fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – دوهمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح
د كهلان قبيلې مهاجرين په څلورو برخو ويشلى شو
۱ – ازد –  دوى د خپل مشر عمران بن عمرو مزيقباء په امر خپل وطن پريښود، لومړى په يمن كې د ننه له يوه  ځاى نه بل ته تلل  راتلل، د حالاتو د معلومولو په خاطر يې د څار ګروپونه استول تر څو په پاى كې د شمال په لور لاړل او مختلفې کورنۍ يې په مختلفو سيمو کې ميشتې شوې چې تفصيل يې داسې دى:
ثعلبه بن عمرو په حجاز كې د ثعلبيه او ذي قار تر مينځ واړول او كله يې چې اولادونه لوى شول او شمېره يې ډيره شوه نو مدينې ته ننووت او هملته ميشت شو، اوس او خزرج او د حارثه بن ثعلبه اولاده له همدې (ثعلبه) قبيلې څخه دي.
حارثه بن عمرو (خزاعه) او اولاده يې په ظهران كې ځاى په ځاى شول، وروسته يې په مكه حمله وكړه او د مكې اصلي اوسيدونكي (جرهميان) يې له مكې نه ووېستل او دوى په كې ميشت شول.
عمران بن عمرو او اولاده يې عمان ته لاړل، همدوى د عمان  ازديان دي.
د نصر بن ازد كورنۍ په تهامه كې ميشته شوه او دوى ته ازد شنوئه وايي.
جفنه بن عمرو او اولاده يې شام ته ورسېدل او هملته ميشت شول، جفنه په شام كې د غساسنه پاچايانو پلار و، دوى ته غساسنه ځكه ويل كيږي چې مخكې له دينه چې شام ته لاړ شي په حجاز كې يې د غسان په نامه مشهورې چينې تر څنګ اړولي وو او همدې چينې ته د نسبت په اساس غساسنه وبلل شول.
۲_ لخم او جذام – دوى د ختيځ او شمال په لوري لاړل. او د لخم له كورنۍ نه يو هم په حيره كې د مناذره پاچايانو پلار نصر بن ربيعه و.
۳_ بنو طيئ –  د ازد كورنۍ له وتلو وروسته بنو طيئ د شمال په لور وخوځيدل تر څو د اجا او سلمى نوميو غرونو تر مينځ ځاى په ځاى شول چې وروسته دا دواړه غرونه د طيئ د غرونو په نامه مشهور شول.
۴_  كِنده- دوى لومړى بحرين ته لاړل، خو وروسته مجبور شول چې حضرموت ته ولاړ شي، هلته يې هم ګذاره ونه شوه نجد ته لاړل او هلته يې لوى حكومت جوړ كړ، خو هغه هم ډير ژر له مينځه لاړ.
د حمير يوه قبيله (قضاعه) هم له يمن نه ووتله او د عراق د سرحدي برخو په السماوه نومي كلي كې ميشته شوه؛ خو په دې كې اختلاف شته دى چې قضاعه له حمير څخه وه او كه نه.

مستعرب عربان
د مستعربه عربانو نيكه حضرت ابراهيم (عليه السلام) اصلا د عراق د (ار) نومي ښار ګوټي اوسيدونكی و. (ار) د فرات سيند په لويديځه غاړه له كوفې سره نژدې پروت دى، په اوس وخت له ځمكې كيندنې او څيړنې وروسته د نوموړي ښارګوټی او د ابراهيم (عليه السلام) د كورنۍ او د دوى د ټولنيزې او ديني وضعې په هكله زيات معلومات په لاس راغلي دي.
څرګنده ده چې ابراهيم (عليه السلام) د عراق له (ار) نومي ځاى نه حاران يا حران او له هغه ځاى نه فلسطين ته تللى و او همدغه ځاى يې د خپل دعوت لپاره مركز ټاكلى و په دې هېواد كې د ننه او بهر يې ډير سفرونه كړيدي.

