
نيمروز : د ترافيکي پيښې له امله ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (يکشنبه،لړم ۳ مه، ۱۳۹۴ل):د نيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې د ترافيکي پيښي له امله ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې .
ويل کيږي په ياده پېښه کې چې د ۳۰۳ موټر د اوښتو له امله رامنځ ته شوې ۲۵ تنه ژوبل او دوه تنه وژل شوي دي .
د خاشرود ولسوالۍ ولسوال محمد هاشم نورزي هم د يادي پيښي پخلی او تائيد کړی دی .
یاد له سړکه اوښتی موټر د تونس پیما بس ټرانسپورټ شرکت سره تړاو لري .
د يادولو ده چې د هيوادو په بېلا بېلو سيمو کې ورته پېښي د موټرو د ډير تېزوالي له امله را منځ ته کيږي چې هر ځل له ځان سره هيوادوالو ته مرګ ژوبله راوړي