افغانستان

اتمر: امریکایان خبر «نه وو» چې پر روغتون بمونه غورځوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم۳مه، ۱۳۹۴ل): په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د برید په تړاو د ګډ حکومت څېړنې لا هم کومې پایلې ته نه دي رسېدلي. کله چې له کندوز ښار څخه طالبانو شاتګ وکړ، ولسمشر محمد اشرف غني یو کمېسیون وګوماره چې په کندوز کې د ماتې څېړنه وکړي. خو د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار لا هم د صبر غوښتنه کوي تر څو «حقائق» څرګنده شي.

محمد حنیف اتمر له بي بي سي سره په خپلې تازه مرکه کې وايي چې امریکایان ګواکې پوه نه و چې په کندوز کې پر روغتون بمونه غورځوي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکا قومندان، جنرال کمبل د پېښې له امله بښنه غوښتې وه. اتمر دا مني چې د کندوز په جګړه کې ګډ حکومت له امریکایي ځواکونو څخه د طالبانو پر ضد مرسته غوښتې وه؛ خو لا هم دا نه مني چې پر روغتون دې هم د بمبار غوښتنه شوې وي. اتمر وايي: «د کندوز په عملیاتو کې دقیقاً موږ له دوی [امریکایانو] څخه مرسته غوښتې وه. پر هغې باندې موږ ولاړ یو».

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ځینو چارواکو ویلي چې دوی پر روغتون د بمبار غوښتنه کړې اتمر وايي: «دا افغان چارواکي نه د افغانستان د حکومت نمایندګي کوي، نه حقیقت وايي، نه داسې سوي دي».

د ملي امنیت سلاکار په کندوز کې د حکومت د ماتې او د طالبانو د پرمختګونو یو عمده لامل له هېواده د زرګونو بهرنیو جګړه مارو ځواکونو وتل ګڼي. اتمر وايي دا مهمه نه ده چې په جګړه کې په تاکتیکي لحاظ ځینې سیمې نیول کېږي یا پرېښودل کېږي، دی وايي په عمومي ډول حکومت د جګړې ګټونکی دی.

حنیف اتمر د امریکايي ولسمشر بارک اوباما د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې به یې په افغانستان کې د امریکا د ۹۸۰۰ ځواکونو د شتون موده غځول کېږي. اتمر دا یوه مهمه پرېکړه ګڼي چې په خبره یې په افغانستان کې د طالبانو شتون به د سیمې او امریکا امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

اتمر د افغانستان په ختیځ کې د داعش په نامه د جنګېدونکې ډلې جنګیالي په سلو کې اتیا د پاکستان اتباع بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساپي

درنولوستونكوسلامونه . دحنيف اتمرپه مركه كي مي يودپام وړجمله ولوسته ( اتمروايي چي په جگړه كي په تاكتيكي لحاظ ځيني سيمي نيول كيږي ياپريښودل كيږي ،دي وايي په عمومي ډول حكومت دجگړي گټونكي دي .) حنيف خانه دكمونستانوپه وخت كي دي بله سرينده غږوله هلته دي ويله چي ټوله دنيا به ذوب شي اود دوست هيواداتحادجماهيرشوروي عسكربه په افغانستان كي وي خوهغه ملك مو كونډئ ته كښينوه ټوټي ټوټي موكړاوس دي بيانڅاه دمايكل جكسن سرودسره همغږي كړه خوزماداندلكه چي صلبيانوموهم دپخوانې شوروي اتحادپه برخليك برابركړي خوزه نه پوهيږم چي د دي ورسته به دچالمنه نيسئ .(په شوربازاركي يومتل دي ديوي… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

ساپی صاحب ، مننه او سلامونه ، ستاسی تبصره په ځآی ، اما زه ملحد اثمر د دی خبری سره تر یوی کچی ملتیا لرم هغه چه وایی حکومت اوس هم ګټونکی دی ، هدف یی اوسنی نه ، پخوانی کمونستی حکومت دی ، هغه وخت له دوی سره سیافان ، حزبیان او ربانیان جنګیدل ، اوس هماغه د ربانیانو ، سیافانو ، حزبیانو لیډران د اتمر د ((( ډګی لاندی ))) اطاعت لری او د حکومت اصلی او حساس پوستونه لکه د جمهوری ریاست پوست د غنی او رولا غنی سره ، خلیل زاد یی بیا امریکایی جمهور ریس… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx