الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – پنځمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نسب او كورنۍ

د نبي (صلی الله علیه وسلم) نسب:

د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د نسب سلسله په دريو برخو ويشلى شو: يوه برخه داسې ده چې اهل السير او نسب پوهان يې په صحت اتفاق لري او دا برخه تر عدنان پورې ده، او بله برخه داسې ده چې ځنې اهل السير يې صحيح بولي او ځنې نورو توقف پكې كړيدى او دا له عدنان نه تر ابراهيم (عليه السلام) پورې ده، دريمه برخه يې هغه ده چې بې له شكه دروغ او غير صحيح امور پكې موجود دي او دا له ابراهيم (عليه السلام) نه تر آدم (عليه السلام) پورې رسيږي. اوس راځئ دا درى واړه برخې په مفصله توګه تر نظر تيرې كړو.

لومړنۍ برخه: محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) بن عبدالله بن عبدالمطلب- اصلي نوم يي شيبه دى- بن هاشم – اصلي نوم يې عمرو دى- بن عبدمناف_ اصلي نوم يې مغيره دى- بن قصي- اصلي نوم يې زيد دى – بن كلاب بن  مره بن كعب بن لويْ بن غالب بن فهر_ چې لقب يې قريش واو د قريشو قبيله همده ته د انتساب له امله قريش بلل كيږي_ بن مالك بن النضر- چې اصلي نوم يې قيس دى – بن كنانه- بن خزيمه بن مدركه – اصلي نوم يې عامر دى – بن الياس بن مضربن نزار بن معد بن عدنان١.

دوهمه برخه: له عدنان نه پورته، يعنى عدنان بن اد بن هميسع بن سلامان بن عوص بن بوز بن قموال بن ابي بن عوام بن ناشد بن حزا بن بلداس بن يدلاف بن طابخ بن جاحم بن ناحش بن ماضي بن عيض بن عبقر بن عبيد بن الدعا بن حمدان بن سنبر بن يثربي بن يحزن بن يلحن بن ارعوي بن عيض بن ديشان بن عيصر بن افناد بن ايهام بن مقصر بن ناحث بن زارح بن سمي بن مزي بن عوضه بن عرام بن قيدار بن اسماعيل بن ابراهيم (عليهما السلام).(2)

دريمه برخه : له ابراهيم (عليه السلام) نه پورته يعنى ابراهيم بن تارح _ اصلي نوم يې آزر دى_ بن ناحور بن ساروع يا ساروغ بن راعو بن فالخ بن عابر بن شالخ بن ارفخشد بن سام بن نوح (عليه السلام) بن لامك بن متوشلخ بن اخنوخ _ ويل كيږي چې همدا ادريس (عليه السلام) دى _ بن يرد بن مهلائيل  بن قينان بن آنوشته بن شيث بن آدم _ عليهما السلام١.

نبوي كورنۍ

د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) كورنۍ دده جد هاشم ته د انتساب له امله په هاشمي كورنۍ مشهوره ده، نو بې ځايه به نه وي كه د هاشم او له ده نه وروسته حالاتو باندې لږ رڼا واچوو:

1- هاشم- لكه مخكې مو چې وويل هغه وخت چې بنو عبد مناف او بنو عبدالدار د سولې په نتيجه كې منصبونه سره وويشل نو د سقايې او رفادې مسئوليت د بني عبدمناف كورنۍ هاشم نومي سړي په غاړه واخيست.

هاشم يو مالدار او معزز سړى و او هغه لومړنى شخص و چې په مكه كې يې حاجيانو ته شوربا او ډوډۍ وركړيده. اصلي نوم يې عمرو و، خو څرنګه يې چې ډوډۍ په شوربا كې ميده وله، نو په هاشم مشهور شو، ځكه هاشم ميده كوونكي ته وايي. د قريشو دواړو سفرونه د ژمي سفر او اوړي سفر هم د لومړي ځل لپاره ده رواج كړيدي، دده په هكله يو شاعر وايي:

عمرو الذي هشم الثريد لقومه             قـوم بمكة مسنتين عجاف
سنت إليه الرحلتان كلاهـما            سفر الشتاء ورحلة الاصياف

(داعمرو و چي خپل قحطي ځپلي، كمزوري او ډنګر قوم ته يې په شوربا كې ماته شوې ډوډۍ وركړه، او همدا عمرو و چې د ژمي او اوړي دواړو سفرونو تهداب يې ورته ايښى دى.)

