fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – څلورمه برخه

ليکوال: مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن: سلطان محمود صلاح

د عربو حكومت او امارت

كله مو چې وغوښتل له اسلام نه وړاندې د عربو له حال او احوال نه خبرې وكړو، نو لازمه مو وليده چې د عربو د حكومت، امارت، قومونو او مذهبونو د تاريخ په هكله هم لنډ شانته معلومات وړاندې كړو، تر څو د اسلام د ظهور په وخت كې د وضعې څرګندونه او پيژندنه راته آسانه شوې وي. د اسلام له لمر څرك نه مخكې عربي واكداران په دوه ډوله وو، يو ډول يې داسې تاج لرونكي پاچايان وو چې په حقيقت كې يې پوره استقلال او آزادي نه درلوده، بل ډول د قبائلو او كورنيو مشران وو چې د پاچايانو په شان د پوره صلاحيت او امتيازاتو خاوندان وو، او زيات شمير يې د پوره استقلال درلودونكي  هم وو، او كيداى شې چې يو شمير نورو به يې د كوم پاچا تابعيت هم درلود. د يمن، آل غسان او الحيره پاچايان تاج لرونكي او نور پاتې بې تاجه پاچايان وو.

د يمن پاچايي

په يمن كې د العاربه عربو له مينځ نه تر ټولو لومړى پيژندل شوى قوم د سبا قوم دى. د (اور) په ځمكه كيندنه چى پدې وروستيو كې شوې ځنې داسې معلومات په لاس راغلې دي چې له ميلاد نه      (25) پيړۍ مخكنيۍ زمانه پورې اړه لري او د ددى قوم (سباء) يادونه هم پكې شويده. د دوى د تمدن پرمختګ او واكمنۍ وسعت او پراختيا له ميلاد نه يوولس (11) پيړۍ مخكې شروع شويدى .
د دوى واكمني په لاندې ډول په مختلفو مرحلو ويشلى شو:

1_ له 650 ق. م نه مخكې پيړۍ، پدې وختونو كې د دوى پاچايان د ((مكرب سبا)) په نامه ياديدل، پايتخت يې د (صرواح) ښار و چې لا تر اوسه پورې يې د مارب ښار لويديځ لوري ته د يوې ورځې مزل په اندازه ليرې مسافه كې نښې نښانې ليدلې كيږي او د (خريبه) په نامه يادول كيږي. د يمن په تاريخ كې مشهور بڼد (سدمارب) هم په همدې دوره كې جوړ شويدى. ويل كيږي چې د سبا قوم د واكمنۍ لمن دومره پراخه وه چې د عربي وطن په د ننه او بهر كې يې ډيرې مستعمرې درلودې.

2_ له 650 ق.م نه تر 115 ق.م پورې، پدې دوره كې د دوى پاچايان د سبا د پاچايانو په نامه ياديدل، او د مكرب لقب يې پريښود پايتخت يې له صرواح نه مارب ته انتقال كړ، او اوس هم د صنعاء ختيځې خواته شپيته  (60) ميله ليرې د دې ښار (مارب) نښې نښانې ليدل كيږي.

3 _ له 115ق. م نه تر 300م پورې، پدې دوره كې حمير قبيلې د سبا پاچايانو ته ماتې وركړه او د (مارب) په ځاى يې د (ريدان) ښار خپل پايتخت وټاكه دا ښار وروسته  د (ظفار) په نامه ونومول شو، ځنې آثار يې تر اوسه پورې (يريم) ته نژدې د مدور په غره باندې باقي پاتې دي. د هغوى انحطاطه (ځوړتيا) له همدې دورې نه پيل شوه، تجارت يې له ناكامۍ سره مخ شو ځكه چې لومړى د حجاز پر شمال انباطيانو خپل تسلط ټينګ كړ او د سبا قوم يې له دې ځايه ويوست ورپسې روميانو په مصر، سوريې او د دوهم ځل لپاره په شمالي حجاز باندې له تسلط او واكمنۍ وروسته بحري تجارتي لارې هم تر خپل كنترول لاندې راوستلى، او لدې نه علاوه د مختلفو قبيلو خپل مينځي اختلافات هم د دې سبب شول چې ال قحطان د وركې او تباهۍ په څنډه ودريږي او له خپل وطن نه بې وطنه او در په در شي.

4 _ له 300م كال نه تر اسلامي لمر څرك پورې- پدې دوره كې هغوى له ډول ډول ستونزو، كودتا ګانو، او خپل مينځي جنګونو سره لاس او ګريوان وو، تر څو دوى خپل هر څه حتى آزادي هم له لاسه وركړه. په همدې وخت كې روميان عدن ته ننوتل، حبشيانو د دوى په مرسته او د همدان او حمير قبيلو له داخلي جګړو نه په استفادې سره په (340)م كال كې د لومړي ځل لپاره يمن ونيو چې تر (378م) پورې له همدوى سره و.

وروسته يمنيانو بيرته خپله آزادي وګټله، خو پدې وخت كې د مارب په بندكې درزونه پيدا شول تر څو په 450  يا 451م كال كې هغه لوى سيلاب چې قرآنكريم د سيل العرم په نوم ياد كړى راوبهيد، هر څه يې په مخه كړل او ډيره تباهي او بربادي يې جوړه كړه.

په (523م) كال يهودي مشر ذو نواس د نجران پر مسيحيانو سخته حمله وكړه او غوښتل يې هغوى په زور او جبر سره له مسيحيت نه واړوي، خو كله چې هغوى دا ونه منله نو ذونو اس ورته د اور كندې وايستلې او هغه مسيحيان يې  پكې ورواچول. همدې كيسې ته قرآنكريم د (البروج) په سورت كې اشاره كوي فرمايي:

((قُتِلَ أَصْحَابُ الأُخْدُودِ * النَّارِ ذَاتِ الْوَقُودِ * إِذْ هُمْ عَلَيْهَا قُعُودٌ * وَهُمْ عَلَى مَا يَفْعَلُونَ بِالْمُړمِنِينَ شُهُودٌ * وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلاَّ أَنْ يُړمِنُوا بِاللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ * الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ)) (البروج: 4 _ 9 )

[ترجمه : مړه دې شي کندې ايستونکي، اور ډير خس و خاشاک لرونکى.کله چې دوى پر هغوى ناست وو، او هغه څه يې ليدل چې پر مسلمانانو يې کول. اوله هغوى نه يې بدله نه اخيسته مګر ددې چې هغوى په عزيز او حميد خداى ايمان درلود، هغه خداى چې د اسمانونو او ځمکې پاچايي ورسره ده او الله پر هر څه شاهد او خبر دى.]

او د همدې پيښې په نتيجه كې نصرانيان د خپل انتقام پخاطر د روم د امپراطور تر مشرۍ لاندې په عربو باندې د تسلط او د خپلې واكمنۍ د پراختيا په تكل كې شول، حبشيان يې راپورته كړل، بحري قوت (كښتۍ او جهازونه) يې ورته برابر كړل، بالاخره اويا زره (70000) حبشي سپاهيان په يمن وروختل او په (525م) كال يې يمن ونيو او ارياط يې حاكم وټاكل شو. نوموړى تر يو وخته د يمن حاكم و، تر څو  د خپلو لښكرو د يوه قوماندان (ابرهه) له لاسه ووژل شو. ابرهه د قدرت واګې پخپل لاس كې ونيولې، او دا همغه ابرهه دى چې د مكې دورانولو لپاره يې لښكرې را ايستلې وې، دى او لښكر يې د اصحاب الفيل په نامه شهرت لري.

د الفيل له پيښې نه وروسته يمنيانو له فارسيانو نه د مرستې غوښتنه وكړه او بالاخره يې د يوې كلكې مقابلي په نتيجه كې حبشيان له خپل وطن نه وشړل او په (575م) كال يې د معديكرب بن سيف ذي يزن الحميري تر مشرۍ لاندې خپله آزادي اعلان كړه، او معديكرب يې پاچا وټاكل شو.

نوموړي يو شمير حبشيان د خپل خدمت او چوپړ لپاره له ځان سره وساتل  تر څو يوه ورځ د همدې حبشي خدمتګارانو له خوا ووژل شو او دده په مرګ سره د ذي يزن د كورنۍ حكومت هم پاى ته ورسيد.

ورپسې كسرى په صنعاء كې فارسي والي مقرر كړ او يمن د فارس يو ولايت اعلان شو، دې سلسلې تر (638م) كال پورې دوام درلود، خو په همدې كال فارسي والي باذان اسلام راوړ او پدې ترتيب سره په يمن باندې د فارس تسلط او واكمني ختمه شوه(1).

د حيره پاچايي

له كومې ورځې نه چې لوى قوروش په (557-529 ق.م) كې فارسيان سره يو كړي وو له همغې ورځې نه په عراق او شا او خوا سيمو كې د فارسيانو حكومت چليده، دا وخت د دوى د زور او دبدبې وخت و هيچا يې هم مقابله نشواى كولاى تر څو په (326 ق. م) كال كې اسكندر مقدوني د فارسيانو پاچا (لومړنى دارا) ته ماتې وركړه، او پدې ډول سره دا دولت تجزيه شو، ملك الطوايفى ورباندې حاكمه شوه. دا لړۍ تر ( 230م) پورې جاري وه، په همدې وخت كې قحطانيانو هجرت وكړ او د عراق ځنې كليوالې سيمې يې ونيولې، ورپسې عدنانيان راغلل او له دوى سره له كشمكش  او جنجال وروسته يې د فرات جزيرې څه برخې قبضه كړې.

فارسيان د دوهم ځل لپاره له (226م) كال نه را پديخوا د ساساني دولت د بنسټ ايښودونكي (اردشير) په دوره كې د قدرت خاوندان شول. نوموړي فارسيان سره متحد كړل او په ګاونډيو عربانو يې قبضه ولګوله، په نتيجه كې د قضاعه قبيلې خلك مجبور شول چې شام ته لاړ شي، حيره او انبار هم د اردشير تر ولكې لاندې راغلل.

د ارد شير په دوره كې په حيره او د عراق او عربي جزيرې په كليوالو سيمو كې د ميشته قبيلو لكه مضر او ربيعه والي جذيمه الوضاح نوميده. ارد شير پوهيده چې په عربو باندې حكومت كول او د هغوى له حملو نه ځان ساتل تر هغه پورې ممكن ندي تر څو يې پر دوى داسې يو څوك نه وي ګمارلى چې له قومي او ملي قوت نه برخمن وي، په قوم كې ځاى ولري او وكولى شي چې له روميانو سره د مقابلې په وخت د دوى مرسته لاسته راوړي، او هم د عراق عربان د روم تر قبضې لاندې شام كې اوسيدونكو عربانو په مقابل كي ودروي. همدا راز د الحيرې له والي سره به د فارسي لښكرو يو غونډ هم موجود و، تر څو د حكومت په خلاف د صحرا نشينو عربانو د پاڅون په ټكولو كې ورنه كار واخلي. جذيمه د ( 268م) كال په شا او خوا كې مړ شويدى.

