
امریکا: په عراق کې د داعش ختمېدل به ۵ کاله وخت واخلي
نن ټکی اسیا (يکشنبه،لړم ۳ مه، ۱۳۹۴ل): په عراق او سوریه کې د داعش په خلاف جوړ شوي نړیوال ایتلاف ویاند وویل چې ددغه تنظیم د ختمولو لپاره به د ۳ څخه تر ۵ کاله وخت ولګیږي.
د الجزیره تلویزون د خبر سره سم نوموړي د روسیې پر بمباریو هم تنقید وکړ او هغه یې بې نظمه وبللې.
امریکا جنرال ستیف وارن په بغداد کې د امریکايي سفارت څخه په یوه خبري کانفرانس کې رسنیو ته وویل چې دوی په دې وروستیو کې د داعش په خلاف د بمباریو له لاري په بیجي ښار کې د عراقي ځواکونو په ملاتړ پرمختګ کړی.
نوموړي وویل چې د اسلامي دولت ډله (داعش) په اوسني وخت کې د ۲۰۱۴ کال په قوت نه دی پاته، خو بیا هم یوازي په بمباریو نه شي ماتېدلای، بلکي ځمکني ځواکونو ته اړتیا سته.
نوموړي وویل چې ددوی یو تن عسکر د تیري پنجشنبې په ورځ د شپې په یوه عملیاتو کې ووژل شول.
دغه عملیات چې په الحویجه ښار کې تر سره شول، یو امریکايي په کښي ووژل شو او د امریکایانو په وینا ۶۹ هغه کسان وژغورل شول کومو چې د داعش له خوا د اجتماعي قتل لپاره انتظار کاوه.
د ایتلاف ویاند په سوریه کې پر روسي بمباریو انتقاد وکړ او وې ویل چې مونږ د روسیې بمبارۍ څارو، دغه بمبارۍ غیر مسؤوله، غیر مرتبي، او بې نظمه دي، اصل هدف یې په سوریه کې د بشار الاسد واکمني پراخول دي او همداسي ورسره د سوریې د ولس ستونزي زیاتول دي.