افغانستان

پر کابل ښار درې توغندی ویشتل شوي

نن ټکی آسیا: د کابل څخه امنیتی چارواکو نن خبر ورکړ چي د کابل پر ښار باندي درې توغندی وار شوي چي له کبله یې ۳ تنه ټپيان شوي دي، چي د هغو څخه د یوه حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

د کابل چارواکو ویلي چي یوه توغندی د ملي امنیت او بل د شماد تلویزون د ودانۍ سره نیژدې ولګېدلې، او دریمه توغندی د د کابل هوايي ډګر ته غزیدلې سړک ته نیژدې ولګېدل.

د کابل امنیه قومندان ایوب سالنګي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چي په پيښه کي درې تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي، چي د یوه حالت په کښي د اندېښنې وړ دی.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چي نن ددې مجاهدینو د کابل پر ښار څلور توغندی وویشتلې، چي د هغو څخه یوه توغندی د جمهوري ریاست پر دفتر او درې نوري د کابل په هوايي ډګر کي وموښتلې.

نومړي ویلي چي د تلفاتو په اړه معلومات په کي نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x