نظــر

يوه هسپانیایۍ مېرمن د خپل بدن غړي پلوري!

یوې۴۴ کلنې هسپانیایۍ مېرمنې دتېرې یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دخپل بدن ټول هغه غړي پلوري کوم چې کولی شي پرته له هغو ژوند وکړي، تر څو دهغه کورګي کرایه پوره کړای شي په کوم کې چې دا او لور یې اوسي!

ایلمونډو هسپانیایۍ ورځپاڼې په خپله ویب پاڼه کې دنوموړې مېرمنې مرکه له انځورونو سره یو ځای خپره کړې ده، دغه مېرمن وايي: ( چې لومړی مې ګوردې دپلورلو لپاره وړاندې کړې، اوس غواړم دخپلې سترګې قرنیه، یو سږی، د ینې ( جګر ) یوه برخه پلورلو ته وړاندې کړم.

زه اوس تیاره یم چې دخپل بدن هر غړی که یې څوک اخیستی شي وپلورم، ځکه زه ډېره ناهیلې شوې یم، زه دهستوګنې ځای ته اړتیا لرم او کومه وظیفه هم نه لرم، زه  ۶۶ ٪ دخپل ژوند دشریک له بد چلن نه کړېږم، کوم چې ۱۸ کاله مې ور سره تېر کړي، اوس یې له خپل کور نه شړلې یم، له خپلې لور سره اوسم!  زه دخپل او خپلې لور دژوند ژغورلو لپاره بله لار نه لرم، زه به کله هم دخپل بدن دغړو په پلورلو کې ټکنۍ نشم، هو، که دا کار زما لور له دغه بد حالت نه ایستلی شي )
ورځپاڼې زیاتوي چې تر اوسه پورې دنوموړې ښځې سودا ته څوک نه دي حاضر شوي، که څه هم چې یو ډاکتر تلیفون ور ته را کړی، ورځپاڼه لیکي چې کېدای شي دغه مېرمن دبدن دغړو دپلورلو په تور له ۱۲ کاله بند سره مخ شي، ځکه په هسپانیه کې دا کار ناشونی غوندې دی چې یو څوک دخپل بدن غړي وباسي او یا یې واچوي تر څو چې یې له اړونده دولتي لوریو سره تماس نه وي نیولی. (الحیات ویب پاڼه)
—-

ګرانو لوستونکو! دا په غرب کې دښځو حقوق دي! دا بشر دوستي ده! دا انساني کرامت ته په درنه سترګه کتل دي! هغه غرب چې هلته دموږکانو، سپیو، بیزوګانو، خنزیرانو غم خوړل کېږي، تر دې چې یو کس کولی شي خپل موږک، سپي، پیشو، بیزو اوخنزیر ته په ملیونونو ډالر په میراث پرېږدي، او یا دهمدغه ځناورو په نومونو په ملیونونو ډالر په بانکونو کې ورته واچوي، مګر دیو عاجز، بې کسه او بې وسه انسان بیا دا حال دی!

دا د غرب د تنکالوژۍ، پرمختګ او تمدن ارمغان دی چې انسانیت پرې نازوي! او بیا غواړي چې دغه کلتور او ثقافت په ټوله نړۍ باندې دسوټي په زور ومني!

سلیم نوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x