دده د ژوند يوه پيښه داده چې وايي: هغه شام ته د تجارت لپاره روان شو، خوكله چې مدينې ته ورسيد هلته يې د بني عدي بن النجار كورنۍ له سلمى بنت عمرو سره واده وكړ، هملته څه موده ورسره پاتې شو. وروسته بيا شام ته وخوځيد،دغه وخت يې ښځه حامله شوې وه، هاشم په همدې سفركې د فلسطين په غزه نومې سيمه كې وفات شو، او په (497م) كال يې زوي عبدالمطلب پيداشو، اوڅرنګه چې د زوى په سركې يې سپين ويښتان وو، نو مور يې (سلمى) شيبه نوم  ورباندې كيښود١. او همدلته د پلار په كور(يثرب) كې يې د خپل زوى روزنه كوله او په مكه كې د هاشم له كورنۍ نه هيڅوك نه وو ورباندې خبر. هاشم څلور زامن او پنځه لوڼې درلودې چې نومونه يې دا دي: اسد، ابو صيفي، نضله او عبدالمطلب، او د لوڼو نومونه يې: شفاء، خالده، ضعيفه، رقيه، او جنه وو٢.

2_ عبدالمطلب _ په هاشم پسې سقايه او رفاده (حاجيانو ته اوبه وركول او د هغوى ميزباني كول او خواړه وركول) يې د ورور مطلب بن عبدمناف په غاړه ولويده. مطلب هم يو شريف، پخپل قوم كې د عزت او اعتبار خاوند و، خلكو به يې خبرې منلې ، او د زيات سخاوت له امله به قريشو فياض باله. شيبه (عبدالمطلب) چې كله په مدينه كې لس كلن شو، تره يې (مطلب) ورنه خبرشو، ورپسې ورغى چې مكې ته يې راولي كله يې چې وليد له سترګو يې اوښكې روانې شوې، په غيږ كې يې ټينګ ونيو او پخپله سپرلۍ يې ورسره سپوركړ چې مكې ته يې بوزي، خو عبدالمطلب ورته وويل زه ترهغې نه درسره ځم ترڅو مې چې مور راته اجازه نه وي كړى، نو مطلب يې مورته وويل چې وراره مې راسره وليږه، خو مور يې دا خبره ونه منله. ده ورته وويل: اجازه وركړه، هغه د خپل پلار وطن او د الله (جل جلاله)  حرم ته ځي، پدې خبرې سره يې مور اجازه وركړه، او پدې ترتيب مطلب هغه له ځان سره په اوښ سپورمكې ته راووست،كله چې خلكو وليد ويې ويل: دا (عبدالمطلب ) دى، خو ده ورته  وويل نه  داسې نده، دا زما د ورور هاشم زوى دى. عبدالمطلب همدلته مكه كې د خپل تره (مطلب) تر روزنه لاندې لوى شو، ترڅو مطلب د يمن په ردمان نومې سيمه كې وفات شو، نو نوموړى مسئوليت عبدالمطلب ته وسپارل شو. ده هم خپل قوم ته ټول هغه خدمتونه وړاندې كول كوم چې دده پلرونو به كول، بالاخره پخپل قوم كې د دومره شرف او عزت خاوند شو چې پلرونه او اجداد يې هم هغې درجې ته نه وو رسيدلي خلكو ورسره ډيره مينه لرله او ډير درناوى يې ورته  درلود٣ .

