افغانستان

هسپانیې په افغانستان کې خپل جګړه ییز ماموریت پای ته ورساوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم۳مه، ۱۳۹۴ل): د هسپانیې هیواد په افغانستان کې خپل څوارلس کلن پوځي شتون او جنګي ماموریت پای ته ورساوه، خو افغان عسکرو ته د جنګي او جګړییزې روزنې په ورکولو ټینګار کوي.

په هرات ولایت کې د هسپانوي پوځیانو له یوې اډې څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې هیواد بیرغ رسما کوز کړل شو. د بیرغ کوزولو مراسمو کې د هسپانیې د لومړي وزیر مرستیالې «سوریا ساینز دی سانټاماریا» هم ګډون کړی و.

د بیرغ کوزولو له مراسمو وروسته د هسپانوي پوځیانو د اخیرني کنډک چې شمېر یې ۴۶۰ سرتیرو ته رسیږي، خپل هیواد ته د ستنېدنې چارې پیل شوې. د هسپانیې د دفاع وزارت ویلي چې دغه سرتیري به د درېوو پوځي پروازونو په مټ له افغانستان څخه واووزي.

نوموړی وزارت زیاتوي چې تقریبا ۲۰۰۰ ټنه پوځي مهمات به له افغانستان څخه هسپانیې ته له ځان سره یوسي، چې په وینا یې، د دې مهماتو د لیږد پروسه به د ۱۱ پوځي پروازونو په واسطه د روانې اکتوبر میاشت تر ۲۷ تاریخ پورې بشپړه شي.

خو د هسپانیې دفاع وزارت وايي چې دوی به یوازې ۲۰ تنه سرتیري په کابل کې په دې موخه پریږدي، ترڅو د دوی له تګ وروسته افغان عسکرو ته د جنګ او جګړې د غځولو روزنه او مشورې ورکړي. خو دا یې نه دي ویلي چې ولې په زرګونو ټنو پوځي ممهات افغان عسکرو ته نه ورکوي او بیرته یې هسپانیې ته وړي؟

د هسپانوي پوځیانو وروستۍ جوپه داسې مهال په هرات کې له خپلې پوځي اډې څخه بسترې راغونډي، چې همدا تېره اونۍ د دې ولایت غوریان ولسوالۍ سقوط وکړ او د طالبانو لاس ته ولوېده.

هسپانیې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۲م کال کې افغانستان ته ۳۵۰ سرتیري راولیږل، چې وروسته یې د خپلو سرتیرو شمېر ۱۵۰۰ ته پورته کړ.

هسپانیه په افغانستان کې تراوسه پورې د خپلو ۹۶ سرتیرو وژل کیدل مني. خو د دوی له خوا افغانانو ته د مرګ ژوبلې د شمیرې په اړه یې څرګندونې نه دي کړي.

په تیرو څوارلسو کلونو کې هسپانیې ۳،۷ ملیارد یورو په افغانستان کې د جنګ او جګړې لپاره مصرف کړي دي.

په افغانستان کې د هسپانیې جنګي ښکېلتیا د دې هیواد په تاریخ کې تر ټولو اوږد او تر ټولو دروند مالي او ځاني تلفات درلودونکی جنګي ماموریت ګڼل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

الله تعالی مو کم او نابود کړه

عبدالله

الحمدلله ، چې کفري ټلواله د الله تعالی په نصرت او مؤمنو مجاهدو په قربانيو د شکست او ناکامۍ سره مخ شوه

الحاج استا ذ بیانزی

هسبانیا یو له هغو غلامو هیوادو څخه ده ، دوی دلته خپلواکی نه بلواکی راغلی وو یعنی قومانده ورکولی شوی وه ، اوس چه ځی هم د قوماندی له مخی ځي او کله که ورته اړه وه بیا به ورته قومانده ورکړی شی له انګریزانو او امریکا غیره ټول غلامان دی او انګریزان او امریکا بیا د اسراییلو غلامان دی . دا چه د غلامانو تر منځ هم توپیر شتون لری او د هغه بوپیرونو له مخی یی دنده یی هم توپیر کوی ، لکه د پاکستان غلامی د اروپایی هیوادو د غلامی سره توپیر لری دا چه مونږ اشغال… نور لوستل »

ساپي

بيانزي صيب سلامونه. داچي زه دستا ليكني په ډيره مينه لولم اوپه لوستويي خونداخلم داځل مي هم داجمله ډيره خوښه شوه چي (ناكام څنگه ناكام ته روزنه وركوي )داخومنطقي استدلال دي كاشكي دوي په دي پوهيدلي خودوي اوس اوبړئ ته هم لاس اچوي كه دنابودئ بچ شي خوزما داند دعقل اومنطق نه ليري ښكاري . زه به دارواښادجنرال صيب رحمت الله خان راپاتي نكل تاسو سره شريك كړم .په تگاب كي كلنئ ازموينه سرته رسيدلي اوزده كوونكوته دبرياليتوب اونه برياليتوب پاڼي وركړي شوي ويي نوپه باغ كي مي داباء اوكورنئ سره ناست ول چي وراره مي خپله پاڼه په لاس… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x