د جذيمه له مرګ نه وروسته د سابور بن اردشير په دوره كې عمرو بن عدي بن نصر اللخمي- د لخميانو د لومړني حاكم په توګه د حيرې والي وټاكل شو. لخميانو تر هغې پورې په حيره باندې حكومت كاوه تر څو قباذ بن فيروز د فارس واكدار وټاكل شو، پدې وخت كې مزدك هم را پيدا شو، نوموړي د فساد، فحشاء او اباحيت لور ته بلنه پيل كړه، قباذ او نورو ډيرو د مزدك دا بلنه ومنله، وروسته قباذ د حيرې مشر المنذر بن ماء السماء ته ليك واستاوه او هغه يې هم دې نوي دعوت ته راوباله، خو هغه د خپل غرور له كبله دا غوښتنه ونه منله، نو قباذ هغه عزل او په ځاى يې د مزدكي مذهب يو پيرو حارث بن عمرو بن حجر الكندي د حيرې والي مقرر كړ.

له قباذ نه وروسته د فارس مشري د كسرى نوشيروان په غاړه ولويده، نوموړي له مزدكي مذهب سره ډير كينه درلوده، مزدك او د هغه ډير پيروان يې ووژل، منذر يې بيرته د حيران والي وټاكه، حارث يې راوغوښت خو هغه داركلب  ته وتښتيد او بيا هملته مړ شو.
له منذر بن ماء السماء نه وروسته حكومت له همدوى سره و، تر څو د نعمان بن منذر دوره پيل شوه پدې وخت كې زيد بن عدي العبادي د

نعمان په خلاف يوه توطئه جوړه كړه او د همدې توطئې په نتيجه كې كسرى ورباندې په غوصه شو او هغه يې راوغوښت خو نعمان لومړى په پټه سره د آل شيبان مشر هاني بن مسعود ته ورغى، خپل مال او اولاد يې له هغه سره پريښودل، بيا دكسرى په لور وخوځيده، كسرى هغه بندي كړ په بنديخانه كې مړ شو، او د ده پر ځاى يې اياس بن قبيصه الطائي د حيرې والي وټاكه. او هغه ته يې امر وكړ چې له هاني بن مسعود نه د نعمان مال وغواړي، خو هاني دا ونه منله چې د نعمان مال وركړي، نو كسرى د هاني په خلاف د جګړې اعلان وكړ او خپلې  لښكرې يې د اياس په مشرۍ د هغه په لور ور مرش كړې، پدې ترتيب سره د ذي قار په سيمه كې د دواړو خواوو تر منځ سخته جګړه ونښته چې په پاى  كې بنو شيبان برى وموند او فارسيانو ماتې وخوړه، او دا لومړى ځل وْ چې عربو عجمانو ته ماتې وركړه. دا پيښه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له ولادت نه لږه موده وروسته واقع شويده، رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په حيره باندې د اياس بن قبيصه د حكمرانۍ له پيل نه اته مياشتې وروسته زيږيدلى دى. په اياس پسې د حيرې ولايت يوه فارسي نژاده شخص ته وسپارل شو، خو په         (632م) كال كې د حيرې ولايت بيرته د آل لخم كورنۍ ته په لاس ورغى او منذر چې په معرور  سره مشهور و والي وټاكل شو، خو د ده د ولايت لا اته مياشتې نه وې پوره شوى چې د خالد بن الوليد (رضي الله عنه) تر مشرۍ لاندې اسلامي لښكرې ورباندې وروختلې.(1)

د شام حكومت

كله چې عربانو له خپل اصلي ټاټوبي نه كوچيدل پيل كړل، نو د قضاعه كورنۍ ځنې پښې لكه بني  سليح بن حلوان چې بنو ضجعم بن سليح يې له اولادې نه وو، د شام په پولو كې ميشته شوې. روميانو دا كورنۍ د ځان كړې او غوښتل يې په دوى سره له يوې خوا د صحرا او وچې د عربانو مخه ونيسي او له بل پلوه د فارس په مقابل كې ورنه ګټه واخلي. پدې ترتيب سره يې د هغوى لپاره بيل پاچا وټاكه، د دوى پاچايي د دوهمې ميلادي پيړۍ له پيل نه تقريبا تر پايه پورې دوام درلود، تر ټولو مشهور پاچا يې زياد بن الهبوله و. او د دوى د پاچايۍ لړۍ هغه وخت پاى ته ورسيده كله چې د آل غسان كورنۍ ضجاعمه ته ماتې وركړه، او پدې سره د روميانو له خوا د شام پاچايي هم آل غسان ته وسپارله شوه، نوموړې كورنۍ د روميانو د مزدورانو په صفت تر (13) هگ كال پورې د شام په عربانو حكومت وچلاوه، خو په نوموړي كال د حضرت عمر (رضي الله عنه) د خلافت په دوران كې د يرموك د غزا په نتيجه كې د دوى حكومت پاى ته ورسيد، او د دوى وروستى پاچا (جبله بن الايهم) اسلام راوړ او له مسلمانانو سره يو ځاى شو(1).

د حجاز پاچايي

ترڅو چې اسماعيل (عليه السلام) ژوندى و د مكې مشري او د بيت الله شريف مسئوليت له همده سره و،(2) خو كله چې هغه د (137) كلونو په عمر له دنيا نه رحلت وكړ،(3) نو دا مسئوليت يې زامنو نابت ورپسې قيدار او په بل روايت قيدار بيا نابت په غاړه واخيست. او له دوى نه وروسته د مكې مشري د دوى نيكه مضاض بن عمرو الجرهمي ته وسپارله شوه، خو د اسماعيل (عليه السلام) اولاده كه څه هم مشري له نورو سره وه د ډير قدر او عزت خاوندان وو ځكه د دوى پلار او نيكه كعبه شريفه جوړه كړې وه.(4)

د وخت په تيريدو سره د اسماعيل (عليه السلام) د اولادې نوم او نښان مخ په وركيدو شو، جرهميان هم د بخت نصر له دورې مخكې كمزوري شول، او په همدې وخت د مكې په سياسي آسمان كې د عدنان د كورنۍ ستورى وځليد. په ذات عرق كې په عربانو باندې د بخت نصر د تيري په هكله را نقل شوى روايت هغه چې وايي پدې پيښه كې د عربو مشر د جرهم له قبيلې څخه نه و، زمونږ د يادې شوې خبرې پخلاوى كوي.(١)

د عدنان كورنۍ د بخت نصر د دوهمې حملې (87 ٥ ق .م) په وخت كې يمن ته وتښتيدلې، برمياه (عليه السلام) چې د اسرائيلو نبي و، معد له ځان سره شام ته بوتلا، او كله چې د بخت نصر فشارونه كم شول معد بيرته مكې ته راستون شو، خو هغه وخت په مكه كې له جرهميانو نه يوازې جرشم بن جلهمه پاتې وو،معد د هغه له لور سره واده وكړ او له هغې نه يې زوى (نزار) پيدا شو.

نوره د جرهميانو وضعه هم مخ په خرابيدو شوه، څوك به چې مكې ته راتلل نو دوى به ورباندې ظلمونه كول دكعبې ټول مال ئې ځان ته خاص كړ . دې كار عدنانيان په غوصه كړل،او كله چې د خزاعه قبيلې خلك په مرظهران نومې منطقه كې ميشته شول او ويې ليدل چې د جرهميانو او عدنانيانو وضعه ښه نده، نو له همدې وضعې نه په استفادې او د عدنان قبيلې دځينو كورنيو په مرسته يې د جرهميانو په خلاف جګړه پيل كړه، بالاخره يې د دوهمې ميلادي پيړۍ په نيمايي كې جرهميان له مكې نه وشړل او د مكې مشري دوى په غاړه واخيسته.
جرهميانو چې كله مكه پريښوده، نو ځنې شيان يې د زمزم په څاه (كوهي) كې واچول او خوله يې ورپټه كړه.ابن اسحاق وايي:عمرو بن الحارث بن مضاض الجرهمي٤ دكعبې شريفې دوې هوسۍ   او حجر اسود دواړه د زمزم په كوهي كې ښخ كړل او بيا له خپلو ملګرو سره د يمن په خوا وخوځيده.

د مكې پريښودل جرهميانو ته دډير غم اوخفګان باعث وو پدې هكله عمرو داسې وايي :
كأْن لم يكن بين الحجون الى الصفا        أْنيس و لم يسـمر بمـكة سامر
بلى نـحن كـنا أْهلها فأْبـادنا             صروف الليالي والجدود العواثر١

د شعر ترجمه داسې كيږي:

[ته به وايې چې دحجون او صفا ترمنځ هيڅوك نه وو (آشنا اودوست نشته) اونه دمكې د شپې له خوا جوړو شويو محفلوكې كوم كيسه ويونكى د شپې كيسې ويلې دي.مونږ د دې ځاى اوسيدونكي وو، خو د وخت ناكردو اوخرابو قسمتونو اونيمه خوا نصيبونو تباه او برباد كړو.]

اسماعيل (عليه السلام) په شلمې قبل الميلاد پيړۍ كې تير شوى وْ. نو پدې سره ويلى شو چې جرهم قبيله تقربيا يوويشت پيړۍ په مكه كې اوسيدلى،او د شلو پيړيو په شا اوخوا كې يې حكومت ورباندې كړى دى.پدوى پسې د مكې مشري د خزاعه كورنۍ ته رسيدلې، خو درى لانديني مسئوليتونه له مضر كورنۍ سره پاتې شوي وو:

1_ له عرفات نه مزدلفې ته د خلكو ليږدول او په (يوم النفير) (يعنى دذي الحجې ديارلسمه ورځ) له منى نه د تللو اجازه وركول.دا وظيفه د بنوالغوث بن مره چې د الياس بن مضر له كورنۍڅخه و په غاړه وه.دوى ته صوفه ويل كيدل،د(يوم النفير) په ورځ به تر هغه پورې بل هيچا هم جمرې نه ويشتلې ترڅو به چې د صوفه يوه كس جمرې ويشتل نه وو پيل كړي، اوكله به چې خلك له جمرې ويشتلو فارغ شول، نو د صوفه خلكو به د عقبې دواړه خواوې ونيولې او تر هغې به بل چاته دتګ اجازه نه وه ترڅو به چې دوى ټول نه ووتللي،او چې دوى به ټول لاړل نو بيا به يې نورو خلكو ته د تګ اجازه وركړه، د صوفه له ختميدو وروسته دا ميراث د تميم قبيلې د بنوسعد بن زيد مناه كورنۍ په برخه ورسيد.

2_ د نحر (قربانۍ) يا لوى اختر په سهار له مزدلفې نه منى ته تلل، دا دنده د بني عدوان په غاړه وه .

3_ د الاشهرالحرام وروسته، مخكې كول چې دا د بني كنانه قبيلې د بني تميم بن عدي كورنۍ وظيفه وه.٢ هغه وخت هم دوى د الاشهرالحرام احترام درلود، پدې مياشتو كې به ئې جګړې نه كولې، خوكله به چې جګړه روانه وه نو بيا به يې داسې فيصله كوله چې دا مياشتى به وروسته كړو،يعنى اوس به جګړې ته ادامه وركړو او بيا به راتلونكې مياشتي الاشهرالحرام وګرځوو.