كله چې مطلب وفات شو، نوفل د عبدالمطلب په ځينو عبادتخانو يا څه جايداد قبضه ولګوله، يا دا چې ديني مشرتابه يې ورنه غصب کړه، عبدالمطلب د خپل تره په مقابل كې له قريشو نه مرسته وغوښته، خوقريشو ورته وويل: مونږ ستا او ستا د تره ترمنځ مداخله نه كوو. بيا يې خپلو ماماخيلو (بني النجار) ته يو څوشعرونه واستول چې د كومك غوښتنه يې پكې كوله، نو ماما يې (ابوسعد بن عدي) له اتياوو سپرو سره روان شو، د مكې په ابطح كې يې واړول. عبدالمطلب ورغى او ورته ويې ويل: راځئ كور ته.  ماما يې وويل: نه، تر څومې چې نوفل نه وي ليدلى كورته به درسره لاړ نه شم، بيا نوفل ته ورغى، هغه په حطيم كې د قريشو له مشرانو سره يوځاى ناست و، ابوسعد خپله توره له تيكي را وايسته او ورته ويې ويل: د دې كوټې د رب په نامه قسم يادوم كه چيرته زما خوريي ته د هغه  حق او يا مشري بيرته ورنكړې نو پدې توره به دې وهم. نوفل وويل: سيي ده ما هغه بيرته وركړه، د قريشو مشران ورباندې شاهدان شول. بيا ابوسعد د عبدالمطلب كورته لاړ، درى ورځې ورسره ميلمه و، بيا يې عمره اداكړه او بيرته مدينې ته ستون شو.

پدې پيښه پسې مناف د بني هاشم په خلاف له بني عبدشمس بن عبدمناف سره تړون وكړ، اوكله چې خزاعه وليدل چې بني النجار د عبدالمطلب ملاتړ وكړ نو ويې ويل : هغه (عبدالمطلب) لكه څرنګه چې ستاسې له اولادې نه دى همدا ډول زمونږ له اولادې څخه هم دى او په مونږ هم حق لري چې مرسته يې وكړو.او دا ځكه چې د عبدمناف مور له خزاعه كورنۍ څخه وه، نو همدا وه چې د خزاعه كورنۍ خلكو په دارالندوه كې د نوفل او بني عبدشمس په خلاف له بني هاشم سره تړون وكړ، او همدا تړون و چې بيا وروسته د مكې د فتحې سبب شو، تفصيلات به پخپل ځاى كې راشي١.

د بيت الله شريف په امورو كې عبدالمطلب له دوو مهمو پيښو٢سره مخامخ شوى و چې يوه د زمزم كوهي كيندل او بله د فيل واقعه وه .

د زمزم كوهي كيندل

د دې پيښې لنډيز داسې دى: عبدالمطلب په خوب كې د زمزم كوهي په كيندلو مامور كيږي، ټاكلى ځاى هم ورته ښودل كيږي، نو هغه هم شروع وكړه او كوهي يې را لوڅ كړ او ټول هغه شيان يې پكې وموندل كوم چې جرهميانو د هجرت په وخت كې پكې ښخ كړي وو، هغه تورې، زغرې، دواړه طلائي هوسۍ، ټول يې را وايستل، تورې او هوسۍ ئې دكعبې شريفې په دروازه كې نصب كړې، او د حاجيانو لپاره يې د زمزم اوبه څښلو ته برابرې كړې.

كله چې د زمزم څاه را ښكاره شو، قريشو عبدالمطلب ته وويل: چې مونږ هم پدې كار كې درسره شريك كړه، ده ورسره ونه منله، او ورته ويې ويل: چې زه خاص پدې كار ټاكل شوى يم، خو هغوى مخالفت ورسره كاوه تر څو د بني سعد يوې كاهنې ته د محاكمې لپاره لاړل، خو دوى لا په لاره وو چې الله تعالى دا ور وښودله چې عبدالمطلب زمزم ته خاص شويدى. په همدې وخت كې عبدالمطلب نذر كيښود او ويې ويل: كه چيرته الله تعالى لس زامن راكړل او ټول ځوانان شول نو يو به ورنه په كعبه كې ذبح كوم.

