نړۍ

د پټرایوس وروسته د نامشروعه جنسي اړیکو تحقیقاتي لړۍ جون آلن ته وغځېدل

نن ټکی آسیا: د امریکا وزارت دفاع څخه یوه جګ پوړي چارواکي رسنیو ته د نوم نه ظاهره ولو په شرط ویلي چي په افغانستان کي د امریکايي عسکرو تر ټولو لوی جنرال او نړیوالو ځواکونو مشر جنرال جون آلن دا وخت د یو ښځي سره د نامشروعو اړیکو په تور تر تحقیقاتو لاندي دی.

د نومړي سره د تحقیقاتو دا خبر په داسي وخت کي را څرګندیږی چي تر اوسه لا د امریکا د استخباراتو (سي آی ای) د رئیس ډیوډ پټرایوس د جنسي اړیکو خبرونه په رسنیو کي په ګردش کي دي.

د امریکا وزیر دفاع لیون پانیتا په یوه بیان کي چي پر خبریالانو یې ویشلی، ویلي چي ده غوښتنه کړې تر څو د جنرال جون آلن نومول هغو دوو غټو مناصبو ته وځنډوي، کوم چي له مخکي پلان شوي وه، او اوباما دا خبره ورسره منلې.

په بیان کي راغلي چي ټاکل شوې وه چي جنرال جون آلن د امریکايي او اورپايي ځواکونو د مشر په توګه، او همداسي په اوروپا کي د ناټو د ځواکونو د لوی مشر په توګه ونومول شي.

باید وویل شي چي د امریکا ولس مشر اوباما تیره میاشت په یوه پریکړه کي په افغانستان کي د جون آلن د مدت د پوره کېدو وروسته د بهرنیو ځواکونو مشر جنرال ډنفر ټاکلی وو، او غوښتل یې چي د هغه وروسته به جون آلن په اوروپا کي د ناټو او امریکايي او اورپايي ځواکونو د مشر په توګه په دنده وګمارل شي، خو دا پریکړه اوس ځنډېدلې، او تحقیقات پیل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x