
له اسلامي مفاهیمو سره نابلده ولسمشر!
نن ټکی اسیا – سرلیکنه (يکشنبه،لړم ۳ مه، ۱۳۹۴ل): تیره ورځ ښاغلي اشرف غني د عاشورا په مراسمو کې د ګډون په مهال، د رسول (صلی الله علیه وسلم) لمسی، حضرت امام حسین (رضي الله عنه په تیر وتنې سره د «خدای لمسی» وباله. العیاذ بالله .
ولسمشر اشرف غني په داسې حال کې د دې سترې اشتباه مرتکب شو چې نوموړي د حضرت امام حسین رضی الله عنه د شهادت په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خپل ترتیب کړي پیغام له لیکنې څخه لوست.
ښاغلی اشرف غنی چې د غربیانو له لوري د نړۍ د دوهم مفکر ویاړ هم له ځانه سره لري غیر مذهبې ویناوي او خطابې په ارتجالې بڼه ښې په شد او مد سره بغیر له لیکلنې ایراد کولای او لوستلای شي.
خو د مذهبي ویناوو په مهال که څه هم چې له مخکې ورته ترتیب او لیکل شوې وي د لوستلو په مهال يي له دا ډول اشتباهاتو سره مخ کیږي.
نوموړي د تحلیف د مراسمو په مهال د ولسمشر په توګه په خپلې لومړۍ وینا کې هم د اسلام د لومړي خلیفه حضرت ابوبکرالصدیق له مبارک نامه سره د رضی الله عنه جمله په ډیر لکنت تلفظ کړای شوه او همدا راز يې تیر کال په تاجکستان کې د محصلینو یوې غونډې ته د وینا په مهال اشتباها وویل چې ((هغه کتاب چې له نبوي احادیثو څخه وروسته ډېر اهمیت لري، بخاري شریف دی))
که څه هم چې تیره ورځ ډیر ناوخته ولسمشر د خپلې دې سترې لفظي اشتباه له امله په خپلې رسمې ویب پاڼې کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره بښنه وغوښتله خو په مذهبي او دیني الفاظو او مفاهمو کې د ولسمشر مکرره اشتباه د نوموړي مذهبي او عقیدوي حیثیت تر کلکې پوښتنې لاندې را ولي چې نباید د افغانستان غوندي اسلامي هیواد ولسمشر تل په مذهبي ویناوو کې له دا ډول نه جبرانیدونکو لفظي اشتباهاتو سره مخ وي.
ځکه د ولسمشر هر ډول کتبي او شفاهي ويناوې د هیواد د لومړي مقام په حیث خپل ځانګړی اهمیت لري چې په هر توري او جمله يي خاص حساب کیدای شي.
په تیره مذهبې ویناوي چې په هغو کې د دا ډول الفاظو ناسم ویل له دیني مفاهیمو سره د هغه پر نابلدي برسیره که په عمدي توګه وویل شي د نوموړي د کفر او له اسلام څخه د وتلو موجب ګرځي.
د ولسمشر په پرونۍ لفظي اشتباه کې د تأسف وړ ټکی دادی چې په ټول مجلس کې چې ټول ګډونکوونکي یې لوړ پوړي دولتي چارواکي ول هیچا هم د نوموړي د دغې کفر آمیزه لفظ ( نواسه خدا) د تصحیح او ورپه یادولو هڅه ونه کړه .
چې له دې څخه په مجموع کې د اسلامي شعائرو او اسلامي مفاهیمو په وړاندې د حکومتي چارواکو بي توجهې او بي اعتنايي له ورایه ښکاریږي.
وروڼو عيسويان خو حضرت عيسی (ع) دخدای زوی وایې نو چوپړا غني هم ملامت ندی ښځه يې عيسوۍ ده
، ددې لوده له اسلامي ارشاداتو بې خبره چوپړا به خوله غلطه شوې وي !
توره تبه راته ښه ده خو نه ددې فاسد مداري مخ !!!
