نادري ناولده

د یو مسافر د لمانځه له کبله الوتکې بیړنۍ ناسته وکړه

http://cdn.slashgear.com/wp-content/uploads/2011/11/united-continental-logo.jpgد “یونایټیډ ایرلاینز” امریکايي هوائي شرکت یوې الوتکې هغه وخت بیړنۍ ناسته وکړه چې کله یو مسافر د الوتکې په پیاده رو کې په لمانځه ودرید.

د امریکايي خبري منابعو په حواله دې الوتکې د کولورادو ایالت د مرکز (دینور) څخه پرواز کړی وه او په تکزاس کې ئې بیړنۍ ناسته وکړه.

خبر زیاتوي چې د امنیتي تدابیرو پر اساس الوتکه د دوه نورو جنګي الوتکو لخوا تر هغې محاصره وه ترڅو په دالاس هوائي ډګر کې کښیناسته.

له بلې خوا د هوائي شرکت رسمي ویاندې (میګن مک کارټي) ویلي چې الوتکه بې هغې هم په نوموړي هوايي ډګر کې ښکیته کیدله خو څرنګه چې یو مسافر د الوتکې  د کوزیدلو پر وخت د کارکوونکې ډلې لارښوونې په پام کې ونه نیولې د الوتکې کپټان مجبور شو د عادي ناستې پرځای بیړنۍ ناسته وکړي.

د هوائي ډګر د مشر ویاند وايي چې پولیس سمدستي د پیښې ځای ته راورسیدل خو هیڅ څوک نه دي نیول شوي او نه چا ته کوم زیان رسیدلی. یوازې نوموړی مسافر د تحقیقاتو لپاره پولیسو له ځان سره بیولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x