افغانستان

کندز : د بې پولي ډاکټرانو يو بل کارکوونکی د ټپونو له امله ومړ

نن ټکی اسیا (يکشنبه،لړم ۳ مه، ۱۳۹۴ل):په کندز ولايت کې د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون د بمبار له امله د همدې روغتون ټپي کارکوونکي ساه ورکړه .

د کندز ولايت پر دغه سل ۱۰۰ بستريز روغتون د امريکايانو له لوري د اکتوبر پر دريمه بمبار وشو .

په دغه بريد کې زيات شمېر ناروغان او د هغوی پالونکي هم ژوبل او وژل شوي چې کره شمېره يې نه ده څرګنده .

د بې پولي ډاکټرانوادارې په ۱۹۸۰ کال کې خپل فعاليت په افغانستان کې شروع کړ چې اوس هم په پلازمېنه کابل ، خوست او هلمند کې فعال دي .

د ياد بريد وروسته د امريکا ولسمشر بارک اوباما بښنه وغوښته .

امريکايانو تور پوري کړ چې دوی د افغان حکومت په غوښتنه ياد بريد تر سره کړی او ملي دفاع وزارت هم ددې خبري پخلی او تائيد وکړ .

پاته دي نه وي چې تېر کال د بې پولي ډاکټرانو سيميز روغتون ته ۲۲۰۰۰ کسان د درملني په موخه ورغلي وو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x