افغانستان

امریکا به په څو ورځو کې فیصله وکړي چي څومره عسکر د 2014 وروسته په افغانستان کي پریږدي

د امریکا وزیر دفاع لیون پانیتان اعلان وکړ چي د ولس مشر باراک اوباما مستشارین د افغانستان وضعه څیړي، تر څو دا معلومه کړي چي د کال 2014 وروسته به څومره عسکر په افغانستان کي پریږدي.

نومړي وویل چي په دې اړه به فیصله په څو اونیو کي وسي.

نومړی چي استرالیا ته په یوه عسکري الوتکه کي پر لار وو، خبریالانو ته وویل چي د بهرنیو ځواکونو مشر امریکايي جنرال جون آلن د افغانستان د اوسنۍ وضعي په اړه څو رپورټونه چمتو کړي، چي د سپيني ماڼۍ او پنتاګون د استازو له خوا تر څیړنه لاندي دي.

او زیاته یې کړه چي په دې جون آلن د افغانستان په اړه څو وړاندویني هم کړي، چي د سپيني ماڼۍ او هم د پنتاګون لخوا څیړل کیږي، او په څو اونیو کي به فیصله وسي، چي څومره عسکر به پاته سي.

باید وویل شي چي په کال 2014 کي به د افغانستان د اکثرو سیمو امنیتي چاري افغاني ځواکونو ته د سپارلو وروسته دبهرنيو ځواکونو اکثریت ووزي، خو تر اوسه دا فیصله نه ده شوې چي ددغه ځواک څخه به څومره عسکر په افغانستان کي د افغاني فوځ د روزني او کومک لپاره پاتیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x