په مكه باندې د خزاعه كورنۍ مشري درى سوه (300) كاله دوام وموند١. د دوى په دوره كې عدنانيان په نجد، بحرين او د عراق شا او خوا كې خواره شول، د قريشو ځنې كورنۍ لكه حلول او حرم او د بني كنانه مختلفې پښې د مكې په څنډو كې پاتې شوې خو دوى د قصي بن كلاب تر وخته د مكې اوكعبې شريفې په كارونو كې هيڅ ونډه نه درلوده٢.

د قُصي په هكله ويل كيږي چې دوى لا د مور په غيږ كې و چې پلار يې مړشو، موريې د بني عذره كورنۍ له (ربيعه بن حرام) نومي سړى سره واده وكړ او ورسره د هغه اصلي وطن يعنى د شام سرحدي سيمې ته لاړه، خو كله چې قصي ځوان شو بيرته مكې ته راستون شو، پدې وخت كې دمكې مشر د خزاعه كورنۍ حليل بن حبشه و.

قصي د هغه له لورحبي سره واده وكړ٣، خو كله چې حليل مړ شو نو د خزاعه او قريشو ترمنځ جګړه ونښته، په پاى كې دمكې اوكعبې شريفې ټول كارونه قصي پخپله غاړه واخيستل.

د دې جګړې د اسبابو په هكله درى روايتونه رانقل شويدي:

1_ كله چې قُصي د مال او ډيرو سړيو خاوند شو، حليل مړ شو نو ده ځان د مكې اوكعبې شريفې د مشرۍ لپاره تر خزاعه او بني بكر نه غوره وباله، او ويل به يې:.

څرنګه چې قريش د اسماعيل (عليه السلام) د اولادې مشران دي نو بايد دا مشري هم له دوى سره وي، پدې هكله يې له قريشو او بني كنانه سره خبرې اترې اومشورې وكړې هغوى د ده دا خبره ومنله او په يوه اتفاق يې خزاعه او بني بكر له مكې نه وايستل ٤.

2_ بل دا- د خزاعه په ګومان _حليل وصيت كړى و چې دمكې اوكعبې شريفې مشري به قصي ته سپارل كيږي.٥

3_ حليل دكعبې شريفې مشري خپلې لور (حبي) ته سپارلې وه او ابو غبشان خزاعي يې ورته وكيل نيولى و. او پدې سره دكعبې شريفې مشري د حبي په نمايندګۍ د ابو غبشان په غاړه وه، خوكله چې حليل مړ شو نو قصي دا مشري له ابو غبشان نه په يوه ژي (مشك) شرابو واخيستله، خو خزاعه پدې قانع نه شول، او غوښتل يې قصي له كعبې شريفې نه منع كړي، نو قصي هم د دوى د مقابلې لپاره د قريشو اوبني كنانه خلك راټول كړل ترڅو خزاعه بيخي له مكې نه وشړي او هغوى هم ټول پدې خبره كې له قصي سره موافق شول١.

په هر حال كله چې حليل مړ شو صوفه خپل كارونه سرته رسول،يو وخت قصي له قريشو اوكنانه سره يوځاى له عقبې سره د دوى مخې ته ودريد او ورته ويې ويل : د دې كار د سرته رسولو لپاره مونږ له تاسو نه غوره يو او په همدې سره ونښتل په پاى كې قصي ورباندې بريالى شو، او پدې سره خزاعه او بنوبكر د قصي خوا پريښوده، قصي هم د هغوى په خلاف د جګړې تياري ونيوله. سخته جګړه پيل شوه دواړو طرفونو ته زيات ځاني اومالي تاوانونه واوښتل بالاخره په سوله راضي شول او د بني بكر كورنۍ يوغړى (يعمر بن عوف) يې مينځګړى وټاكه او هغه داسې فيصله وكړه: د مكې او كعبې شريفې د مشرۍ لپاره قصي له خزاعه نه غوره او مناسب دى قصي كه څوك وژلي د هغه وينې ورته بښل شويدي، خو خزاعه او بنوبكر به د وژل شويو كسانو ديت وركوي، اوكعبه دې قصي ته پريښووله شي. نوموړى  دهمدې فيصلې له امله له همدې ورځې نه په شداخ ونومول شو٢.

پدې ترتيب سره قصي د پنځمې ميلادي پيړۍ په نيمائې برخه يعنى (440م) كال كې د مكې او كعبې شريفې مشري په غاړه واخيسته٣.او په همدې سره په مكه باندې د خزاعه مشرۍ پاى وموند او د قريشو او قصي د مشرۍ دوره پيل شوه. قصي خپل قوم د مكې له شاوخوا نه راټول كړ، هرې قبيلې ته يې بيل بيل ځايونه وټاكل،او النساه، آل صفوان، عدوان او مره بن عوف ته يې خپلې خپلې دندې هم وروسپارلې، ځكه ده دا په ځان پور باله چې بايد پوره يې ادا كړي٤.

د قصي بل مهم كار دا و چې دكعبې شريفې شمال ته يې دارالندوه (د مشورو كوټه) جوړه كړه، د دې كوټې دروازه جومات ته راختلې وه، قريش به دلته د خپلومهمو مسائلو د حل و فصل لپاره راټوليدل. هغوى دې كوټې ته په ډيره درنه سترګه كتل، ځكه د همدې كوټې له بركته د دوى په منځ كې يووالى راغلى و،او همدلته به د دوى لويې لويې پيښې په ښې طريقې سره حل كيدلې١.

قصي پخپله دا تشريفاتي دندې په غاړه لرلې:

1_ د دارالندوه مشري- دلته به قريشو د خپلو مهمو مسايلو په هكله بحثونه كول، او همدلته به يې دخپلو لوڼو ودونه تر سره كول (د ودونو عقد او تړون به همدلته ترسره كيده).

2_ اللواْ (بيرغ) – د جګړى جنډه به له ده پرته نه پورته كيدله .

3_ الحجابه (ساتنه) – د كعبې شريفې دروازه به يوازې ده پرانستله،اوهمده به يې خدمت او سرپرستي كوله .

4_ سقايه يعنې حاجيانو ته اوبه وركول- دوى به د حاجيانو لپاره په خرما اومميزو سره خوږې شوې اوبه برابرولې او د حج په وخت كې به يې حاجيانو ته ور څښلې٢.

5_ حاجيانو ته خوراك وركول (رفاده الحاج)- دا هغه خوراك و چې دوى به حاجيانو ته د ميلمستيا په دود وركاوه. قصي په قريشو باندې دا لازمه كړې وه چې د حج په موسم كې څه اندازه مال ده ته وركړي تر څو هغه ورباندې بې وسه حاجيانو ته خوراك برابر كړي ٣ .

دا ټولې دندې د قصي په غاړه وې، نوموړى لا ژوندى و چې زوى  يې عبدمناف د مقام او منزلت خاوند شو، خو عبدالدار چې له هغه نه مشر و پدې خوښ نه و، نو ځكه قصي ورته وويل:اې عبدالداره! زه به تا په قوم كې مطرح كوم كه څه هم هغوى له تانه تكړه او عزتمن دي او له تانه يې ميدان ګټلى دى او كه څه هم هغوى ستا ورور له تا نه غوره بولي، په همدې اساس يې عبدالدار ته د دارالندوه، حجابه،اللواْ او السقايه او الرفاده مسئوليتونه وسپارل. د قصي خبره به هيچا هم په ځمكه نه غورځوله، د هغه هر امر كه په ژوند و او يا پس له مرګه داسې و لكه د دين حكم او امر،او همدا وجه وه چې د ده له مرګه وروسته هم د ده امر په ځاى پاتې شو او زامنو يې بيله كوم مخالفته  عمل ورباندې كاوه، خوكله چې عبدمناف هم مړ شو نو بيا د هغه زامنو د خپل تره (عبدالدار) له زامنو سره د دې دندو په سر اختلاف پيل كړ.

پدې ډول قريش په دوو برخو وويشل شول،او نژدې وه چې د دواړو ډلو ترمنځ جګړه ونښلي، خو بالاخره سوله وشوه او دا منصبونه يې سره وويشل. د السقايه او الرفاده مسئوليت د عبدمناف زامنو په غاړه واخيست، دارالندوه، اللواْ او الحجابه له بني عبدالدار سره پاتې شول. بيا بنو عبدمناف هم پخپل منځ كې پچه واچوله (قرعه اندازي يې وكړه) او دا وظيفه د هاشم بن عبدمناف په برخه ورسيده.

كله چې هاشم مړ شو نو دا وظيفه يې ورور المطلب بن عبدمناف ته وسپارله شوه،او له هغه نه وروسته عبدالمطلب بن هاشم بن عبدمناف ددې منصب لپاره غوره كړاى شو. دا دنده (د السقايه او الرفاده مسئوليت) د عبدالمطلب له زامنو سره و، چې اسلام راغى او پدې وخت دا وظيفه د عباس بن عبدالمطلب (رضي الله عنه ) په غاړه وه١.

قريشو لدېنه علاوه نورمنصوبه او وظيفې هم درلودلى چې پخپل منځ كې يې سره ويشلې وې،او يوه دموكراتيك دولت ته ورته اداره يې جوړه كړې وه، او د اوسنۍ زمانې پارلماني تشكيلاتو ته ورته تشكيلات يې درلودل .

او هغه ادارې  او دندې عبارت دي له :

1¬_ الايسار- د ويش پخاطر د بوتانو په غشو باندې قرعه اندازي (پچه اچول) دا دنده د بني جمح په غاړه وه .

2_ تحجيرالاموال – بوتانوته وړاندې شويو او اهداء شويو نذرونو اوقربانيو تنظيمول، د شخړو، دښمنيو او داسې نورو مسايلو هوارول، دا دنده او مسئوليت له بني سهم سره و.

3_ شورى – چې مسئوليت يې د بني اسد په غاړه و.

4_ الاشناق – د ديتونو او جريمو تنظيمول، دا د بني تيم دنده وه .

5_ العقاب – د ملي بيرغ  وړل او اوچتول، دا د بني اميه وظيفه وه.

6_ القبة – د لښكرو برابرول او د آسونو مشري، دا د بني مخزوم مسئوليت و.

7_ السفارة –  دا دنده د بني عدي په غاړه وه٢.

دنورو عربانو حكومت

لكه مخكې مو چې وويل د عربو قحطاني او عدناني قبيلو د عربي جزيرې مختلفو برخو ته هجرت وكړ، او عربي خاوره د دوى ترمنځ وويشل شوه.