د فيل واقعه

د دې كيسې خلاصه  داسې ده چې ابرهه الصباح الحبشي چې  په  يمن كې د نجاشي نماينده و، وليدل چې عرب  كعبې شريفې ته د حج لپاره ځي، نو ده په صنعاء كې يوه لويه كليسا جوړه كړه او غوښتل يې عرب هم دكعبې په ځاى د دې كليسا حج وكړي. د ابرهه دا خبره د بني كنانه يوه سړي واوريده، نو د شپې په تياره كې كليساته ننووت او قبله  يې  په مردارۍ ورته  ولړله. ابرهه چې له پيښې خبرشو، ډير په غوسه شو، شپيته زره پياوړى لښكر يې د مكې  په لور روان كړ ترڅو كعبه شريفه ونړوي، ورسره (9) يا     (13) فيلان هم وو، پخپله په يوه لوى فيل سپور و. وخوځيدل ترڅو مغمس نومې منطقې ته ورسيدل، هلته يې لښكرې برابرې كړې، فيلان يې آماده كړل اومكې ته د ننوتلو په تكل كې شول، خوكله چې د مزدلفې او منى مينځ كې د محسر سيمې ته ورسيدل، فيل يې چو شو، او د مكې په طرف ئې قدم نه اوچتاوه، بل هرطرف  ته به يې چې روان كړ يوځل به په منډو شو، خو چې د كعبې په طرف  به يې مخ شو په ځاى به  څملاست. دوى په همدې حالت كې وو چې الله تعالى يوسيل مرغان ورباندې وګمارل، او هغوى يې په  پخو شويو ګټو وويشتل، او په دې سره الله تعالى هغوى لكه ځپل شوي او خوړل شوي بوس داسې وګرزول. دې مرغانو له ابابيل  او قمري سره ورته والى درلود، اوږدې مښوكې، نري وزر او پيرړې لكۍ يې درلودې، له هر مرغه سره د نخود د دانې په اندازه درى  درى ګاټي وو چې يوه به يې په مښوكه او دوى نورې به يې په منګولو كې نيولې وې، په هر چا به چې دا ګاټى (وړوكې تيږه ) ولګيده اندامونه به يې  پرې شول او مړ به شو، ټول پدې ګاټو ونه لګيدل خو هغوى له ډيرې ويرې  په هره خوا منډې وهلې، يو بل يې تر پښو لاندې كاوه، كه كتل به دې هرې خواته  او په هره چينه به د دوى مړى پراته وو. ابرهه پخپله  په يوه داسې مرض ګرفتار شو چې دګوتو سرونه يې ولويدل او ترڅو چې صنعاء ته رسيده  نو يو بې  بڼكو چرګوړى ورنه جوړ شوى و  او هملته يې سينه دوه پړكې شوه ، زړه يې ترې راووت او مردار شو.

قريش د دې لښكرو له ويرې خوړونو، غارونو او د غرو سرونو ته تللي وو، او كله چې الله تعالى هغه لښكر دړې وړې كړ نو دوى بيرته ډاډه خپلو كورونو ته راوګرزيدل(1).

دا پيښه د زياتره تاريخ پوهانو په نظر د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تر مبارك ميلاد پنځه پنځوس (55) ورځې مخكې د محرم په مياشت كې واقع شوې ده، چې دا نيټه د (571م) كال د فبروري مياشتې د وروستيو او يا د مارچ له لومړيو سره سمون خوري.

دا پيښه په حقيقت كې يوه مقدماتي او تمهيدي نښه وه چې الله د خپل رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او خپل كور (بيت الحرام) لپاره ښكاره كړه، ځكه وينو پداسې حال كې چې د بيت المقدس اوسيدونكي مسلمانان دي خو مشركين او د الله تعالى دښمنان ورباندې مسلط كيږي لكه په (578م) كال كې د بخت نصر حمله او     (70م) كال كې د روميانو سيطره، خو كعبه شريفه سره لدې چې اوسيدونكي يې مشركان وو نصرانيان چې هغه وخت مسلمانان وو تسلط نه شي ورباندې موندلى.

