افغانستان

طالبان: خمآب کې د دوستمي ملیشو پنځه قومندانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم۳مه ۱۳۹۴ل): تر هغه وروسته چې د هېواد په شمال کې طالبانو څو ولسوالۍ او ډیرې سیمې ونیولې، د ګډ حکومت مرستیال ولسمشر جنرال دوستم یو ځل بیا شمال ته د جګړې د رهبري کولو لپاره ولاړ او هلته له طالبانو سره د مقابلې په پلمه په جګړه بوخت دی.

د جنرال دوستم ویاند سلطان فیضي پرون ادعا وکړله چې په تېرو څلور ورځنیو عملیاتو کې یې د جوزجان خماب ولسوالۍ نیولې او طالبانو ته یې درانه ځاني تلفات اړولي دی.

هغه همدا راز ادعا کړې چې طالبان د جګړې له ډګره «ترکمنستان ته تښتیدلي دي».

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جنرال دوستم ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د خماب په جګړو کې یې د دوستمي ملیشو پنځه مهم قومندانان په شمول ۲۹ کسان وژلي دی.

مجاهد د خبرپاڼې پر بنسټ «دوستمیانو» د تر هغه وروسته چې په جګړه کې یې درانه تلفات ولیدل لومړی یې دوی ته د ځاني تلفاتو خبر ورکړ او وروسته یې اوازې خپرې کړې چې د دوی ملګري ترکمنستان ته اوښتي دي.

مجاهد د جنرال دوستم د ویاند ادعاوې ردوي او وايي چې دوی دې ته اړتیا نه لري چې بلې غاړې ته واوړي: «مجاهدین ترکمنستان ته ندي اوښتي او نه اړتیا لري چې بلې غاړې ته واوړي، ځکه په سیمه کې پراخه سیمه او پاخه سنګرونه لري او د آقچې ولسوالۍ ته هم د مجاهدینو د رسد او اکمالاتو لاره خلاصه ده، بل دا چې د اسلامي امارت پاليسۍ نه ده چې د بل کوم هیواد خصوصا د ګاونډيانو لپاره مشکلات پیدا کړي، بناء د دوستم پارونکي ادعاوې د کابل ادارې د عاجزۍ او کمزورۍ هغه هڅه ده چې غواړي مجاهدین نورو خلکو ته تهدید معرفي کړي او په دې توګه خپل ملګري ډير کړي».

hayatullah
د جنرال دوستم د ګارد افسر حیات الله چې د خماب په جګړه وژل شوی دی.

مجاهد د خماب په جګړه کې د خپلو ۷ ملګرو وژل کېدل او ۲ نورو ټپي کېدل منلي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم یو شمېر خبریالانو لیکلي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال د ګارد افسران د خماب په ولسوالۍ کې وژل شوي دي. په وژل شوو کې یو د حیات الله په نوم د جنرال دوستم د ګارد افسر دی.

د راپورونو له مخې د خماب په جګړه کې د امریکايي ځواکونو الوتکو هم برخه اخېستې ده. طالب ویاند هم دغه خبر تایید کړی دی.

تر دې وړاندې هم دوستم پخپل سر په شمال کې د طالبانو پر ضد د الماس تر نامه لاندې عملیات ترسره کړل، چې ګڼ ملکي تلفات يې تر شا پرېښودل او لسګونه پښتنې کورنۍ يې سیمې پرېښودو ته اړ کړلې.

د الماس د عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته طالبانو بېرته ټولې هغه سیمې ونیولې چې دوستمي ځواکونو له دوی څخه نیولې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x