بيا هغه قبيلې چې حيرې ته نژدې وې په حيره كې د عربي پاچايانو ترظاهري نفوذ او اغيزې لاندې وې،او هغه چې د شام له پولو سره پرتې وې هغوى د غساسنه پاچايانو تر حكم لاندې وې. خو حقيقت دا و چې هغوى عملاً د دې پاچايانو تابعيت نه درلود بلكه دا تش په نوم تابعيت و، مګر هغه قبيلې چې د جزيرې په مينځنيو برخو او ميرو كې اوسيدلې هغوى په پوره ډول آزادې اومستقلې وې. دې قبيلو بيل بيل رئيسان درلودل، هره قبيله لكه د يوه وړوكي دولت غوندې وه چې د سياسي تشكيل اوجوړښت اساس يې په قومي يووالي او د پرديو نه د وطن د دفاع په اړوند په مشتركه ګټو باندې ولاړ و. د هرې قبيلې مشر لكه پاچا داسې و، ټولو به په سوله اوجنګ كې ورنه اطاعت كاوه، نظر به يې هرچا قبلاوه، او خپلې غوښتنې به يې لكه د يوه ديكتاتور په شان پر خلكو تحميلولې او كله به كه كوم مشر په غوسه كيده، نو بيا به ډيرې تورې له تيكيو وتلې وې او چا به د پوښتنې جرات هم نه درلود چې دا ولې؟

خو يوشې چې مشران به يې له عادي خلكو سره معاملې ته اړ ايستل هغه د مشرۍ او قدرت لاسته راوړلو پخاطر د تربرونو تر مينځ مسابقه او مقابله وه، هر يوه به زيار ايست چې په ميلمه پالنه، شجاعت، حلم او زغم كې له نورو نه وړاندې شي، تر څو د خلكو خصوصاً شاعرانو چې د قوم د ژبې حيثيت يې درلود په مينځ كې ځاى پيدا كړي. رئيسانو خاص او فوق العاده حقوق درلودل، رئيس به د غنيمت په مال كې د المرباع (د غنيمت څلورمه برخه) او الصفى  (هغه چې له ويش نه مخكې يې رئيس د ځان لپاره اخلي) النشيطه ( هغه چې رئيس ته په لاره كې مخكې لدې چې د دښمن قوم عسكري مركز ته ورسيږي په لاس ورځي) او الفضول يعنى هغه چې له ويش نه اضافي پاتې شي، يعنى هغه څه چې په جګړه مارو پوره نه ويشل كيږي لكه له ويش نه اضافه شوى آس، اوښ او نور….) په نامه برخې درلودې.

يو شاعر وايي:
لك المرباع فينا و الصفايا                         و حكمك و النشيطة و الفضول

دا څيزونه مخكې توضيح شويدي.

سياسي حالت

د عربانو د مشرانو په هكله مو خبرې وكړې، اوس بايد په مجموعي توګه د هغوى په سياسي حالت باندې هم لږ شانته رڼا واچوو. د هغو دريو سيمو كومې چې له پولو سره نژدې وې سياسي حالت ډير خراب  اوګډوډ و، هلته خلك په دوو برخو بادار او غلام او يا حاكم او محكوم ويشل شوي وو، هره ګټه او وټه به د بادارانو خصوصاً پرديو لپاره وه او هر تاوان  او جريمه به د غلامانو (محكومانو) په برخه وه، په بل عبارت په هغه ځاى كې رعيت لكه يوزراعتي فارم داسې و چې ټول حاصلات به يې د حاكمانو او واكدارانو په مزو، چړچو، ظلمونو اوتيريو كې خرڅيدل، خو رعيت به ډول ډول ربړونه اوكړاوونه ګالل، كه هر څو به ورباندې زور، زياتى كيده خو هغوى د شكوې او شكايت حق اوجرئت نه درلود. په ټولنه كې ظلم او استبداد حكومت كاوه، د هيچا حقوق خوندي نه وو. دې  برخوته څيرمه پرتې قبيلې هم مذبذبې او بې ارادې وې كله به د خپلې هوى او هوس په اساس عراق ته اوكله به شام ته ورګډې شوې. د جزيرې په مينځ كې پرتې قبيلې هم يوله بل نه بيلې اوجدا وې، قومي، نژادي، او ديني تعصب ورباندې مسلط و، له دوى نه يوكس وايي :

و ما أنا الا من غزية ان غوت               غويت، وان  ترشد غزية أرشد

[زه هم د غزيه قبيلې يوغړى يم كه هغه په غلطه لاره ځې زه هم په غلطه ورسره روان يم او كه سمې لارې ته شي نو زه هم ورسره په سمه لار روان وم.]

هغوى داسې څوك نه درلودل چې د دوى له استقلال او آزادۍ نه تاييد او ملاتړ وكړي، او يا د مشكلاتو او سختيو په وخت مخ  ورواړوي اويا په بده ورځ د دوى په ښه راشي

خو دا وه چې هغه وخت خلكو دحجاز حكومت ته په درنه سترګه كتل، اوهغوى يې د ديني مركز مشران ګڼل. د حجاز حكومت په حقيقت كې د ديني او دنيوي مشرۍ او زعامت يوګډ شكل و، او له حرم نه بهرعربو ته يې د ديني مشرتابه حيثيت درلود، خو په حرم كې د ننه او شاوخوا نژدې برخوكې يې د يوه داسې حكومت بڼه درلوده چې كعبې شريفې ته د راتلونكو(زيارت كونكو) خلكو د امورو مشري او د ابراهيمي شريعت جاري كول او تطبيق يې په غاړه و. دې حكومت د ننني دور پارلمان ته ورته تشكيلات او ادارې درلودې، خو په هيڅ صورت هم دا يو پياوړى او مضبوط حكومت نه و، او خپلې دندې يې په ښه توګه سرته نه شواى رسولى بلكه په خپلو كارونو كې ډير پاتې راغلى و، چې د حبشيانو د تيري په ورځ دا خبره ښه په ډاګه شوه .

دعربو دينونه اومذهبونه

زيات شمير عربو د اسماعيل (عليه السلام) بلنه منلې وه ،او د هغه د پلارحضرت ابراهيم (عليه السلام) دين ته يې غاړه ايښې وه، يوازې د الله تعالى عبادت يې كاوه ، خو د وخت په تيريدو سره ورو ورو له نيغې لارې بې لارې كيدل، خپل اصلي دين يې هير كړ، يوازې توحيد او د ابراهيمي دين ځنې شعائر يې ساتلي وو ترڅو د خزاعه قبيلې مشر عمرو بن لحي راپيداشو. نوموړى په ديانت، خيرات وركولو او نيكۍ سره مشهور ْ خلكو ډير احترام ورته درلود، او د ستر عالم په سترګه ورته كتل. يو وخت هغه شام ته سفر وكړ كه ګوري چې هلته خلك د بتانو عبادت كوي، دا كار يې خوښ شو او داسې ګومان يې وكړ څرنګه چې دا د رسولانو او آسماني كتابونو د نازليدو وطن دى نو دا بت پرستي به هم حق وي، او د همدې ګومان په اساس يې له ځان سره يو بت چې ((هبل)) نوميده راوړ او دكعبې شريفې په منځ كې يې ودراوه، او نور د مكې خلك يې هم دې شرك او بت پرستۍ ته راوبلل، هغوى د ده دا بلنه ومنله، لږ موده وروسته د حجاز خلكو هم د شرك لاره خپله كړه او د كعبې له مشرانو سره په بت پرستۍ كې شريك شول.(1)

د هغوى (عربانو) تر ټولو پخوانى بت (منات) و، چې د سرې بحيرې په څنډه قديد ته نژدې د المشلل په سيمه كې پروت و(2). ورپسې يې (لات) نومى بت په طائف كې ودراوه، او بيا يې په وادي النحله نومې سيمه كې د (العزى) په نامه بل بت نصب كړ. همدا درى د دوى تر ټولو ستر بتان وو، وروسته شرك او بت پرستي په ټول حجاز كې خوره شوه. وايي: چې عمرو بن لحي يو پيرى ملګرى كړى و، هغه ورته وويل: چې د نوح (عليه السلام) د قوم بتان (ود، سواع، يغوث، يعوق او نسر) په جده كې ښخ شويدى، نو عمرو ورغى او هغه يې راوايستل او تهامه نومې منطقې ته يې راوړل او بيا يې د حج په وخت كې په مختلفو قبيلو وويشل هغوى بيا له ځان يووړل.

لنډه دا چې بتان دومره ډير شول چې هر قبيلې بلكه هر كور بيل بيل بت درلود، مسجد حرام يې هم له بتانو ډك كړى و، او كله چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مكه فتحه كړه د كعبې شريفې په شا او خوا كې ( 360) بتان موجود وو، رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هغه ټول دړې وړې كړل، او بيا يې امر وكړ چې دا ټوټې دې د باندې وايستل شي، او پدې ترتيب سره هغه ټول له مسجد نه د باندې وسوځيدل او تورې ايرې شول.(١)

دا خلك چې ځانونه يې د ابراهيم (عليه السلام) د دين پيروان بلل، پدې  ترتيب سره د جاهليت په لومو كې راګير او په شرك او بت پرستۍ كې تر ستوني پورې ډوب شول.

هغوى د بتانو په عبادت كې ډول ډول رسمونه او رواجونه درلودل، چې زياتره يې د عمرو بن لحي له خوا رواج شوي وو، دوى داسې عقيده درلوده چې هغه څه چې عمرو بن لحي رواج كړى يو حسنه بدعت دى نه دا چې دا د ابراهيم (عليه السلام) په دين كې بدلون وي.

په جاهلي ټولنه کې د بت پرستۍ ځنې مراسم:

1 _ هغوى به د مشكلاتو او سختيو په وخت كې بتانو ته مخ كاوه، له بتانو نه به يې مرسته غوښتله او د هغوى په نامه به يې نارې وهلې، د خپلو حاجتونو د پوره كولو سوالونه به يې ورنه كول، او دا عقيده يې درلوده چې دا بتان الله تعالى ته د دوى شفاعت كوي، او د دوى اړتياوې پوره كولى شي.

2 _ له بتانو به يې طواف كاوه زارۍ او سجدې به يې ورته كولې.

3 _ بتانو ته د تقرب او نژديوالي پخاطر به يې قربانۍ كولې، د بتانو په نامه او لپاره به يې مالونه (څاروي) حلالول، الله تعالى دا دواړه ډوله قربانۍ او حلالول داسې يادوي: ((وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ)) ( المائدة-3)

[ترجمه: او (حرام دي) هغه چې حلال كړى شوي وي (په نامه د كوم ځاى يا شي).]

بل ځاى فرمايي: ((وَلا تَأْكُلُوا مِمَّا لَمْ يُذْكَرْ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ)) (الأنعام-121)

[ترجمه: او مه خورئ تاسې له هغې (مردارې) چې نه و ياد كړى شوى نوم د الله پر هغې باندې (عمداً).]

4 _ بتانو ته د تقرب پخاطر به يې له خپل خوراك او څښاك نه يوه اندازه د بتانو په نامه كوله.

