د مېرمنې له نامسلمانۍ په خپله ګټه کار اخیست. د یادولو ده چې تر دې دمه ولسمشر اشرف غني په خپله د خپلې ماندینې د دین په اړه څه نه دي ویلي.

محمد اشرف غني د بښنې په توګه وویل: «د افغانستان ټولو خلکو ته څرګندوم چې د عاشورا د نمانځنې په پلمه په نننۍ وینا کې لفظي تېروتنه وشوه. سره له دې چې له شرعي لحاظه دغه ډول تېروتنې بښل کېږي، د الله تعالی له درګاه څخه بښنه او له حسیني ویرژنو معذرت غواړم».

ولسمشر پخوا هم ورته تېروتنې کړې وې. اشرف غني تاجکستان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي و: «هغه کتاب چې له نبوي احادیثو څخه وروسته ډېر اهمیت لري، بخاري شریف دی». بخاري د رسول صلی الله علیه و سلم د احادیثو تر ټولو معتبر کتاب ګڼل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد ذبیح اللہ

السلام علیکم ورحمۃ اللہ اوس ھم معلومہ ندہ چی آيا دا بخښن لیک خپلہ د اشرف غنی لہ خوا استوول شویدی او کہ نہ اشرف غنی ورباندی خبر ھم ندی او دبل چا لہ خوا استوول شویدی اوس خو د کابل محکمہ اسلامی محکمہ ندہ پہ کومہ طریقہ چی مطلق کفری الفاظ استعمال شویدی باید پہ ھم ھغہ طریقہ بخښنہ و غوښتل شي یعنی پہ ویدیو کی اشرف غنی خلکو لیدلی دی او آواز یی اوریدل شویدی چی کفر یی ویلی باید پہ ویدیو کی د اشرف غنی آواز بیرتہ واوریدل شی چی استغفار وایی او اشتباہ خو ځکہ نشی… نور لوستل »

habib amin

داسی تیر وتنه له انسانه کیپزی – کرزی هم داسی تیر وتنه کزی ده د چنداولو په تکیه خانه کی تولو ناره کزه امام حسین کرزی یو وار چ علا شانه هو یی وویل بیا د ژبی په خطا که چیری سهواً وی نو بیا کومه گناه به نه وی خو خیر ایا ایرانی فاشیستی و فرعونی جاسوسان د سپاه پاسدار #### چه شرکتوب لری ولی ستاسی غوژونه لکه ###غوندی چک او نه اوچت کیژی

عبدالولی

داسی‏ ‏خلک‏ ‏به‏ ‏سه‏ ‏دمسلمانانوخلافت‏ ‏وکری‏ ‏چی‏ ‏خپل‏ ‏لمونز‏ ‏یی‏ ‏نوی‏ ‏زده‏ ‏په‏ ‏کلیمه‏ ‏باندی‏ ‏نه‏ ‏پوهیژی‏ ‏تول‏ ‏عمر‏ ‏یی‏ ‏غرب‏ ‏کی‏ ‏تیرکری‏ ‏وی‏ ‏داسلامی‏ ‏مملکت‏ ‏بادشاه‏ ‏دی‏ ‏چا‏ ‏رایه‏ ‏ورکری‏ ‏

ملااخترمحمدمنصور‏ ‏زنده‏ ‏باد‏ ‏خدای‏ ‏دی‏ ‏کامیاب‏ ‏کری

غوربندی

خطا په لیکنه کې شوې وه، روبوټ صیب سم ولوستل، بښنه به هم هغو پری غوشتې وي چې د لیکنی متن یی ورله جوړ کړی وو.

asif

نا اهله جاهلانو اوغلامانوته درایی ورکول دشاهدی ورکولوپه معنی ده نوچاچی داسی کارکری وی اویائ کوی هغه به هم دداسی کسانوسره په هره گناه کی شریک وی.

الحاج استا ذ بیانزی

زما په اند دا هماغه د تونی بلیر بخښنه ده ، عراق یی وران کړو په میلونو خلک یی په شهادت ورسول ، مسلمانی خونیدی ، میندی بی د هماغه وحشی تونی بلیر او بوش او د هغو د فوځ او د هغو د غلامانو له لاسه بی پته او حتی په شهادت ورسیدلی حتی صدام حسین او د هغه کورنی او د هغه ټوله کابینه ، خپل خپلوان او دوستان پکی ووژل شول تونی بلیر بخْښنه خو څه کړی چه د دی اعتراف نه کوی چه دوی بد کړی ، دوه لسیزی وروسته چه اور اوس هم بل دی… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x