يو ځل مصر ته تللى و هلته چې د وخت د فرعون له فريب او مكر سره مخ شوى و، فرعون غوښتل چې د ابراهيم (عليه السلام) ښځې حضرت ساره ته ضرر ورسوي، خو الله تعالى د هغه دا چل اوفريب  ناكام كړ.

فرعون په دې پوه شو چې ساره له خپل خداى (جل جلاله) سره څومره نژدې او ټينګې اړيكې لري، همغه و چې خپله لور (هاجره) يې ساره ته د خادمې او نوكرې په صفت وركړه او بيا ساره هغه (هاجره) ابراهيم (عليه السلام) ته په نكاح وركړه.
ابراهيم (عليه السلام) بيرته فلسطين ته راستون شو او هلته الله تعالى له هاجرې نه ځوى وركړ، دغه وخت له ساره سره څه  ضد پيدا شو او ابراهيم (عليه السلام) يې دې ته اړ کړ چې هاجره او وړوكى ځوى يې (اسماعيل عليه السلام) له دې ځاى نه وباسي، نو ابراهيم (عليه السلام) هغوى دواړه له ځان سره بوتلل او د بيت الله شريف سره خوا كې تر هغې لوىې ونې لاندې يې ځاى په ځاى كړل چې په هغه لږ لوړ ځاى چې شا او خوا يې د سيلاب اوبو وهلی و ولاړه وه، هغه وخت په مكه كې هيڅوك هم نه اوسېدل ځكه هلته نه اوبه وې او نه واښه.
ابراهيم (عليه السلام) هاجره او اسماعيل (عليه السلام) ته لږ څه اوبه  او يوه كمه اندازه خواړه (خرما) پرېښودل  او خپله بيرته فلسطين ته ستون شو، څو ورځې لانه وې تيرې شوې چې د دوى د څښاك اوبه او خواړه خلاص شول په همدې وخت كې د الله تعالى په فضل او كرم سره د زمزم چينه را وخوټيده او په دې ترتيب سره رحيم خداى د دوى د څښاك او خوراك تدبير وكړ. دا كيسه اوږده او مشهوره ده.
وروسته د يمانيه قبيلې خلك (دوهم جرهميان) راغلل او د اسماعيل (عليه السلام) د مور په اجازه په مكه كې ميشته شول. ويل كيږي هغوى له دې نه مخكې د مكې په شا او خوا درو كې اوسېدل.
د بخاري شريف له روايت نه دا په ډاګه كيږي چې يمانيان له اسماعيل (عليه السلام) نه وروسته خو مخكې له دې نه چې هغه ځوان شي په مكه كې ميشت شوي وو، په داسې حال كې چې له دې نه وړاندې به هم هغوى په دې دره باندې تيريدل.
ابراهيم (عليه السلام) به كله كله د اسماعيل (عليه السلام) او حضرت هاجرې د ليدو په خاطر مكې ته تشريف ووړ، خو دا نه ده معلومه چې څو ځله مكې ته تللى دى، تاريخي مصادرو مكې ته د ابراهيم (عليه السلام) يوازې څلور سفرونه ذكر كړيدي:
١- قرآنكريم فرمايي چې الله تعالى ابراهيم (عليه السلام) ته داسې خوب وروليد چې خپل ځوی اسماعيل (عليه السلام) ذبح كوي، نو هغه  هم د الله تعالى د دې امر د تعميل لپاره اقدام وكړ: (فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ (103) وَنَاديناهُ أَنْ يَا إِبْرَاهِيمُ (104) قَدْ صَدَّقْتَ الرُّړيَا إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ (105) إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْبَلاءُ الْمُبِينُ (106) وَفَديناهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ) (الصافات: 103- 107)
[ترجمه: ((او كله چې غاړه كېښوده (دواړو حكم د الله ته) او وايې چاوه دغه