دا یو واقعت څرګندوي چي انسان داشتباه څخه خالی نه دی لکه څرنګه چی الله تعالی فرمایلی دی (خلق الانسان ضعیفا) دی شک نشته مونږ او تاسی ټولو نه خطاوی کیږي خو دچا ښکاره شی او بیا دچا پټي وي او رسول الله هم فرمایی چه دانسان په خطا باندی پرده واچوه نو الله تعالی به ستا په خطا باندی پرده واچوي که نه نو ستا خطاوی به هم یوه ورځ خلکو ته ښکاره شی، رسول الله فرمایلی دی عفي عن امتي الخطا والنسیان، دا خو پریږده چی دابعضی داسلامی دولتونو مشران تراوسه لمونځ باندي نه پوهیږي او غلط یی… نور لوستل »
چی مجید قراربه یی
دعیسویت دپټولو لپاره څه تراشلی وی
فیسبوک ای ډی نلرم ؟
دا سړی چي په درواغو يې د جهان دوهم مفکر ترې جوړ کړ، په اسلام خو څه کوې په افغانیت هم درخبر ندئ، د دې ترڅنګ ډیر ډارن او بزدله انسان دئ، داسې کمزوي کسان کله کولای شي د افغانستان غوندې پیاوړئ ولس رهبري کړي. ټول هغه کسان چې په انتخاباتو کې یې ګډون کړی وو باید اوس پوهیدلي وي چې دوی غولیدلي وو او آینده کې پام وکړي چې بیا د مزدورو رسنیو او د خرڅ شوو ډنډوره چیانو په درواغو دوکه نشي.
مياخيل صيب
مفکر نباید خطا شي
یوه خبره چه زه یی حتی په اسلامی میدیا کی نه وینم او نه اورم هغه د ماسونیزم یا فری میسنری سوچه او دجالی کفر دی چه د هغو د کفر کچه عیسویت او یهودیت خو پریږده ، هندوییزم او بودایزم هم پریږده له ایتزم هم پورته دی یهودی ماسونیزم د نړیوال استعمار هغه نړیوال ګوند دی چه د نړیوال حکومت د را منځته کولو هیلی او هڅی لری یا به بل عبارت د زمکی د خدایی دعوی یی په مخه اچولی چه که بریاوی تر لاسه کړی د زمکی خدایان به دوی وی ، دوی په همدی خاطر سکورلریزم… نور لوستل »
د خدای په خاطر نور بس کړی او لیږ د عقل چخه کار واخلی د خدای نیول ډیر سخت دی د خلکو تر منځ دبی اتفاقی اچولو نه خوندونه مه اخلی کنه آلله به مو ذلیل او رسوا کړی
داد هغه کسانواو بالخصوص دروڼ اندو او مجاهدنمايانوگناه ،اشتباه اولويه تيروتنه وه چي پرديوجوړکړي متفکرته يي رايه ورکړه،دهغه لپاره يي ځغاستي وکړې.او دافغان بيچاره اولس په اوږو يي سپورکړ.دا جوړ کړه سوي متفکر چي اوس هرڅه کوي اوياهرڅه وايي هغه کسان په گناه کي ورسره دخيل دي چي رايه يي ورکړې ده ،ځغاستي يي ورته کړي دي.او اوس يي هم په څنگ کي ولاړدي.دومره يي فکرنه وو کړي اونه فکرکوي چي چاته رايه ورکوم اودچاترڅنگ دريږم.اودومره معلومات خو دا ټولوکسانوته وو،چي ددې کس خسرخيل څوک او د کومي عقيدې خاوندان دي.په ځانگړېتوگه مجاهدنمايانو خو دپخوا څخه پيژانده.لنډه داچي دا ورځي… نور لوستل »
بیانزی استاده بیا دی د کفر ټاپه نوی کړیده. خیر شه خورا د په احساساتو کامنت لیکلی. زه نه پږهیږم چه ولی مو دومره د خلک په تباهی پسی را اخستی؟ ولی دومره د خپل ملک او خاوری دښمنان یاست؟ ولی په هر خبره کی یو بهانه لټوی؟ بس دیته تیار ناست یاست چه څنګه یوه بهانه پیدا شی او تاسی د جګړی اور تودولو کی تری کار واخلی. ولسمشر انسان دی او د ادنسان نه اشتباه کیږی او دا هم یوه لفضی اشتباه وه. خبره خلاصه ده. څه ضرورت دی چه دی موضوع ته پوکی ورکوی؟ ههغه جګړه چه… نور لوستل »
نو دا شرم کرزی او اشرف غنی او د شمال ټلواله او شوری نظار او پخوانی جنګسالاران او کمونستان ولی نه پیداکوی کوم چی ددی حکومت اهمه برخه دی چی خپله قبله بدلوی رابدلوی کله د روس په نفع افغانان قربانی کوی او کله د امریکا زه درته دنن ټکی آسیا ویبپاڼه نه چلینج درکوم چی نه ولسمشر مسلمان ده او نه اجرائیه ریس دواړه مرتد شوی چی انشالله که خدای کول وخت او زمان به ددوی دواړه چهری د افغانستان خلکو ته معلومی کړی دا خبره اوس پخپل ځای پریږده چی له دنه اشتباه شوی او تاته وایم ف-ا… نور لوستل »
د ښاغلی غنی دا لمړی ځل ندی چی داسی اشتباه کوی، داسی کفری جملی یی څو ځلی تکرار کړی دی، تکرار اشتباه ته ګناه ویل کیږی..
غوربندی صاحب خطا دانسانیت نښه ده او دا کومه لویه خبره هم نه ده ځکه چی سهوی ده او منلی یی ده، نورو ډیرو خبرو ته ضرورت نشته ، ما وویل چی هرچانه خطا کیږي او داسی انسان به نه وی چی خطا یی نه وی کړي، دا څوک چی فتواوی ورکوي هغوی پخپله په فساد ککړ خلک دي شراب خوری کوي او بیا مونږ ته فتوا وی رالیږي، لږ فکر وکړی اخرت شته دی هر څوک به جواب ورکړي او بیا دا نه منل کیږي چي وواي سب سی پهلی پاکستان اول ته مسلمان يی او همدا پوښتنه به… نور لوستل »
ا.ف او هغه ته ورته کسانو ته وایم: لږ له خدایه وډار شئ او په خپل ګریوان کې سر کښته کړئ، د مزدورو رسنیو او اجیرو ډندوره چیانو خبرې مه تکراروئ. ښه فکر وکړئ چې وطن چا وران کړو او چا یې هستي او نیستي چور كړه؟ لنډه نمونه يې د مجاهدینو لخوا د کندوز د ښار نیول وو، وګورئ چې د عامو هیواد والو عکس العمل د مجاهدینو په وړاندې څه وو؟ ایا ټول خوشحاله نه ول؟ ایا مجاهدینو ټولو خلکو ته په ارامئ او سوله کې د ژوند کولو ډاډ ونکړو؟ ایا د خلکو د سر او مال… نور لوستل »
میاخیل صیب
د خطا او فتوی تر منځ دلته هیڅ مناسبت نشته، د اشرف غني صاب څخه خبره کاناډایي پیر او پاکستان ته کشولو څخه مالومیژي چې د دوهم مفکر صیب خطا ته له پرتوګ سکښتلو عاجز یاستی، البته دا زمونږ او ستاسو عاجزی نه بلکه د مفکرصیب متفکرانه کمال ده چې داسی خطا وتلی ده چې ولا که د کابل فرهنګیانو له لمانځلي څخه هم داسی خطا ووزی.
مسلمانانو ورونو السلام علیکم ما دالیکنه دوه ځلی لوستی وه ، به دوهم ځل می یوه ډیره جزوی لیکنه چه د کمونست ، ماسونیست او سکولریست غنی نوم می هم پکی نه وو یاد کړی ، د ماسونیزم د لویی دجالبی بلا او طوفان یادونه می خلکو ته کړی وه چه د خلکو ورته پام شی ، یا یی مقابله وکړی ، یاتری هجرت او که شرایط داسی وی چه اولی دواړه نه شی تر سره کولی لږ تر لږه د ځان او د کورنی د مادی او معنوی صدمو ځان خوندی وساتی او د حالاتو څارنه او څیړنه جاری… نور لوستل »
ګوتی مې پرېږده اې ظالمه خوږ دي کړم دوخت مجبورۍ راته دهسکو لاسو میر کړی اې میره بې مسیره زماځوانی اوستا ناځوانی به دملت په زړنو اور او مالګه دواړه ګډ کړي …