نړۍ

د پاکستان وزارت خارجه افغان سفیر د احتجاج لپاره ورغوښتی

https://i2.wp.com/express.pk/wp-content/uploads/2012/11/48255-foreignofficeislamabad-1352728469-197-640x480.jpg?resize=640%2C480نن ټکی آسیا: د پاکستان رسنیو خبر ورکړ چي تیره ورځ د پاکستان وزارت خارجه د افغانستان سفیر وزارت ته ور غوښتی ، او دافغان فوځ له خوا يې پر پاکستاني سیمو د بمبار کولو د دهغه په ترڅ کې د پنځه تنو د وژل کېدو پر سر احتجاج کړی.

د ایکسپریس اخبار په قول افغان سفیر د خارجه دفتر سیکرتر جلیل عباس جیلانی را غوښتی، او د افغان سفیر ته یې په سختو ټکو احتجاج کړی، او دهغه څخه یې غوښتنه کړې چي ددغه بمبار د مسئولینو په ضد باید قانوني کاروايي وسي.

د ورځپاڼي په وینا د خارجه دفتر سیکرتر افغان سفیر ته ویلي چي دداسي بریدونو له کبله به د دواړو هیوادونو تر منځ خپل منځي علاقات خراب سي، او غوښتنه یې کړی، چي باید دداسي بریدونو مخه ژر تر ژره ونیول شي.

د پاکستان د عسکري سرچینو له قوله ویل شوي چي دوه ورځي وړاندي افغان فوځ د جنوبي وزیرستان پر سیمه د توپونو مرمی وار کړی، چي له کبله یې یوه مرمۍ د ملکي خلګو پر موټر لګېدلې، چي له کبله یې پنځه تنه وژل شوي دي.

د یادوني وړ ده چي د افغانستان سرحدي سیمي هم د پاکستان له خوا په مسلسله توګه د ورته بریدونو سره مخ کیږي چي له کبله یې په سرحدي سیمو کي ملکي خلګو ته مشکلات زیات کړی، او درنه مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x