خبرونهنړۍ

ټوني بلېر پر عراق د بريد له امله بخښنه وغوښته

نن ټکی اسیا (دوشنبه،لړم ۴مه، ۱۳۹۴ل):د برتانيې پخواني لومړي وزير ټوني بلېر ويلي چې په ۲۰۰۳ زيږديز کال پرعراق د غلطو مالومات پربنسټ بريد شوی و.

ټوني بلېر د امريکا له سي اين اين تلويزيون سره په يوې تازه مرکې کې ويلي چې په عراق کې د اتومي وسلو د شتون په اړه غلط مالومات ورکړل شوي وو چې دهمدغو غلطو مالومات پربنسټ د امريکا او برتانيې په ګډون د ناټو غړو هېوادونو په عراق يرغل وکړ.

نوموړي ددې اعتراف ترڅنګ چې په عراق يې د غلطو مالوماتو پر بنسټ يرغل کړی وويل چې په عراق کې د صدام حسين په مشرۍ د حکومت د له منځه وړلو وروسته په عراق کې د حالاتو د خرابېدو له امله بښنه غواړي.

نوموړي په ۲۰۰۳ کال په عراق کې د صدام حسين په مشرۍ د عراقي دولت له منځه وړلو وروسته د سيمې د خرابو حالاتو په اړه وويل چې که چېرې ددوی پلان منظم وای نو په عراق او سيمه کې داسې حالت نه رامنځته کېده.

ټوني بلېر ويلي چې ((مونږ په خپل پلان کې دې اشتبا ته فکر نه و کړی چې په عراق کې به د امريکا له يرغل وروسته څه کيږي؟))

بلېر له ۱۹۹۷ زيږديز کال څخه تر ۲۰۰۷ پورې د برتانيې د لومړي وزير په توګه دنده ترسره کړې.
هغه ويلي چې ((دا خبره سخته ده چې مونږ يې ووايو چې هغه مهال چې مونږ په واک کې وو او په عراق مو بريد وکړ اوسنی خراب وضعيت به هم زمونږ د کړنو له امله وي.))

تر دې وړاندې ټوني بلېر د بريتانيا پارلمان ته په وينا کې ويلي و چې په عراق د بريد له امله به پښيمانه نه شي.
په عراق د ناټو د بريد په اړه د (سرجان چلکوټ) په نامه راپور چې لاهم پوره بشپړ او خپور شوی نه دی خو ځینې برخې يې خپرې شوي دي.

په دغه راپور کې په عراق د امريکا او برتانيې په شمول د ناټو د هېوادونو د بريد هر اړخيزه څېړنه کيږي چې امر يې د برتانيې پخواني لومړي وزير ګورډن براؤن کړی و.

په عراق د بريد له پاره تر ټولو زيات عسکر امريکا لېږلي و چې شمېره يې ۱۵۰ زرو ته رسېده،برتانيا عراق ته د خپلو ۴۵ زره سرتېرو په لېږلو سره ددغه ايتلاف دوهم ستر ملاتړی بلل شوی و.

د بريتانيا د رسمي شمېرنو له مخې د عراق په جګړه کې د دوی ۱۷۹ سرتيري وژل شوي دي.

د ناټو څواکونو په ۲۰۰۳ زيږديز کال پر عراق په دې پلمه بريد وکړ چې ګواکې د صدام حسين په مشرۍ د عراق

دولت اتومي وسلې لري خو وروسته مالومه شوه چې ناټو ځواکونو په عراق کې اتومې وسلې ونه موندلې خو عراق يې د جګړو او نا ارميو په ډګر بدل کړ.

د امريکا د يرغل پرمهال د القاعده شبکې جنګياليو هم په عراق کې د امريکا په خلاف په جنګ کې فعاله ونډه واخيسته او هغه مهال د القاعده شبکې مهم مشر ابومصعب الزرقاوي په عراق کې د ناټو ځواکونو پرخلاف جګړه کې يو نوميالی اومهم مشر و چې په عراق کې يې ګڼ شمېر بهرني ځواکونه وژلي و چې بالاخره نوموړی په ۲۰۰۶ زيږديز کال په عراق کې د امريکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

زما په اند دا هماغه د تونی بلیر بخښنه ده ، عراق یی وران کړو په میلونو خلک یی په شهادت ورسول ، مسلمانی خونیدی ، میندی بی د هماغه وحشی تونی بلیر او بوش او د هغو د فوځ او د هغو د غلامانو له لاسه بی پته او حتی په شهادت ورسیدلی حتی صدام حسین او د هغه کورنی او د هغه ټوله کابینه ، خپل خپلوان او دوستان پکی ووژل شول تونی بلیر بخْښنه خو څه کړی چه د دی اعتراف نه کوی چه دوی بد کړی ، دوه لسیزی وروسته چه اور اوس هم بل دی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x