ملټي میډیا

د اشرف المدارس مدیر تر خوشې کېدو وروسته ګرم استقبال وشو – ویډيو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۳مه ۱۳۹۴ل): کندز ولایت کې د پرتې مشهورې مدرسې «اشرف المدارس» مدیر مفتي سراج الدین عابدي چې درې ورځې وړاندې په کابل کې د ملي امنیت لخوا نیول شوی و، پرون بېرته خوشې شو.

مفتي سراج الدین عابدي د کندز ولایت د حاجي سنګي جامع مسجد خطیب او د انجونو د مشهورې مدرسې اشرف المدارس مدیر دی.

اشرف المدارس په کندز ولايت کې د ښځينه‌و يو ه له فعالو مدرسو څخه ده چې شاوخوا اوه زره ميرمنې په کې د قران د زده کړې سربېره اسلامي علوم وايي.

تر هغه وروسته چې نن ټکی اسیا د مفتي عابدي د نیولو خبر ورکړ په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړي د خلاصون لپاره پراخه کمپاین پیل شو. نوموړی د چهارشنبې په شپه شاوخوا ۹ بجې او ۳۰ دقيقې د کابل ولايت د سرکوتل په سيمه کې ملي امنیت ونیولو. د ملي امنیت عسکرو د هغه سترګې وتړلې، ولچک او زولنه یې کړ او نامالوم لوري ته یې ولېږدولو.

تر دې دمه ملي امنیت په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو د کندوز اوسیدونکي وايي چې د مفتي عابد «جرم یواځې امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د فاسدو رسنیو پر ضد مبارزه وه».

د مفتي عابدي د خلاصون ویډیو او انځورونه نن ټکی اسیا ترلاسه کړي دي. په ویډیو کې لیدل کیږي چې سلګونه کسان د نوموړي استقبال ته مخې ته ورغلي وي، په نوموړي ګلان شیندي او روغبړ ورسره کوي.

د کندوز خلک وايي چې نوموړی د خپل جذاب شخصیت او حقې وینا له کبله د ولس په زړونو کې جلا محبوبیت پیدا کړی دی.

https://youtu.be/b30fkRexZE4

ashraf ul madaris director 2 ashraf ul madaris director 5 ashraf ul madaris director 4 ashraf ul madaris director 3

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x