ادبي لیکني

د ژوند ادبي بهير اوونیز راپور

    ژوند ادبي بهير خپله څلورپنځوسمه اوونیزه ناسته د روان لمریز لیږدیز کال د لړم په شلمه  د ننګرهارپوهنتون په انګړکې ، د رحمت الله حکیمي له خوا د قران پاک په څو مبارکو اياتونو پیل کړه.

    وياند ساجد بهار د ناستې مشرمیر حسن شرنوال،مېلمه نور محمد سهاند  اوکوربه  خوشال درانی خپلو څوکیو ته وبلل.د ژوند ادبي بهير مشر زاهدالله کریمزي د ښه راغلاست په ویناکې وویل:خوښ یم چې  ژوند ادبي بهیر یوځل بیاخپلې ناستې پیل کړې ،په دې تمه چې د تير په څير به ټول ګډونوال بهير ته ژمن واوسی،او تل به دوام ورکړي.

    د تيرې اوونۍ راپور خوشال دراني ولوست، شهزاده قادري يې په اړه وویل:

ما د دراني راپورونه پخوا لوستي او هم اورېدلي و،چې دغه راپور یې دپخوا پر پرتله ښه ليکلی او د لوستلو طرز يې هم ښه و.زاهدالله کريمزي د راپور دستاينې په اوږدوکې وویل:که خوشال درانی هڅه وکړي،ښه  ادبي راپورلیکوونکی به شي.مګر نقیب احمدعزيزي دغه نظردرلود چې ده په راپور کې يواځې د تیرې ناستې چې د د اد محمد ناوک د کتاب (دلنډې کيسې کرکټر) مخکتنې ته ځانګړې شوې وه،یواځې یادونه کړې وه.که یې ځانګړی راپور لیکلی وای ښه به وو .
    په ادبي درس کې شهزاده قادري د عبدالغفور لېوال لیکنه (په شعر کې د فکر اوخیال موازنه ) ګډونوالو ته واوروله ، په لیکنه کې د شعر دپاره دوه ډوله توکي ښودل شوي وو، یو بهرني او بل داخلي یا محتوایي عناصر، چې په بهرنیو توکو کې لڼډه او اهنګینه ژبه یعنې وزن اهنګ ، ایجاز ، قافیه او… نوراو په داخلي توکو کې فکر (اند ) تخییل اوعاطفه یادشوي وو.تصویر سمبولونه او اساطیر د شعر په دواړو برخو (داخلي او خارجي ) کې راتللای شي په ادبي درس ډیری ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل .

            کره کتنې ته رحمت الله حکیمي خپل غزل وړاندې کړ،چې مطلع یې وه:

وي پښتون چې د سړبن په پله روان وي
لکه ســــیوری د بـــدن په پــله روان وي

    یونس تنویر په شعر کې د سړبن راوړل او پښتانه یواځې په هغه پسې روانول ښه ونه بلل دده په خبره سړبن یو تاریخي خیانت کړی وو  چې ننګرهار یې په ټل مارچه کړی وو .مګر رحمت الله حکیمي وویل:سړبن هغه څوک و،چې د نورو ملګرو په مرسته یې خپل قوم ته اسلام راووړ.

   نقیب احمد عزیزي د مطلع دویم نیم بيتی ښه اونوی وګاڼه.

    دغزل نور بیتونه د ګډونوالو له خواښه وشنل شول،خوټولو په یوه خوله دغه بیت لاډېرښه وګاڼه

پــه چــڼدنــو بانــدې ځـــکه ښـــــه نـښـــلي
کوم منګور چې د خپل تن په پله روان وي

    وروسته خپلواکه مشاعره وشوه،چې په شاعرانوسربېره لسګونو نورو مینه والو هم په کې برخه واخېسته.

    په پای کې مشراومېلمه غونډه ښه وارزوله،اوداوړو له بهیروالو خوښي څرګنده کړه چې دومره لوی کار په مخ وړی.دغه ناسته په دعایه تمامه شوه.
    د راتلونکې ناستې ادبي درس ته سمیع الله مجاهداو کره کتنې ته انجینر حکمت الله دڅه راوړلو ژمنې وکړي.

خوشال درانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x