د دې پيښې خبر د وخت په ټوله متمدنه نړۍ كې خورشو،  ځكه هغه وخت حبشې له روميانو سره نژدې اړيكې درلودې، فارسيانو خو د دوى هر څه تر نظر لاندې لرل او په كمين كې ورته ناست وو، او دا يې كتل چې روميان او ملګري يې څه كوي او له څه سره مخامخ كيږي، او همدا وجه وه چې پدې پيښه پسې فارسيان سملاسي يمن ته راغلل. هغه وخت د متمدنې نړۍ مشري له روميانو او فارسيانو سره وه. دې واقعې  دنيا حيرانه كړه، د هر چا توجه يې د بيت الله شريف مقام او درجې ته راواړوله، او دا يې ورته وښودله چې يوازې همدا خونه ده چې الله تعالى ورته قدر او شرف وركړى دى، او يوازې همدا د تقديس وړ ده، نو كه د دې مقدس ځاى كوم اوسيدونكى په نبوت مشرف كيږي، نو دا د همدې پيښې غوښتنه او مقتضى ده. او پدې سيمه كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ظهور په حقيقت كې د الله تعالى هغه حكمت په ګوته كوي كوم چې پدې پيښه كې يې د همغه حكمت په اساس مشركين پر نصرانيانو باندې پداسې طريقې سره برلاسي كړي وو چې د اسبابو له دايرې نه لوړه او اوچته وه.

عبدالمطلب لس زامن درلودل چې نومونه يې دا دي: حارث، زبير، ابو طالب، عبدالله، حمزه (رضي الله عنه)، ابولهب،  غيداق، مقوم، صفار، عباس (رضي الله عنه). او دا هم ويل شوي چې يوولس زامن يې درلودل او ((قثم)) نوم يې ورسره زيات كړى دى. ځنى وايي: ديارلس زامن يې وو او هغوى د عبدالكعبه او حجل نومونه ور زيات كړيدي، او دا هم ويل كيږي چې عبدالعكبه همدا مقوم، او حجل همدا غيداق و او د قثم په نامه يې زوى نه درلود، خو لوڼې يې شپږ وې او نومونه يې دا دي: ام حكيم (البيضاء)، بره، عاتكه، صفيه، اروى او اميمه.(1)

3- د رسول اكرم (صلی الله علیه وسلم) محترم پلار عبد الله

د عبدالله مور فاطمه بنت عمرو بن عائذ بن عمران بن مخزوم بن يقظه بن مره وه. د عبدالمطلب په اولادونو كې عبدالله تر ټولو ښكلى، شريف، غوره او ټولو ته ګران، او په ذبيح سره مشهور و. ذبيح  يې له دې امله باله كله چې د عبدالمطلب زامن پوره لس شول او ټول ځوانۍ ته ورسيدل، نور يې د ده ملاتړ او دفاع كولى شوى، نو له خپل هغه نذر نه چې ايښى يې و خبر كړل، زامنو يې خبره ورسره ومنله. عبدالمطلب د دوى ټولو نومونه د پال په غشو وليكل او بيايې د هبل مينجور ته وركړل، مينجور غشي سره ګډ كړل او بيايې يو ورنه راويوست كه ګوري د عبدالله نوم راوتلى دى، نو عبدالمطلب چاړه راوخيسته، خپل زوى (عبدالله) يې راونيو تر څو كعبې ته يې بوزي او هلته يې ذبح كړي، خو قريشو خصوصا د عبدالله ماما خيلو او ورور يې ابو طالب عبدالمطلب لدې كارنه منع كړ. عبدالمطلب ورته وويل: نو چاره څه ده؟ زه خپل نذر څنګه ادا كړم؟ دوى ورته وويل: له فلانۍ عرافې ښځې نه پدې هكله مشوره وغواړه. عبدالمطلب عرافې ته ورغى هغې ورته وويل چې د عبدالله او لسو اوښانو تر مينځ قرعه اندازي وكړه، كه د عبدالله نوم راووت، نو لس نور اوښان ورباندې ورزيات كړه، پدې ترتيب سره لس، لس ور زياتوه تر څو خداى راضي شي او د اوښانو پچه وخيژي. پدې ترتيب سره  هغه راغى، د عبدالله او لسو اوښانو تر مينځ يې پچه واچوله، د عبدالله نوم راووت، نو عبدالمطلب لس نور ورزيات كړل، خو بيا هم د عبدالله نوم راووت، نو لس، لس يې ورزياتول تر څو سل اوښان پوره شول بيا د اوښانو پچه وختله، عبد المطلب دا سل اوښان د عبدالله په ځاى حلال كړل او همداسې يې واچول هر چا چې وړل، وړل يې، نه يې انسان ترينه منع كاوه او نه حيوان. لدې پيښې نه مخكې په عربو او قريشو كې د ديت بيه لس اوښان وه خو لدينه وروسته سل اوښان شوه، اسلام هم همدا سل اوښان تاييد كړل. له رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه په روايت كې راځي چې فرمايي:    (انا ابن الذبيحين) [زه د دوو ذبيحانو يعنى اسماعيل (عليه السلام) او عبدالله زوى يم].(1)