(اسماعيل) پر ښي اړخ دده او غږ وكړ مونږ ده ته داسې چې اې ابراهيم! په تحقيق سره رښتيا كړ تا خوب خپل او ومو مانه هغه له تا بيشكه مونږ همداسې (نيكه جزا لكه د ابراهيم نېكه) جزا وركوو (نورو محسناتو نيكو كارانو ته، بيشكه چې هم دا ذبحه خا مخا دا ابتلاء  ازموينه  وه ښكاره او فديه مو وركړه دغه (اسماعيل) ته په مذبوحې لويې سره)).] په سفر التكوين (بايبل) كې راغلي چې اسماعيل (عليه السلام) له اسحاق (عليه السلام) نه (13) ديارلس كاله مشر و، او د دغې كيسې له سياق نه داسې معلوميږي چې دا پيښه د اسحاق (عليه السلام) له زيږيدو نه مخكې واقع شوې ده ځكه د اسحاق (عليه السلام) د پيدا كيدو زيرى د كيسې په پاى كې راغلى دى.
له دې کيسې نه دا ثابتيږي چې د اسماعيل (عليه السلام)  له ځوانېدو نه مخکې ابراهيم (عليه السلام)  لږ تر لږه يو ځل مکې ته سفرکړی دى. او د پاتې دريو نورو سفرونو تفصيلات يې بخاري شريف د ابن عباس (رضي الله عنهما) په روايت را نقل كړيدي چې لنډيز يې داسې دى  (٢):
٢-  كله چې اسماعيل (عليه السلام) ځوان شو او له جرهميانو نه يې عربي ژبه زده كړه، د جرهميانو مينه ورسره پيدا شوه، نو يوه ښځه يې ده ته په نكاح وركړه، دغه وخت يې مور (حضرت هاجره) وفات شوه. په همدې وخت كې حضرت ابراهيم (عليه السلام) هم د دوى د احوال او ليدو په خاطر مكې ته راغى، اسماعيل (عليه السلام) يې ونه موند، له ښځې نه يې دده او د ژوند د حال، احوال په هکله پوښتنه وکړه، ښځې يې له ژوند نه ډيرې ګيلې او شكوې وكړې، نو ابراهيم (عليه السلام) ورته وويل كله چې اسماعيل (عليه السلام) راغى ورته ووايه چې د دروازې ته درۍ دې بدله كړه. اسماعيل (عليه السلام) چې راغى د پلار په مقصد پوه شو، نو خپله دا ښځه يې طلاقه كړه، او د جرهم قبيلې د مشر مضاض بن عمرو له لور سره يې واده وكړ.(١)
٣ – د اسماعيل (عليه السلام) له دوهم واده نه وروسته ابراهيم (عليه السلام) يو ځل بيا مكې ته راغى، خو  دا ځل يې هم خپل ځوی ونه وليد، له ښځې نه يې د حال او احوال پوښتنه وكړه هغې د الله تعالى حمد او ثنا ويله او پخپل ژوند يې شكر يوست، نو ابراهيم (عليه السلام) ورته وويل:اسماعيل (عليه السلام) ته ووايه چې د خپلې دروازې ته درۍ دې ټينګه ساته، او په خپله بيرته فلسطين ته ستون شو.
دريم ځل چې كله ابراهيم (عليه السلام) مكې ته راغى اسماعيل (عليه السلام) زمزم اوبو ته نژدې تر يوې لويې ونې لاندې غشي جوړول، كله يې چې خپل پلار  وليد ورپاڅېد يو له بل سره يې د مينې او محبت څرګندونه وكړه. د دوى دا ليدنه له ډيرې مودې جدايۍ وروسته شوې وه، ډيره ګرانه ده چې دومره اوږده موده دې د ابراهيم (عليه السلام) په شان مشر، مهربان او مشفق پلار د خپل ځوی جدايي وزغملى شي، او يا دې د اسماعيل (عليه السلام) په شان نيك صالح، او مطيع ځوی له خپل پلار نه بېل او جدا و اوسيدلى شي!! همدا ځل دوى  دواړو (عليهما السلام) كعبه شريفه جوړه كړه او ابراهيم (عليه السلام) د الله تعالى په امر خلكو ته د حج كولو بلنه او دعوت وركړ.

نوربيا…………….

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د