ادبي لیکني

زه مړ یم! – څلورمه برخه

دادمحمد ناوک

په تېر پسې ـ

ځوانانو پخپل منځ کې پس پسک کاوه، څوک په فیسبوک کې لګيا و، چا ځمکه ګروله، ملا صاحب تقریر کاوه:

ـ دا ځای د اخرت اول ګام دی، که دلته خوشاله وې، اخرت به دې ښه وي…

زه د ملاصاحب خولې ته بوڅ ولاړ وم، خپل کالبوت ته مې کتل، لکه هغه چې قبر ته ورو – ورو ور څکېږي، منډه مې کړه، غوښتل مې په سپینو ټوټو کې نغښتی بدن وتښتوم، غېږ نه ترې بدلېده، د کالبوت له چپرکټ سره مې تکيه وکړه، بې وسه کېنستم، ملا صاحب د عذابونو بیان پیل کړ، زه مې له بدن سره ګنډل کېدم، د اور په سیخانو ګنډل کېدم، کوکې مې وهلې، چا ځان نه پوی کاوه، ور منډه مې کړه، د ملا صاحب په خوله مې لاس ور ونیو، لاس يې تر څټ ووت، نارې مې وهلې، چې ژر مې کالبوت قبر ته کوز کړئ، چا نه ا ورېدل، ورور مې د تره له زوی سره په خلکو کې ګرځېده، پیسې يې وېشلې، دوه ځوانان سره وډونګېدل:

ـ شرمېږې هم نه، دومره پیسې لري، او سقاط ته يې ګوره!

بل ملګري ته ور په غوږ شو:

ـ که له دومره سقاطه خبر وای، ولاکه مې ګام را اخیستی وای، اوبه مې لګولې!

د جومات خادم پیسې په خوشالۍ په جېب ومنډلې، زما سا سمه شوه، ورور ته مې ورمنډه کړه:

ـ ټولې هغه ته ورکړه، ټولې هغه ته ورکړه!

نه يې اورېدل، يوه ته يې پیسې ورکړې، هغه د څنګ ملګري ته ونیوې، ملا صاحب لاس په مخ تېر کړل، د قبر پر سر بېروبار جوړ شو، زه يې له چپرکټه ښکته کړم، خلکو نارې وهلې، چا کلیمې ويلې، چا په زوره – زوره ویل:

ـ سوکه! سوکه! دې خواته! دې خواته! بس، بس.

د قبر په منځ کې مې خپل کالبوت ته کتل، مخ يې قبلې ته و، تک ژېړ ښکارېده، پوره بې وسه، دغه مخ، ډېرو مخونو لیدلی و، تلویزونونو کې، فیسبوک کې، غونډو کې، ډېرو يې د لیدو تمه لرله، ډېرو يې له لیدو کرکه کوله، په ادې يې ګران و، مېرمن يې زړه پورې نښتی و، عمر څومره ښکل کړی و! نن په یوه خوا ړنګ و، نور په سپينه ټوټه کې نغښتی و، وړوکي قبر ته يې تېږې ودرولې، یو تن پرلپسې لمده خټه ور اچوله، کالبوت مې زنداني شو، له قبره وروستی سړی را وخوت، پنځو ـ شپږو بېلچې ورته برابرې کړې، له قبره را ویستلې خاوره يې ټوله ور توی کړه، د قبر پر سر دوړې جوړې شوې، شېبه وروسته زما کالبوت تر کوټه خاورو لاندې و، دوی نه لید، ما لیده، هماسې ژېړ مخ پروت و. ملا صاحب د قبر سر ته ودرید، څه يې وویل، دعا يې وکړه، خلک یو – یو د کلي په خوا روان شول، ورور مې قبر ته وکتل، اوښکې يې ژر ـ ژر پاکولې، ما په خلکو پسې منډه اخیسته، وتړل شوم، له کالبوته نه شوای تلی، د خاورو له کوټې سره کېنستم، خلک ډله – ډله کلي ته روان شول، هدېره چوپه شوه، د قبرونو جنډې رپېدې، دوی ټول تر ما مخکې دلته راغلي و، زه اوس راغلم، لا ورسره په اړیکه کې نه وم، ژوندو ته مې پام شول، لکه مړی چې نه وي شوی، سره خندل يې غږېدل، یوه وويل:

اوس دې يې خدای وبښي، په هیڅ نه و بند!

نور بیا…

د مخکنیو برخو لپاره لاندي ادرس ته ورشئ:

http://bit.ly/zamaryem

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x