افغانستان

نوازشریف: افغان حکومت هم طالبان وژني او هم د سولي خبري ورسره کول غواړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه،لړم ۳ مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان لومړی وزیر چې د امریکا په سفر تللی، ویلي چې امکان نه لري، افغان حکومت دي له یوه اړخه طالبان وژني او له بله اړخه دي د هغوی سره د سولي د خبرو لپاره چمتوالی ښيي.

نوموړي چې د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د سولي انسټیټیوت ته وینا کول وویل، د افغانستان دولت باید دا درک کړي چې د خبرو اترو مېز ته د طالبانو راوستل شرایطو ته په کتو نرمي او عملي ګامونه اوچتول غواړي.

هغه زیاته کړه چې افغان حکومت د طالبانو سره عملا په جګړه بوخت دی، هره ورځ په لسګونو طالبان وژني ، د هغوی په خلاف یې نظامي جبهې پرانیستي دي او له بله اړخه دا تمه لري چې طالبان دي د سولي خبرو ته میلان وښيي.

نواز شریف دا خبري په داسي حال کې وکړي چې دوه ورځي وړاندي (د اکتوبر ۲۲) یې په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر باراک اوباما سره ولیدل.

دواړو مشرانو پر افغان طالبانو غږ وکړ چې د افغان حکومت سره دي د سولي خبرو اترو ته حاضر سي.

دوی دواړو ټینګار وکړ چې د افغانستان اوسنی کړکیچ د حل لاره یوازي د خبرو اترو له لاري ممکن ده.

نواز شریف ددې تر مخه چې امریکا ته سفر وکړي په لاهور کې یوه خبري کانفرانس ته ویلي وه چې پاکستان اوس هم تیار دي تر څو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي.

بل خوا د افغانستان ولسمشر په خپل وروستیو څرګندونو کې ویلي چې دوی یوازي د هغو طالبانو سره خبرو اترو ته تیار دي چې هغوی وسلې پر ځمکه ږدي او د افغانستان اوسنی اساسي قانون مني. نوموړي په کابل کې د ملي اردو په یوه غونډه کې زیاته کړه چې دوی به د طالبانو سره په زور او جګړه مبارزه کوي.

د یادوني وړ ده، د ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال جنرال دوستم په جوزجان ولایت کې د طالبانو په ضد په عملي جګړه بوخت دی.

نوموړی چې په تیرو وختونو کې د ملګرو ملتونو د حقوق بشر سازمانونو له خوا په بشري جنایتونو او جنګي جرایمو تورن دی، د وروستیو راپورونو پر اساس ویل کیږي چې یو ځل یې بیا په جنګي جرایمو پیل کړی.

تیره ورځ د جنرال دوستم په مشري دولتي ځواکونو بیله محکمې د یوه افغان تر وژني وروسته د هغه جسد پر موټر تړلی وو او د خلکو په مخ کې یې نندارې ته وړاندي کړی وو، چې د ملګرو ملتونو د حقوق بشر د منشور خلاف عمل دی او انساني کرامت ته توهین بلل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x