افغانستان

جرمني افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته لیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم۳مه ۱۳۹۴ل): د جرمني حکومت په پام کې لري چې هغه پناه غوښتونکي افغانان چې غوښتنې یې رد شوي دي، بېرته افغانستان ته ولیږی.

د دویچه ویله جرمنۍ وېبپاڼې د راپور پر اساس د جرمني د لومړۍ وزیرې انجیلا میرکل دفتر د اروپايي کمیسیون څخه غوښتي چې د افغانستان دولت سره یوې موافقې ته ورسیږي څو هغه کسان چې د پناه غوښتنه يې رد شوې بېرته افغانستان ته ولیږي.

د فرانکفورتر آلګماینه ورځپاڼې د یکشنبې /اکتوبر ۲۵/ د ورځې په ګڼه کې لیکلي چې د المان دولت په پام کې لري چې ډيری هغه افغانان چې د پناه غوښتنې يې رد شوي، بېرته افغانستان ته ولیږي.

د راپور په اساس د المان لومړۍ وزیرې په یوې بیانیه کې د راوپايي اتحادیې کمېسیون څخه غوښتي چې د هغو افغان پناه غوښتونکو په بېرته لېږلو کې د افغانستان دولت سره موافقې ته ورسیږی.

ویل کیږي چې جرمني کې د سوريې وروسته ډیری افغان پناه غوښتونکي اوسیږي او دغه شمېر ورځ تر بلې لوړیږي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د المان هېواد د پناه غوښتونکو بېرته لېږدونه بنده کړې وه او د راپورونو له مخې تقریبا ۵۰٪ پناه غوښتونکي جرمني قبول کړي وو.

د جرمني د بایران ایالت د کورنیو چارو وزیر یادې ورځپاڼې ته ویلي چې د افغان پناه غوښتونکو د بېرته لېږدونې پروسه دې باید تېزه شي. هغه ویلي چې دا د وخت ضرورت دی او په دې اړه باید دوی څرګند دریځ ولري.

په عین حال کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي دویچه ویله سره په یوې ځانګړې مرکه کې د جرمني له حکومته غوښتي چې افغان پناه غوښتونکي له دغه هېواده ونه باسي.

هغه زیاته کړې چې د سوريې او افغانستان وضعیت فرق نه لري او د افغان مهاجرینو سره دې تبعیض نه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x