عبدالمطلب خپل زوى عبدالله ته آمنه بنت وهب بن عبدمناف بن زهره بن كلاب په نكاح كړه. آمنه هغه وخت په قريشو كې د نسب او مقام له پلوه تر ټولو غوره ښځه وه، پلار يې د نسب او شرف له پلوه د بني زهره مشر و، د عبدالله او آمنې واده په مكه كې ترسره شو، خو له واده نه څه موده وروسته عبدالمطلب هغه مدينې ته واستاوه تر څو دوى ته خرماوې راوړي. عبدالله لاړ او هملته مدينه كې وفات شو، او ځنې وايي: چې عبدالله د تجارت لپاره شام ته تللى و، او بيرته  د قريشو له يوه كاروان سره راتله چې مدينې ته راورسيدل عبدالله مريض او بيا هملته د 25 كلو په عمر وفات شو، او د  النابغه الجعدي په كوركې خاورو ته وسپارل شو. هغه وخت رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه و زيږيدلى، كه څه هم ځنې روايتونه وايي چې عبدالله د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له ميلاد نه دوې مياشتې وروسته وفات شوى دى.(2) خو زياتره مورخين لومړنى نظر تاييدوي او كله چې د عبدالله  د مړينې خبر مكې ته راورسيد نو آمنې دده په مرثيه كې دا شعر ووايه:

عفاجانب البطحاء من ابن هاشم                     و جاورلحدا خارجـا في الغمـاغم
دعـته المنايا دعوة فـأجـابهـا                    و ما تركت في الناس مثل ابن هاشم
عشـية راحـوا يحملون سـريره                   تعـاوره اصحابـه في التـزاحـم
فږن تـك غالته المنـايا و ريـبها                  فقـد كان معطاء كثير التـراحـم٣

ترجمه:[ د بطحا غيږ د هاشم له زوى نه خالي شوه، هغه د آوازونو او ژړاګانو (غوغا) په مينځ كې د لحد ملګرى شو، مرګي وغوښت هغه هم دې بلنې ته لبيك ووايه، اوس مرګي د خلكو په مينځ كې د ابن هاشم د زوى په شان څوك نه دي پريښي، (څومره غمجن و) هغه ماښام چې خلكو د ده كټ په اوږو اخيستى ْ، كه څه هم مرګ او د مرګ حوادثو هغه ختم كړ (خو د هغه د كړو ياد به تل وي) هغه ډير پوه، رحيم او سخي سړى و.]

د عبدالله ټول ميراث پنځه اوښان، يوه رمه (يوشمير) ميږې او يوه حبشي وينځه وه چې نوم يې بركه او كنيه نوم يې ام ايمن و، او دا همغه ام ايمن ده چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به يې په غيږ كې ګرځاوه پالنه به يې كوله.(1)

—————————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د