خبرتیاوی او پیغامونه

د مثبت بدلون ټولنې خوا داود عظمي ته د مبارکۍ پيغام

داود اعظمي چې د بي بي سي د نړيوال سروېس (BBC World Service)  له بيلو څانګو سره په لندن کې د مشر پروډيوسر په توګه کار کوي، په اروپا کې د مېشتو څېړنيزو او علمي ادارو لخوا د ټولې نيمي وچې پر کچه د يوه مبتکر او مستعد ځوان په توګه غوره شوی او د هغو څلوېښتو ځوانو مشرانو په ډله کې راغلی چې عمرونه يې تر څلوېښتو کلونو ټيټ دي.

دا چې داود اعظمي د ټولې اروپا په کچه يو مبتکر او ښه ليډر په توګه غوره شوى، په ننګرهار کې د مثبت بدلون ټولنه نه يوازې دا چې داود عظيمي ته بلکې ټولو پښتنو ته ددې وياړ مبارکي وايي او ځان ورسره شريک ګڼي.

دمثبت بدلون ټولنه تمه لري چې په راتلونکي کې هم په نړيواله کچه دې ورته لاسته راوړنې ولري څو وتوانېږو چې زموږ فقر او بدبختۍ ځپلې ټولنې ته نجات ورکړى شي.

درنښت

مثبت ټولنې اداره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x