همدا راز د هغوى په حاصلاتو او څارويو كې به هم د بتانو لپاره خاصه برخه وه، عجيبه خو لا دا وه چې هغوى عادت درلود چې لدې شيانو نه به يې  يوه برخه د الله تعالى لپاره هم ټاكله، خو بيا د دوى په وړاندې او د دوى په عقيده داسې علتونه او اسباب موجود وو چې د هغې له امله به يې د الله تعالى لپاره ټاكل شوې برخه د بتانو په نامه ګرزوله، خو داسې به كله هم  نه پيښيدل چې د بتانو برخه د الله تعالى لپاره  وګرزوي، الله تعالى پدې هكله فرمايي: ((وَجَعَلُوا لِلَّهِ مِمَّا ذَرَأَ مِنْ الْحَرْثِ وَالأَنْعَامِ نَصِيباً فَقَالُوا هَذَا لِلَّهِ بِزَعْمِهِمْ وَهَذَا لِشُرَكَائِنَا فَمَا كَانَ لِشُرَكَائِهِمْ فَلا يَصِلُ إِلَى اللَّهِ وَمَا كَانَ لِلَّهِ فَهُوَ يَصِلُ إِلَى شُرَكَائِهِمْ سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ)) (الأنعام- 136)

[ترجمه: او مقرر كړي دي دغو (مشركانو) الله تعالى ته له هغه شي چې پيدا كړيدى الله تعالى هغه له كښته او چارپايانو يوه برخه، نو وايي دوى دا برخه د الله لپاره په زعم د دوى سره، او دا (بله برخه) د پاره د شريكانو زمونږ ده، نو هغه برخه چې وي د پاره شريكانو د دوى، پس (هغه) نه رسيږي الله ته، او هغه برخه چې وي د پاره د الله نو هغه  رسيږي شريكانو د دوى ته (چې بتان دي ډير) بد دى هغه حكم (انصاف) چې كوي يې دوى.]

5 _ بتانو ته د هغوى د تقرب بله طريقه دا وه چې د بتانو په نامه به يې پخپلو مالونو او كښتونو كې نذرونه ايښودل، الله تعالى فرمايي: ((وَقَالُوا هَذِهِ أَنْعَامٌ وَحَرْثٌ حِجْرٌ لا يَطْعَمُهَا إِلاَّ مَنْ نَشَاءُ بِزَعْمِهِمْ وَأَنْعَامٌ حُرِّمَتْ ظُهُورُهَا وَأَنْعَامٌ لا يَذْكُرُونَ اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا افْتِرَاءً عَلَيْهِ …)) (الانعام – 138)

[ترجمه: او وايي دوى چې (دغه برخه د بتانو) كه چارپايان دي او (كه) كښت ممنوع        (حرام) دى چې نه به خوري له دې مګر هغه څوك چې زمونږ خوښ وي په ګومان د دوى او ځينې چارپايان دي چې حرامې كړى شويدي شاګانې د دوى (له سوريدلو) او ځينې نور چار پايان دي چې نه يادوي دغه (مشركان په وخت د ذبح كې) نوم د الله پر دوى بلكه نوم د بتانو پرې يادوي او نسبت كوي د دغو احكامو الله ته، په طريقه د دروغ تړلو په الله پسې.]

6 _ لدې ډول نذرونو نه د البحيره، السائبه، الوصيله، او الحامه په نامه ياد شوي نذرونه- ابن اسحاق وايي: البحيره د السائبه لور (بچي) ته وايي:

السائبه هغې اوښې  ته ويل كيده چې په مسلسله توګه به يې لس جونګيانې وزيږولې، نو بيا به نه څوك ورباندې سپريدل، او نه به يې وړۍ اخيستل روا وو، شيدې يې له ميلمنو پرته بل چا نه خوړلې، او كه چيرته به يې يوولسمه جونګۍ هم راوړه، نو د هغې جونګۍ غوږ به يې څيراوه او له مور سره به يې همداسې آزاده خوشې كوله، نو بيا به پدې هم نه څوك سپريدل، نه به يې وړۍ اخيستل كيدلې او شيدې به يې هم يوازې ميلمنو خوړلې او دې ډول اوښې ته البحيره ويل كيدله چې  د سائبه لور به وه، او الوصيله هغې ميږې ته ويل كيدله چې په مسلسله توګه به يې په پنځو خيټو كې لس ورۍ چې نر ورى به بالكل نه و پكې راوړې، نو بيا به دوى ويل اوس دا ميږه وصيله شوه، او لدينه وروسته به دې ميږې كه هر څه راوړل هغه به يوازې نارينوو خوړلى شوى او ښځو نه شواى كولى هغه وخوري، خو كه به ورنه كوم ورى مړ پيدا شو او يا به ورنه كوم يو مرداريده نو هغه بيا ښځو او نرو ټولو ته روا و. حام هغه وينده اوښ ته ويل كيده چې اوښو ته په ورخوشي كيدو سره به يې په مسلسله توګه لس جونګۍ رازيږولې وې او هيڅ نر جونګى به نه و پكې، نو بيا به د دې وينده شا محفوظه وه، نه به څوك ورباندې سپريدل، نه به يې وړۍ اخيستل كيدلې، يوازې په اوښو كې به خوشى و، يوازې همدا كارئې ْ چې اوښې به يې ورته نيولې او بس. الله تعالى د جاهليت دا طريقې ردوي او فرمايي: ((مَا جَعَلَ اللَّهُ مِنْ بَحِيرَةٍ وَلا سَائِبَةٍ وَلا وَصِيلَةٍ وَلا حَامٍ وَلَكِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَأَكْثَرُهُمْ لا يَعْقِلُونَ )). (المائدة-103)

[ترجمه: نه دي روا كړى الله هيڅ بحيره او نه سائبه او نه وصيله او نه حام، او ليكن هغه كسان چې كافران شويدي تړي دوى پر الله دروغ (بهتان) او ډير له دوى ځنې نه پوهيږي (په حق او باطل).]

بل ځاى فرمايي:

((وَقَالُوا مَا فِي بُطُونِ هَذِهِ الأَنْعَامِ خَالِصَةٌ لِذُكُورِنَا وَمُحَرَّمٌ عَلَى أَزْوَاجِنَا وَإِنْ يَكُنْ مَيْتَةً فَهُمْ فِيهِ شُرَكَاءُ)). (الأنعام:139)

[ترجمه: او وايي چې هغه شى چې په ګيډو د دې چارپايانو كې دي خالص دي لپاره د نارينوو زمونږ، او حرام كړى شويدي  پر ښځو زمونږ، او كه وي هغه مرداره نو دوى     (نر او ښځې) پكې شريكان دي.]

د دې ډول څارويو (نذرونو) د توضيح په هكله نور روايتونه او تفسيرونه  هم موجود دي(1).  سعيد بن المسيب وايي چې دا ډول څاروي يوازې د دوى د طاغوتيانو (باطلو معبودانو) لپاره وو(2).

په صحيح البخاري كې مرفوعاً روايت دى چې عمرو بن لحي لومړنى كس و چې اوښه يې سائبه ونوموله (البته په تيرو شرطونو سره)(١).
عربانو به دا ټول كارونه د بتانو پخاطر تر سره كول، ځكه د دوى دا عقيده وه چې بتان به دوى له الله تعالى سره نژدې كوي او د دوى شفاعت به ورته كوي. قرآنكريم دي ته اشاره كوي او فرمايي:((مَا نَعْبُدُهُمْ إِلاَّ لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى)). (الزمر:3)

[ترجمه: وايي :نه كوو عبادت ددوى مګر د پاره د دې چې نژدې كړي دوى مونږ طرف د الله ته نژدې كول…]

((وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لا يَضُرُّهُمْ وَلا يَنْفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَړلاءِ شُفَعَاړنَا عِنْدَ اللَّهِ)).   (يونس:18)

[ ترجمه :اوعبادت كوي دغه (كفار) غير له الله (جل جلاله)  د هغو بتانو چې نه شي رسولى هيڅ ضرر دوى ته (كه يې عبادت ونكړي) اونه نفع رسولى شي دوى ته (كه يې عبادت وكړي) اووايي دغه (كفار) چې دغه بتان شفاعت كوونكي زمونږ دي په نزد دالله.]

مشركينو به ازلام (دپال اچولوغشي) هم استعمالول، ازلام د زلم جمع ده او زلم هغه غشي ته ويل كيږي چې بڼكه نه وي ورباندې لګيدلى. ددوى ازلام (غشي) درى ډوله وو:

يو ډول يې دا وو چې (نعم) او (لا) ورباندې ليكل شوى و، او كله به يې چې غوښتل سفر وكړي، يا نكاح وتړي اويا دېته ورته بل كوم كار ترسره كړي، نو د كار له پيل نه مخكې به يې پدې غشي سره پال  اچاوه كه به (نعم) راووت، نو هغه مطلوب كار به يې كاوه اوكه (لا) به راووت نو بيا به يې هغه كار تر يوه كاله پريښوده، ترڅو بيا د بت په وړاندې پال واچوي. په بل ډول يې يوازې المياه (اوبه) او الديه (ديت) ليكل شوي و، او دريم ډول يې دا و چې (منكم) او (من غيركم) او (ملصق) به ورباندې ليكل شوي و  او دا به يې هغه وخت استعمالاوه چې د چا د نسب په هكله به څه شك  او شبهه پيدا شوه نو نوموړى كس به يې له  سلو اوښانو سره د(هبل) مخې ته بووه، اوښان به يې (قداح) پال اچوونكي ته وركول، هغه به ټول غشي سره ګډوډ كړل بيا به يې يو ورنه راوكيښ، نوكه به (منكم) راووت نو هغه سړى به بيا د دوى له عزتمندو څخه شميرل كيده، اوكه به (من غيركم) راووت نو هغه به بيا د دوى حليف (ملګرى) يعنى د دوى په تړون كې شامل و، او كه ((ملصق)) به راووت، نو هغه به بيا د دوى په منځ كې پخپل حالت پاتې و او خپل منزلت به يې درلود خو هم نسب اوحليف به نه شميرل كيده١ .

دېته ورته يوه بل رواج قداح (د قمارغشي) او ميسر(قمار وهل) هم د مشركينو په منځ كې عموميت درلود دا د قمار يو ډول و، چې د غشي په راوتلو سره به هغوى د قمار اوښ حلالاوه اود هغه غوښه به يې ورباندې ويشله ٢.

هغوى د كاهنانو، نجوميانو اوعرافينو په خبرو هم ايمان اوعقيده درلوده،كاهن هغه چا ته ويل كيږي چې د راتلونكو پيښو او حالاتو په هكله خبرې كوي چې داسې به وشي، او دا به نه كيږي، دا او هغه به هسې او داسې شي.كاهن ادعا كوي چې په پټو شيانو خبر لري، او ځنې خو يې لا داسې وايي چې: زما پيريان ملګري دي، هغوى ټول معلومات راته راوړي، او ځنې نور يې وايي چې له پټو او غيبي شيانو نه زما خبرې  زما د خپل علم او پوهې په  اساس ولاړې دي، او نور يې وايي چې مونږ د پوښتونكي د خبرو يا كار او يا وضعې او حالت د مقدماتو او اسبابو په نظر كې نيولو په اساس د راتلونكو پيښو په هكله معلومات وركوو او دې ډول كاهن ته عراف ويل كيږي، او دا داسې دى لكه څوك چې ووايي: زه كولى شم د غلا، د غلا شويوڅيزونو او د غلا د ځاى په هكله معلومات وركړم. نجومي هغه ته ويل كيږي چې د راتلونكو پيښو او حالاتو په هكله د ستورو حركت او وختونو ته د كتلو په اساس څه معلومات وړاندې كوي ٣.   څوك كه د نجوميانو په خبرو باور لري نو هغه په حقيقت كې په ستورو باندې ايمان لري، او په ستورو باندې د هغوى د ايمان يوشكل دا و چې هغوى په الانواء (ستورو راختلو) باندې داسې عقيده درلوده چې ويل به يې د فلاني ستوري د راختلو په وجه راباندې ووريدل٤.

