fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – درېيمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

د اسماعيل (عليه السلام) ځامن
الله تعالى اسماعيل ( عليه السلام) ته د مضاض له لور نه دولس زامن وركړل چې نومونه يې دادي
نابت يا نبايوط، قيدار، ادبائيل، مبشام، مشماع، دوما، ميشا، حدد، يتما، يطور، نفيس، قيدمان، بيا له دوى نه دولس كورنۍ جوړې شوې، يو څه موده ټول په مكه كې اوسېدل او د يمن، شام او مصر تر مينځ  يې تجارت كاوه، بيا وروسته دا كورنۍ په ټوله عربي جزيره او حتى چې له جزيرې نه اخوا هم خورې شوې له دې معلوماتو نه علاوه د قيدار او نابت له اولادې پرته د نورو په هكله څه نور معلومات په لاس كې نه شته.
انباطي تمدن د حجاز په شمال كې ډېر پرمختګ وكړ،هغوى هلته يو پياوړى حكومت جوړ كړ (بطراء) د دوى پايتخت و، هيچا يې هم مقابله نشواى كولاى، تر څو روميان راغلل او هغوى يې له مينځه يووړل.

سليمان ندوي له ډير بحث او څېړنې وروسته وايي چې د آل غسان پاچايان او انصار (اوس او خزرج) د ال قحطان له اولادې څخه نه وو، مګر هغوى د نابت بن اسماعيل (عليه السلام) له اولادې څخه دي.
د قيدار بن اسماعيل (عليه السلام) اولاده په مكه كې پاتې شوه، تر څو عدنان او ورپسې يې  ځوی معد پيدا شول د عدناني عربو د نسب سلسله تر همدې ځايه پورې په سمه  توګه محفوظه ده. عدنان د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يوويشتم نيكه دى.

په يوه حديث شريف كي راځي: كله به چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د خپل نسب شجره ويله نو چې عدنان ته به ورسيد توقف به يې وكړ او نور نومونه به يې نه يادول ويل به يې:‏(‏كذب النسابون‏)‏. شجره ويونكو دروغ ويلي دي.

يو شمير عالمان له عدنان نه پورته هم د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د نسب د شجرې ويل روا بولي ځكه هغوى په دې هكله دا مخكې ياد شوى حديث ضعيف بولي، دوى وايي چې د عدنان او ابراهيم (عليه السلام) تر مينځ څلويښت پلرونه (پوشته) تير شوي دي.

ويل كيږي چې (معد) يو ځوی درلود چې (نزار) نوميده، د نزار څلور زامن پيدا شول چې له هغوى نه د (اياد)، (انمار)، (ربيعه)، او (مضر) څلور لويې كورنۍ جوړې شوې، خو ربيعه او مضر ډيرې لويې او د زياتو پوشتو درلودونكې  كورنۍ دي.

