خبرونهنړۍ

اسلامي کانفرانس د اسلامي نړۍ د مسايلو له پاره ټيلويزيوني کانال پرانيزي

نن ټکی اسیا (يکشنبه،لړم ۳ مه، ۱۳۹۴ل): د نړۍ د ۵۷ اسلامي هېوادنو ټولنه (او ايي سي) د يوه ټيلويزيوني کانال دپرانستلو په هڅه کې دی.

ددې ټولنې مشر جنرل اياد بن امين مدني وايي چې دا تيلويزيوني کانال به د نړۍ د بېلابېلواسلامي هېوادونو د مسايلو،ستونزو او پرمختګونو او د اسلامي تعليماتو د خپراوي په اړه خپرونې کوي.

د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي کانفرانس په يوه جوړه شوې غونډه کې جنرل اياد بن امين مدني وويل چې د ټيلويزيوني کانال له جوړېدو يې بل هدف دادی چې د مسلمانانو ترمنځ د اسلامي عنعناتو خپلول او له اسلامي مقدساتو څخه د دفاع فکر ورکړل شي.

ښاغلي اياد وويل چې په تيلويزيوني کانال کې به د نورو پروګرامونو تر څنګ د اسلامي نړۍ تازه خبرونه،څيړنيز راپورونه او په تازه موضوعاتو د ګردي ميزونو بحثونه خپريږي.

د او ايي سي د اړيکو مسؤل دوکتور ماها مصطفی عقيل وويل چې د ټيلويزيوني کانال له پاره يې په لومړنيو اقداماتو لاس پورې کړی چې له مخې يې د تيلويزيون قانوني کول او له دولت څخه د فعاليت جواز اخيستل او له غير رسمي ادارو څخه د مالي مرستو راجلبول شامل دي.

عقيل وويل که د پلان له مخې ټولې چارې بريالۍ په مخ لاړې شي نو له يوه څخه تر دوو کلونو کې به د ټيلويزيون د خپرونو چارې د او ايي سي په دريو رسمي ژبو عربي،انګليسي، او فرانسوي ژبو د سپوږمکۍ او انټرنېټ له لارې پيل شي.

نوموړي وويل چې که څه هم دا ټيلويزيون به د نورو نړيوالو ټيلويزيونونو د خپرونو په څېر ۲۴ ساعته خپرونې ونه لري خو د فلسطين په ګډون به د ټولې اسلامۍ نړۍ په پېښو خپرونې او بحثونه ولري.

اسلامي کانفرانس په ۱۹۶۹ زيږديز کال د ستمبر په ۲۵ نېټه د مراکش په پلازمينه رباط کې وروسته له هغې رامنځته شو چې د همدې کال د اګست په ۲۱ مه نېټه يهوديانو په اقصی جومات بريد وکړ.

د اسلامي کانفرانس مرکزي دفتر د سعودي عربستان په جده ښار کې دی او اوسنی مشر يې اياد بن امين مدنی دی چې د ۲۰۱۴ زيږديز کال د جنورۍ د مياشتې په ۳۱ مه نېټه د اسلامي کانفرانس د مشر په توګه وټاکل شو د اسلامي کانفرانس له جوړېدو راهيسې ښاغلی اياد ددغه کانفرانس يوولسم مشر دی.

له ده نه مخکې د ددې کانفرانس مشر ډاکټر اکمل الدين احسان اوغلو و چې له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې مشر و.

د اسلامي کانفرانس د مشرانو غونډه هر درې کاله وروسته کيږي او د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه هر کال ترسره کيږي تر څو په خپلو تګلارو او پاليسو خبرې وکړي.

د حالاتو څارونکي وايي چې اسلامي کانفراس که څه هم له ډېر پخوا راهيسې رامنځته شوي او د ناټو د هېوادونو په نسبت يې د غړو هېوادونو شمېر زيات دی خو هغه څه چې د اسلامي نړۍ ترې تمه ده دوی تر اوسه نه دي ترسره کړي.

د شننونکو په اند اسلامي نړۍ ته ورپېښ چيلنجونه او ننګونې هغه څه دي چې په زياتو اسلامي هېوادونو کې يې د مسلمانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی خو په دې برخه کې اسلامي کانفرانس هيڅ کوم د پام وړ اقدام نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak.khan

کاش چې پدغه کانفرانس کښې نارینه خپلواک اوریښتوني مسلمامان راټولیدلی/ دلته خو دټیکریو والا پردي اودپردیو دګټو ساتونکي را غونډیږي کله هم دوی دحجاج ابن یوسف یوه ظالم په شان هم دیوې مسلمانې میرمنې دوا معتصتما چیغه وا نوریدله بلکه دمسلمانانو ځمکې ئې دکفارو لپاره دخوند اوپر مسلمانانو دیرغل لپاره مرکزونه ګرځولی دی، کاش چې صلاح الدین ایوبی را ژوندی شوي وی اودغه بېضمیره مشران ئې له اسلامي أمت څخه تل لپاره لرې کړي وی،

احمد

ښاغلی میاخان که مې ستا نوم نه وي غلط کړی (ځکه سم نه لوستل کیږي).

دا هم ښه ده چې لږ تر لږه یو څوک پیداشي چې د اسلام او ددین په اړه دا ډول خدمت وکړي، د صلاح الدین ایوبي او نارینه خپلواک کړنې به تاته پریږدو چې ته څه کوې؟ همیشه منفي اړخونه مه ګورئ.

مننه

mayak.khan

أحمد خانه داسې بریښي چې کله دې هم ژوره مطالعه ندی کړې که څه دې لوستلي وای بیا به دې داسې نه ویل / داهغه تش په نوم غونډې دي چې ترنن پورې ئې دمسلمانانو به حق کښې هیڅ کومه مثبته فیصله ندی را وتلې بلکه تل ئې د کفارو تر څنګ دهغو دغوښتنوسره سم په مخلصو مسلمانانو ځمکه اور کړې ده، تیر خو بریږده دا نن چې په عربي نړی کښې په فلسطینیانو کوم ظلم روان دی آیا دغو برخه و لوکومه پریکړه کړې ده چې دغه ظلم اوبربریت پرې بند شي آیا په اسلامي نړی کښې دکفار ترڅنګ… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x