په مشركينوكې (طيره) يعنې بد شاګوم نيول هم رواج و. د دې اصلي حقيقت او شكل داسې و چې كله به كوم مشرك د كوم كار سرته رسولو نيت وكړ نو كومې هوسۍ او يا مرغه ته به ورغى او هغه به يې له خپله ځايه پورته كړه، وبه يې شاړه، نوكه هغه هوسۍ يامرغه به ښۍ خوا ته لاړه مطلوبه كار به يې تر سره كاوه، او كه به كيڼې خوا ته لاړه نو بيا به يې له هغه كار نه ډډه كوله او دا به يې بدشاګوم باله. همدا راز هغوى ته به كه په لاره كې مرغه يا كوم حيوان مخى ته ورغى نو هغه يې هم په بد شاګون نيوه. همدېته ورته د هغوى يو بل كار دا و چې د سويې د ښنګري هډوكي به يې په غاړو كې اچول يا ځوړندول، او همدا راز هغوى ځنې ورځې، مياشتې، څاروي،كورونه او ښځې او داسې نور شيان په بد شاګون نيول. هغوى د بيماريو په ساري بودن  يعنې يو له بل نه په لږيديدو هم عقيده درلوده او پدې يې هم باور درلود چي دوژل شوي شخص روح تر هغه  وخته نا كراره وي تر څو يې انتقام نه وي اخيستل شوى، روح يې لكه د بوم په شان ګرزي، په دښتو او ډاګونو كې الوزي را الوزي، تنده او يا اوبه راكړئ، اوبه راكړئ چيغې وهي، خوكله يې چې انتقام واخيستل  شي نو بيا آرام  او ځاى په ځاى شي١.

په ابراهيمي دين كې د قريشو بدعتونه

دا وو د هغه وخت د جاهليت د پيروانو ځنې عادتونه، خو لدې سره سره هغوى د ابراهيمي مقدس دين ځنې شعائر هم ساتلي وو، لكه د بيت الحرام احترام او درناوى ، طواف، حج، عمره، په عرفات او مزدلفه دريدل او په حج كې قرباني كول، خو پدې شيانو كې يې هم ځنې بدعتونه رواج كړي وو. لدې ډول بدعتونو نه ځنې دا وو:

قريشو به ويل: مونږ د ابراهيم (عليه السلام) اولاده، اهل حرم، د بيت الله مشران او د كعبې اوسيدونكي يوو، هيڅوك هم زمونږ په شان منزلت او حقوق نلري. همدا راز دوى ځانونه الحمس (ډيرغيرتي اوګرمجوش) بلل، او دا عقيده يې درلوده چې هغوى بايد د حرم شريف له حدودو نه د باندې ونه وزى، او د همدې عقيدې له امله وه چې په عرفات به نه دريدل، يعنې عرفات ته به نه تلل او نه به يې ور نه افاضه كوله، بلكه هملته مزدلفه كې به پاتې كيدل او له هماغه ځاى نه (مزدلفې) نه به يې افاضه كوله (بيرته به راتلل)٢. قرآنكريم د دې بدعت اصلاح كوي او فرمايي:
((ثُمَّ أَفِيضُوا مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ…)). (البقرة :199)

[ترجمه : بيا راكوزيږئ (اې قريشو د طواف د پاره) له هغه ځايه (عرفات څخه) چې راكوزيږي نور خلك (مزدلفې ته)]

دوى به دا هم ويل: چې د حمس (قريشو) لپاره نه ښايي د احرام په وخت كې کروت جوړ کړي او غوړي ويلې کړي (ځينې وايي کروت خوړل به يې نه ښه نه ګڼل). لكه چې دا هم ورته مناسبه نده د وړيو په كوټو (د سنيو په خيمو) كې ننوزي، بايد د څرمنې له خيمې پرته د بل شې ترسيوري  لاندې و نه دريږي١. د دوى يو  بل بدعت دا و چې ويل به يې اهل الحل (د حرم شريف نه باندې خلكو) ته دا نده روا چې په حرم كې د ننه هغه خوراك وخوري كوم چې دوى له ځان سره له حل نه حرم ته راوړى وي، خو پدې شرط چې د حج  او يا عمرې لپاره راغلي وي٢. دوى اهل الحل    (له حرم نه  د باندې اوسيدونكي) پدې مكلف كړي وو چې هغوى بايد پخپل لومړني طواف كې  د الحمس (قريشو) جامې واغوندي، او كه دا جامې يې پيدا نكړى شواى نو بيا به نارينه وو لوڅ لغړ طواف كاوه، ښځو به هم ټولې جامې ايستلې وې او يوازې مخصوص ځايونه به يې په يوه ټوټه سره پټ كړي وو او يا دا چې يو وړوكىخلاص كميس به ئې اغوستى و او د طواف په دوران كې به يې دا شعر وايه :

اليوم يبدو بعضه أوكله                                  و مابدا منه  فلا أحله

[نن ورځ د شرمګاه څه برخه او ياټول ښكاري، خو هغه چې ښكاري  زه هغه ته  د كتلو جواز نه وركوم.]

الله تعالى دا خرافات باطل اعلانوي اوفرمايي: ((يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ)).(الأعراف:31)

[ترجمه :اې زامنو د آدمه ! واخلئ تاسې ښايست خپل په نزد (د وخت) د هرلمانځه ].

خوكه كوم سړي او يا ښځې به ځان لدې قانون نه اوچت وباله او پخپلو (له حل نه راوړل شويو) جامو كې به يې طواف وكړ، نو له طواف نه وروسته به يې دا جامې ايسته اچولې او بيا به هيچا هم نه استعمالولې ٣. د هغوى بل ډول بدعت دا و چې د احرام په دوران كې به خپلو كورونو ته د دروازو له لارې نه ننوتل بلكه دكورونو په شا كې به يې غټ غټ سوري جوړول اوله همغې لارې نه به كورته داخليدل او بيرته به له همغه لارې نه وتل، او دا ددوى په نظر يونيك عمل و، خو قرآنكريم لدې كار نه نهى كوي او فرمايي : ((وَلَيْسَ الْبِرُّ بِأَنْ تَأْتُوا الْبُيُوتَ مِنْ ظُهُورِهَا وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ اتَّقَى وَأْتُوا الْبُيُوتَ مِنْ أَبْوَابِهَا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ)) (البقرة:189)

[ترجمه :او نه ده نيكي (دا كار) چې راځئ تاسې كورو ته د شا له لوري او ليكن (خاون) دنيكۍ هغه څوك دى چې ويريږى (له الله (جل جلاله)) په ترك د مخالفت، او راځئ كورونو ته له طرفه د دروازو د هغوى، او ويريږئ  له الله (جل جلاله)  څخه د دې لپاره چې تاسې خلاص شئ (دالله تعالى له عذاب نه) او پخپل مراد ورسيږئ.]

د عربي جزيرې زياتره برخې پدې جاهليت، بت پرستۍ او خرافاتو كې راګير وې، يهوديت، نصرانيت، مجوسيت، او د ستورو نمانځنه هم لدې لارې نه عربو ته ننوتې ده.

په عربي جزيره كې د يهودانو لږ ترلږه دوې دورې د يادولو وړ دي:

لومړۍ: په فلسطين باندې د بابليانو او آشوريانو له قبضې وروسته د فشار او زور په نتيجه كې ديهودانو هجرت، بخت نصر پاچا په ( 587ق .م) كې د يهودانو هيكل (معبد) او كورونه وران كړل، زيات شمير يهودان يې ونيول له ځان سره يې بابل ته بوتلل، بله برخه يې مجبورشول له فلسطين نه حجاز ته هجرت وكړي چې د حجاز په شمالي برخو كې ميشته شول١.

دوهمه: دا مرحله په (70م) كال كې د روماني تيطس (ټايټس) ترمشرۍ لاندې په فلسطين باندې د روميانو له تسلط نه پيليږي، روميانو د هغوى (يهودانو) هيكل وران كړ، او د دوى د زيات فشار په وجه ځنې يهودي قبيلې حجاز ته لاړې او په يثرب، خيبر، او تيماء كې ځاى په ځاى شوې او هلته يې كلياو كورونه جوړكړل، نو ويلى شو چې يهودان له اسلام نه وړاندې او د اسلامي دين  په لومړيو وختونو كې په سياسي ډګر كې يومطرح قوت او ځواك وو. كله چې اسلام راغى نو هغه وخت يهودي مشهورې قبيلې دا وې: خيبر، نضير، مصطلق، قريظه او قينقاع، خو سمهودي د وفاء الوفاء نومي كتاب په (166) مخ كې ليكي چې د يهودي قبيلو شمير له شلو نه زيات و٢.

يمن ته يهوديت د تبان اسعد ابو كرب په لاس داخل شويدى، نوموړى د جګړې لپاره يثرب ته تللى و او هملته يهودي شو، او كله چې بيرته راته نو له ځان سره يې دوه يهودي پوهان چې له بني قريظه قبيلې څخه وو يمن ته راوستل. پدې ترتيب سره په يمن كې هم يهوديت خور شو، او كله چې د اسعد زوى يوسف ذو نواس د يمن مشر وټاكل شو د نجران په مسيحيانو يې حمله وروړه، هغوى يې يهوديت ته راوبلل، خو  چې هغوى يهوديت ته غاړه ټيټه نكړه نو يوسف ذو نواس د اوركندې وايستلې او هغوى يې پكې وسيځل. ويل كيږي چې پدې پيښه كې تقريباً له شلو نه ترڅلويښتو زرو پورې نارينه، ښځې، ماشومان او زاړه (بوډاګان) سيځل شويدي. دا پيښه د (523م) كال د اكتوبر په مياشت كې واقع شويده١.  او قرآنكريم هم د البروج په سورت كې ورته اشاره كړيده.

خو نصراني دين عربي جزيرې ته د حبشې او روميانو د تسلط او واكمنۍ له لارې ننوتى دى، حبشي حكومت په لومړي ځل په (340م) كال كې يمن ونيو چې تر (378م) كال پورې ورسره و٢. د مسيحي دين دعوت هم په همدې وخت كې پدې سيمه كې خور شويدى او دې وخت ته نژدې كلونو كې يو زاهد او دكرامت خاوند چې فيميون نوميده نجران ته راغى د سيمې خلك يې د مسيحيت په لور وبلل، خلكو هم چې دده صدق او كرامت وليد نو بلنه يې ومنله اومسيحيان شول٣.

او هغه وخت چې حبشيانو يمن ونيو او ابرهه هلته خپل حكومت ټينګ كړ نو مسيحي دين پدې خاوره كې زيات خور شو، ډير پيروان يې پيداكړل، ان تر دې چې ابرهه په همغه ځاى كې دده په خوله كعبه جوړه كړه غوښتل يې عربان هم بايد لدې وروسته په يمن كې دده كعبې ته د حج لپاره ورشي.