د ربيعه كورنۍ پښې دا دي: اسد بن ربيعه، عنزه، عبدالقيس، د وائل دوه زامن (بكر، تغلب) حنيفه او نورې.
مضر قبيله په دوو لويو كورنيو قيس عيلان بن مضر او الياس بن مضر باندې ويشل شوې ده، بيا له قيس عيلان نه بنو سليم، بنو هوازن، بنو غطفان، او له غطفان نه عبس، ذبيان، اشجع او غني بن اعصر، او له الياس بن مضر نه تميم بن مره، هذيل بن مدركه، بنو اسد بن خزيمه او د كنانه بن خزيمه كورنۍ، او له كنانه څخه د قريشو قبيله چې د فهر بن مالك بن النضر بن كنانه له اولادې څخه دي جوړه شوې ده.
بيا قريش په مختلفو كورنيو ويشل شوي دي چې مشهورې يې د جمح، سهم، عدي، مخزوم، تيم، زهره او د قصي بن كلاب كورنۍ درې واړه پښې يعنى (عبدالدار بن قصي، اسد بن عبدالعزى بن قصي، او عبدمناف بن قصي) كورنۍ دي.
د عبدمناف كورنۍ څلور پښې لري چې عبد شمس، نوفل، المطلب، او هاشم نوميږي، او د همدې هاشم له كورنۍ نه الله تعالى خپل رسول حضرت محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم د رسالت لپاره غوره كړيدى.(1)
رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فرمايلي:
((ان الله اصطفى من ولد ابراهيم اسماعيل، واصطفى من ولد اسماعيل كنانه، واصطفى من بني كنانه قريش، و اصطفى من قريش بني هاشم و اصطفاني من بني هاشم)) .(رواه مسلم عن وائله بن الاسقع، باب فضل نسب النبي (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) 2/245 و الترمذي 2/201.) [الله تعالى د ابراهيم (عليه السلام) له اولادې نه اسماعيل (عليه السلام) او د اسماعيل (عليه السلام) له اولادې نه كنانه او له بني كنانه نه قريش، او له قريشو نه بني هاشم او له بني هاشم نه يي زه غوره كړى يم.] له عباس بن عبدالمطلب (رضي الله عنه) نه روايت دى چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فرمايي:((ان الله خلق الخلق فجعلني من خير فرقهم و خير الفريقين، ثم تخير القبائل فجعلني من خير القبيلة، ثم تخير البيوت فجعلني من خير بيوتهم، فأنا خيرهم نفسا و خيرهم بيتا)).(رواه الترمذي باب ماجاء فى فضل النبي (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)   2/201.
[الله تعالى مخلوق پيدا كړ، نو زه يې په له ټولو نه غوره فرقه او ډله كې وګرزولم، بيايې د هغوى په دوو غوره ډلو كې هم له هغې ډيرې غورې ډلې نه وګرزولم، بيايې قبيلې غوره كړې او زه يې په له ټولو نه غوره قبيله كې وګرزولم، بيايې كورنۍ غوره كړې زه يې له ټولو نه په غوره  كورنۍ كې وګرزولم، نو زه د خپل ذات له پلوه او د خپلې كورنۍ له اړخه (يعنى له دواړو خواوو نه) له ټولو نه غوره او بهتر يم.] او كله چې د عدنان اولاده زياته شوه، نو د عربي وطن په مختلفو برخو كې خواره شول. عبدالقيس، د بكر بن وائل او د تميم ځنې كورنۍ بحرين ته لاړې، بنوحنيفه بن صعب بن علي بن بكر يمامه ته لاړل او په حجر نومي ځاى كې ميشته شول، د بكر بن وائل نورې كورنۍ له يمامه، بحرين  سيف كاظمه، خليج او ان د عراق تر شا او خوا سيمو لكه ايله او هيت پورې ورسيدلې، د تغلب ځنې كورنۍ  د فرات په جزيره او نور يې له بكر سره ميشته شول، بنو تميم د بصرې په دښته كې  واړول.
بنوسليم مدينې ته نژدې د القرى له درې نه تر خيبره او له خيبر نه د مدينې تر ختيځ، او د مدينې له ختيځ نه تر جبلين او په دې ترتيب سره ان تر حره نومې سيمې پورې خواره شول. ثقيف په طائف او هوازن د مكې په ختيځ د اوطاس په برخه كې چې د مكې او بصرى په لاره كې پرته ده ځاى په ځاى شول. بنو اسد د تيماء په ختيځه او د كوفې په لويديځه خوا كي ميشت شول، د دوى او تيماء تر مينځه د طي قبيلې بحتر نومې كورنۍ اوسيدله، د دوى له ځاى نه تر كوفې پورې د پنځو شپو مزل و. ذبيان كورنۍ د تيماء سره خوا كې تر حوران پورې پرته وه. د كنانه كورنۍ په تهامه او د قريشو پښه په مكه او شا او خوا سيمو كې پاتې شول، خو هغوى ډير خپل مينځي اختلافات درلودل، اتفاق يې نه درلود بلكه تيت او پرك و تر څو چې قصي بن كلاب ځوان شو، او دوى يې سره متحد او يو موټى كړل، د نفاق اور يې مړ كړ، او خپل قوم يې د يووالي په رسۍ سره وتاړه، او د همدې اتفاق او وحدت له بركته هغوى د قدر، مقام او منزلت خاوندان شول.
نوربيا…………

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د