او د دې پخاطر چې خلك دده كعبې ته راشي قصد يې وكړ بيت الله شريف ورانه كړي، خو الله تعالى د هغه دا توطئه شنډه كړه او هغه يې له دنيوي او اخروي شرم او رسوايۍ سره مخ كړ. همدا راز له روم سره خوا كې ميشته قبيلو لكه غساسنه، تغلب اوطئ او د حيرې پاچايانو هم مسيحي دين ومانه.

مجوسيت په هغو عربانو كې رواج درلود كوم چې له فارس سره نژدې پراته وو لكه د عربو په عراق، بحرين، الاحساء، حجر او د عربي خليج (خليج فارس) په نژدې څنډوكې ميشته خلك.

همدا راز يمن ته هغه وخت مجوسيت لاس اوږد كړ كله چې فارس ورباندې قبضه ولګوله. پاته شوه د صبائي مذهب خبره، هغه معلومات چې په عراق او نورو سيمو كې له ځمكې كيندنې نه لاسته راغلي وايي چې صبائيت د كلدانيانو دين و، د شام زياتره خلك او همداراز يمنيان ډير پخوا د دې دين پيروان وو خو كله چې يهوديت او نصرانيت خور شو او زور يې وموند، تقريباً د دې دين اثر كمزورى اوپيروان يې كم شول خو لاتر اوسه هم په عراق او د عربي خليج په څنډو كې د ځينو خلكو په منځ كې چې له مجوسيانو سره ګډ شوي او يا د هغوى ګاونډيان وو د دې ديانت ځنې آثار، نښې او نښانې ليدلې كيږي١.

ديني حالت

دا وو له اسلامي لمر څرك نه مخكې ځنې عربي اديان او مذهبونه، چې ټول له خپلې اصلې لارې نه بې لارې، شكل او څيره يې بلكل بدله شوې وه.هغه مشركان چې ځانونه ئې د ابراهيمي دين پيروان بلل د ابراهيم (عليه السلام) له دين نه بالكل په بله خواتللي وو، د دين اوامر، نواهي او ټول فضيلتونه يې هير كړي وو، ټول تر ستوني پورې په ګناهونو كې ډوب وو، په مينځ كې يې لكه د بت پرستانو په شان خرافات، بې اساسه عادات او رواجونه خواره شوي وو، او همدې خرافاتو د هغوى د ژوند ټولې (سياسي، ټولنيزې، ديني) برخې تر خپل تاثير او اغيزې لاندې راوستې وې.

يهوديت هم په ريا كارۍ او استبداد بدل شوى و. د هغوى مشران لكه خدايان داسې ګرزيدلي وو، په خلكو به يې د خپلې خوښې حكمونه چلول. تر دې چې د هغوى د پټو خيالاتو او د شونډو د ښوريدو او خوځيدو حساب به يې هم ورسره كاوه.

د قدرت او پيسو په غم كې ډوب وو، هر څه يې يوازې د همدې پخاطر وو، دين او ديني احكام يې د پيسو او قدرت په مقابل كې هيڅ بلل، دا مادي هدف به يې چې پوره كيده نور نو د څه شې غم نه و ورسره. دا فكر به هم نه و ورسره چې الحاد او كفر خور شو، او د هغه دين احكام تر پښو لاندې كيږي د كوم په هكله چې الله تعالى امر كوي چې هر څوك بايد د هغه احترام او پيروي وكړي.

له نصرانيت نه داسې يو دين جوړ شوى و چې پوهيدل ورباندې ګران وو، دې دين د انسان او الله تعالى تر مينځ يو عجيب غوندې تركيب جوړ كړى و او پدې سره دا هم يو باطل او وثني (مشركانه) دين ګرزيدلى و.

په همدې دين متدينو عربانو باندې يې هم اغيزه كمه وه، ځكه د دې دين لارښوونې او د دوى عادات او رواجونه ډيره  سره ليرې او مختلف وو او په څه چې دوى عادت شوي وو هغه يې د دين پخاطر نه شواى پريښوداى.

همدا راز د عربو د نورو اديانو پيروان هم لكه مشركين داسې وو، د هغوى زړونه، عقيدې عادات او رواجونه ډير سره ورته او نژدي وو .

د عربي جاهلي ټولنې څو نمونې

د عربي جزيرې د اوسيدونكو د سياسي او ديني وضعې په هكله مو څه نا څه خبرې وكړې، اوس غواړو د دې خلكو د ژوند پر ټولنيزه او اقتصادي برخه هم لږ شانته رڼا واچوو:

ټولنيز حالت

په عربو كې د مختلفو طبقاتو او بيلا بيلو عاداتو او حالاتو درلودونكي خلك موجود وو، په اشرافي كورنيو كې د سړي اړيكې له خپل كور او خپلې ښځې سره  ډيرې ښې او پر مخ تللې وې. ښځو يې پوره آزادي درلوده، خبرې او نظريات يې زيات منل كيدل، په ټولنه كې ډير د قدر او احترام په سترګه ورته كتل كيدل، ان تردې چې د ښځې پخاطر دا هم كيداى شواى تورې له تيكيو ووزي او ډيرې وينې تويې شي او كه چا به غوښتل په كرم (سخا) او شجاعت كوم چې د عربو په وړاندې تر ټولو لوړ او اوچت صفات شميرل كيدل د ځان  ستاينه وكړي، نو هغه به هم زياتره ښځې ته په خطاب سره د ځان ستاينه او صفت كاوه. همدا راز د ښځې له وسه دا هم پوره وه چې مختلفې قبيلې د سولې له لارې سره را ټولې كړي، او دايې هم كولى شواى چې د هغوى په مينځ كې د جګړې اور بل كړي، خو لدې ټولو سره سره د كورنۍ مشري او صلاحيت له نارينه سره و. ښځې او سړي به د واده او نكاح له لارې يو له بل سره اړيكې ټينګولې، خو ښځې پخپل سر واده نه شواى كولى بلكه واده به يې د مشرانو تر نظر لاندې او د هغوى په خوښه ترسره كيده.

دا و د اشرافي كورنيو ټولنيز حالت، خو په نورو كورنيو كې ښځې او نارينه داسې سره ګډ شوي وو چې له فساد، فحشا، او فتنو پرته بل نوم نه شو ورباندې ايښودى. ابو داود له حضرت عايشې (رضي الله عنها) نه په روايت سره وايي: د جاهليت په دوران كې نكاح په څلور ډوله وه : يو ډول يې د اوسنۍ نكاح په شان وه، يوه سړي به د بل كس لور يا خور او… ورنه غوښتله هغه  به موافقه كوله او نكاح به يې تړل كيدله. بل ډول نكاح داسې وه چې كله به د كوم سړي ښځه له حيض نه پاكه شوه نو ميړه به يې ورته ويل: لاړه شه له فلاني سړي سره يو ځاى شه (زنا ورسره وكړه) او خپل ميړه به يې بيا تر هغه نه ورسره يو ځاى كيده تر څو به يې له هغه بل سړي نه حمل نه وڅرګند شوى او كله به يې چې حمل ښكاره او ثابت شو نو بيا به يې كه زړه غوښتل ورسره يو ځاى كيده به، دا نكاح د استبضاع په نامه ياديدله او دا صرف د اولاد پيدا كيدو پخاطر ترسره كيدله. دريم ډول داسې وه چې له لسو نه  كم كسان به له يوې ښځې سره يو ځاى شول، او كله به چې ښځه حامله شوه او بيا به يې اولاد پيدا شو نو څو ورځې وروسته به يې دا ټول كسان راوغوښتل، هغوى به راغلل هيچا هم سر غړاوى نه شواى كولى بيا به دې ښځې ورته ويل: پوهيږئ چې څه مو وكړل، دادى زما اولاد پيدا شو، نو دا ستا زوى دى اې فلانيه! له همغو كسانو نه به يې د كوم يوه نوم واخيست، دا ماشوم به نور د همغه سړي زوى و. څلورم ډول نكاح داسې وه چې زيات شمير خلك به له يوې فاحشې ښځې سره يو ځاى كيدل، هغه داسې فاحشې وې چې د كورونو په دروازو به يې جنډې درولې وې ترڅو خلك پوه شې چې دا د فاحشې  كوردى اوبې تشويشه ورشي خو كله به يې چې اولاد پيدا شو نو بيا به يې څيره پيژندونكى راووست او هغه به د خپلې تجربې په اساس دا ماشوم يوه كس ته منسوبوه نو همغه ماشوم به د همغه سړي زوى و، د اعتراض او انكار حق يې نه درلود، خو كله چې الله تعالى محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په نبوت مشرف كړ نو د نكاح دا ټول ډولونه يې باطل كړل، او نن ورځ يوازې اسلامي نكاح شته او بس.(1)

داسې هم پيښيدل چې خلكو به د تورې او نيزى په زور  ښځې د ځان كولې، كله به چې څوك په جګړه كې بريالى شو نو د ماتې خوړلي دښمن ښځې به يې نيولې او د ځان لپاره به يې روا بللې، او د دې ښځو اولاد به د مرګ تر ورځې د شرم او خجالت ژوند تيراوه.

د جاهليت پدې دوره كې هر چا حق درلود چې  بې شميره ښځې ولري، د ښځو لپاره څه حد او اندازه نه وه، په يوه وخت كې د دوو خويندو نكاح هم دوى  روا كړې وه، زوى د پلار له طلاقې شوې او يا كونډې ښځې سره (چې ميره يا ميرنۍ موركيږي) نكاح كولى شواى. (د نساء سورت ٢٢= ٢٣ ايت).هغه وخت د طلاق حق له نارينه سره و، خو كومه ټاكلې شميره او حد يې نه درلود٢.

زنا خو دومره زياته وه چې دهرې طبقې خلك ورباندې مبتلا وو، ډيركم كسان به داسې وو چې لدې مرض نه يې ځان ساتلى وي، خو بيا هم آزادې او اصيلې ښځې د وينځو په نسبت ښې اوغوره وې. داسې ښكاري چې د جاهليت زياتو پيروانو زنا د ځان لپاره شرم اوعيب نه ګاڼه، ابو داود له عمرو بن شعيب عن ابيه عن جده نه روايت كوي وايي : يوسړى پاڅيد او ويې ويل: يارسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! دا فلانى سړى زما زوى دى، د جاهليت په وخت كې مې د هغه له مور سره زنا كړيده. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ((لا دعوة في الاسلام، ذهب امر الجاهيلة الولد للفراش، وللعاهر الحَجَرُ)) يعنې په اسلام كې دا ډول دعواګانې ځاى نلري، د جاهليت خبره پاى ته رسيدلې ماشوم د هغه چا دى چې مور يې د هغه ښځه او يا وينځه وي، او د زنا كار لپاره تيږې (كاڼي) دي.

همدا راز د عبدالرحمن بن  زمعه چې د زمعه د وينځې زوى و په سر چې د سعد بن ابي وقاص (رضي الله عنه) او عبد بن زمعه ترمنځ كوم اختلاف اوجنجال تير شوى د هغه كيسه هم مشهوره ده١

د جاهليت پدې دوره كې د زوى او پلار اړيكې هم ډول ،ډول وې، ځينو به ويل :

انمـــــااولادنا بيننا                    اكبادنا تمشي على الارض

[زمونږ اولادونه زمونږ په ځمكه ګرزيدونكي زړونه دي.]

خو داسې پلرونه هم وو چې خپلې لوڼې به يې د شرم او يا فقر له امله ژوندۍ ترخاورو لاندې كولې،او د بې وسۍ په وجه يې خپل اولادونه په قتل رسول. (قرانکريم:الانعام:١٥١. النحل:٥٨-٥٩.الاسراء: ٣١. التکوير:٨).  خو دا جرم ډير عام ځكه نه و چې هغوى به تل په جګړو كې بند وو، او د دښمن د مقابلې لپاره يې زامنو ته زياته اړتيا درلودله .

له وروڼو، د تره له زامنو او نورو تربرونو سره به اړيكې ډيرې ټينګې اونژدې وې، هغوى په قومي تعصب كې نوم درلود، د قوم پخاطر به هم مړه وو او هم ژوندي، د ټولنيز نظام اساس او تهداب يې په قوميت، نژاد پرستۍ، او خپلولۍ سره ولاړ و. عقيده يې داسې وه چې سړى بايد د قوميت په اساس په حق او باطل دواړو كې له خپلوانو سره ودريږي، خو د مقام او قدرت په سر به كله كله د يوه پلار د زامنو ترمنځ هم جګړې پيښيدلې لكه د اوس او خزرج، او يا عبس او ذبيان او يا بكر او تغلب خپل مينځۍ جګړې. لكه اشاره مو چې وكړه هرڅه د قوميت په اساس وو، نو له همدې كبله د مختلفو او بيلابيلو قبايلو ترمنځ هيڅ ډول اړيكې او همكاري نه وه، بلكه د هغوى ټول توان او قوت به يو د بل سره په مقابله اومسابقه كې خرڅيده، خو كله كله به دا دښمني د ديني، خرافاتي او يا نورو عاداتو په وجه كيدله، او داسې به هم پيښيدل چې د همكارۍ، تعاون، اطاعت او دوستۍ داسې تړون وشي چې څو بيلا بيلې قبيلې او كورنۍ سره يوځاى كړي. لدې نه علاوه د حرام مياشتې هم د دوى د ژوند او ژوندينو اړتياوو د پوره كولو لپاره ډيرې مهمې او ارزښناكې وې، دا مياشتې د دوى لپاره غټ رحمت او طلايي فرصت و. لنډه دا چې د هغوى ټولنيز نظام ډير كمزورى اوګډوډ و، خلكو د څارويو په شان ژوند درلود، جهل، ناپوهي، خرافات او بې ديني هرلوري ته خوره وه، ښځه لكه د حيواناتو په شان خرڅيدله، ځنې وخت به له ښځې سره له حيوان نه هم بده رويه كيدله، د خلكو په منځ كې كوم قانون او نظام وجود نه درلود، او هغه تش په نامه حكومتونه كه موجود هم وو خو د هغوى لومړنى او وروستنى كار او هدف د ملت له خزانو او پيسو نه د خپلو خيټو او جيبونو ډكول، او د ملت د وينې په قيمت له دښمنانو سره جګړې كول وو.

اقتصادي حالت

د عربو اقتصادي حالت او نظام د هغوى د ټولنيز نظام تر بشپړې اغيزې لاندې و، د دوى د ژوندنيو اړتياوو د پوره كولو تر ټولو ستره وسيله تجارت و، او دا خو ښكاره ده چې امن نه وي نو تجارت به څنګه ترسره كيږي، هغه وخت امن او امان بالكل وجود نه درلود، جګړې به يوازې د حرام په مياشتو كې بنديدلې او په همدې مياشتو كې به د عربو مشهور بازارونه لكه عكاظ، ذي المجاز، مجنه او نور پرانيستل كيدل.

صنعت خو ډير كمزورى و، يوازې په يمن، حيره، د شام په سرحدي برخو كې د ټوكر اوبدلو (په لاس سره) څرمنو رنګولو او آش وركولو او داسې نورو صنعتونو رواج درلود، خو د جزيرې په منځنيو برخو كې كرهڼه او مالداري هم وه، د عربو ټولې ښځې په سنۍ او بدلو او جوړولو  بوختې وې، خو څرنګه چې هر څه په جګړو كې په مصرف رسيدل نو ځكه خلك له لوږې، فقر، او نيستۍ سره لاس او ګريوان وو.

اخلاق

هيڅوك لدينه انكار نه شي كولى چې د جاهليت پيروان د ډيرو سپكو اخلاقو، خرابو عاداتو او رواجونو درلودونكي وو، خو لدينه هم انكار نه شي كيدلى چې لدې سره سره دوى ځنې داسې نيك او غوره اخلاق او عادات هم درلودل چې هر چاته د وياړ او فخر وړ دي، د مثال په توګه :

1_كرم (سخاوت): هغوى په كرم او سخاوت كې يو له بل سره سيالي كوله، د هغې دورې نيمايي شعرونه پدې هكله ويل شويدي چې يا يې پكې ځان پدې صفت ستايلى او يا يې د همدې صفت له كبله د بل چا ستاينه كړيده. كرم او سخاوت ډير عموميت درلود چا ته به چې په ډيره يخنۍ او لوږه (نيستۍ) كې هم ميلمه راغى او هغه (كوربه) به له يوې  اوښې پرته چې ټول ژوند به يې ورباندې روان و بل څه نه درلودل خو بيا به يې هم د كرم او سخا په حكم خپله لوږه او سخته ورځ هيروله او خپله يوازينۍ اوښه به يې ميلمه ته حلالوله. د هغوى د كرم له آثارو نه يو هم دا و چې د انساني ژوند او انساني وينې د ساتنې پخاطر به يې ډير زيات ديتونه او جريمې منلې او دا به يې د ځان لپاره فخر او وياړ وباله او د نورو سردارانو په مقابل كې به يې پدې افتخار كاوه.

د همدې كرم او سخا د حس قوت و چې هغوى به په شرابو څښلو وياړ كاوه، دا وياړ پدې خاطر نه و چې ګويا شراب څښل پخپله يو وياړ دى بلكه دا لدې امله و چې شراب څښل هم د كرم او سخا يوه طريقه ده او دا كار انسان ته د خرڅ او مصرف لاره ښيي، او له همدې امله ده چې هغوى د انګورو ونې ته كرم وايي، او د انګورو شرابو ته يې بنت الكرم (د انګورو لور) ويل، كه د جاهلي دورې د اشعارو ديوانونو ته مراجعه وشي، نو هلته به پدې هكله د فخر او وياړ بيل باب وموندل شي. عنتره بن شداد العبسي وايي:

ولقد شربت من المدامة بعدما                  ركـد الهواجربالمشوف المعلم
بزجابةصـفراء ذات اسـرة                 قرنت بازهر بالشمال مفـدم
فـاذا شربت فانني مستهلك            مالي، و عرضي وافـر لم يكلم
واذاصحوت فما اقصرعن ندى           وكما علمت شمائلي وتكـرمي

[ كله چې د غرمې د ګرمۍ زور مات شو نو ماله يو زيړ، ليكې دار بلورين جام نه چې له چپې خوا ته ايښودل شوي ځليدونكي (تابناك) او سرپټي خم (د شرابو لوښي) سره و، نښه شوي صاف او شفاف شراب وڅښل، او كله چې زه شراب څښم نو خپل مال خرڅوم،  عزت او آبرو ته مې څه زيان نه رسيږي (آبرو مې نه لكه داره كيږي)، او كله چې را په حال او په خود كيږم نو بيا هم په سخاوت كې كوتاهي نه كوم، او زما اخلاق او كرم خو تا ته معلوم دي چې څه دي.]

همدا راز دوى قمار (جوارۍ) ته هم كرم او سخا ويله ځكه كوم مال به يې چې لدې لارې نه ګاټه هغه به يې ټول، او يا هغه برخه چې د ګټونكو له برخو نه به زياته وه (نه به ورباندې ويشل كيدله) هغه به يې په  مسكينانو او فقيرانو ويشله، او له همدې ځايه ده چې قرآنكريم د شرابو او قمار ګټې بالكل نه نفي كوي بلكه فرمايي: ((…وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِنْ نَفْعِهِمَا…)) (البقرة: ٢١٩)   [ګناه يې له ګټې ډيره ده.]

2 _ وفا- د هغوى له ښو اخلاقو نه يو هم په عهد وفا وه، په قول او عهد به ټينګ ولاړ وو، حتى چې پدې لاره كې به د ځان، اولاد، او مال قربانۍ ته هم حاضر وو، د دې مطلب د وضاحت او بيان لپاره د هاني بن مسعود الشيباني، سموال بن عاديا او حاجب بن زراره كيسې كافي دي.

3 _ بل ښه خوى او خصلت چې د هغوى په مينځ كې رواج درلود هغه عزت النفس، ذلت او سپكاوي ته نه تسليميدل وو، د دوى غيرت او شجاعت ډير زيات و، ظلم او جبر يې نه مانه، كله به يې هم چې سپكه او د ذلت خبره واوريده نو فورا به يې تورې ته لاس كړ او جګړه به پيل شوه. هغوى د خپل عزت په خاطر ځانونه هم قربانول.

4_ كلكه او پخه اراده هم د هغوى له غوره صفتونو څخه وه، كوم كارته به يې چې اراده وكړه نو بيا به يې هغه په هر قيمت چې و تر سره كاوه.

5_حلم او برده باري او سنجيدګي هم د دوى لپاره د افتخار وړ صفتونه وو، خو دا چې د غيرت او ژر احساساتي كيدلو روحيه ورباندې غالبه وه نو ځكه حلم پكې كم و.

6_ د اوسنۍ زمانې له چلونو، فريبونو او مكرونو نه پاكه سادګي، رښتيا، امانتداري، او اخلاص هم د دوى له غوره اخلاقو څخه شميرل كيدل. وينو چې د عربي جزيرې د جغرافيايي موقعيت تر څنګ د دوى دا پورته ذكر شوي او داسې نور غوره صفتونه او اخلاق د دې سبب شول چې الله تعالى همدا عربان د رسالت د درانده پيټي د اوچتولو او د بشري نړۍ د لارښوونې او مشرتابه لپاره انتخاب كړل، ځكه دا اخلاق كه څه هم ځنې يې له شر او ضرر نه خالي نه وو خو هغه پخپل ذات كې له اصلاح وروسته ډير د قدر وړ او ارزښتناك وو، او كله چې اسلام راغى او هغه يې سم او اصلاح كړل نو خيريې ټولې دنيا ته ورسيد. په وفا پسې د دوى تر ټولو غوره صفت عزت النفس او پخه اراده وه، ځكه كه عزت النفس، غيرت او پخه اراده نه وي، نو فساد او شر له مينځه نه شي تللى. له پورته ذكر شويو غوره اخلاقو او صفاتو علاوه هغوى نور هم ښه صفتونه درلودل خو مونږ دلته ورنه يادونه ونه كړه.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د