نړۍ

اسرائیلي عسکرو فلسطینۍ پیغله شهیده کړه

نن ټکی اسیا (يکشنبه،لړم ۳ مه، ۱۳۹۴ل): تیره شپه (یکشنبه) اسرائیلي عسکرو یوه فلسطینۍ پيغله هغه مهال ووژل کله چې هغه د مدرسې څخه کور ته پر لاره وه.

اسرائیلي عسکرو ادعا کړې چې د هغې سره چاړه وه، غوښتل یې چې پر دوی بریدو کړي، ځکه دوی ډزي باندي وکړې او ځای پر ځای یې ووژل.

بل لوري ته عیني شاهدان وايي چې فلسطینی پیغله د اسرائیلي عسکرو د پوستې څخه د تیرو په حال کې وه چې عسکرو باندي غږ وکړ او ورته یې وویل، د بستې څخه دي چاړه را وباسه او هم مهاله یې هوايي ډزي پر وکړی، بیا مو پيغله ولیدل چې په سړک پرته وه، ویني ځیني بهېدلې.

دغه پيښه د القدس ښار په غربي تړانګه (الضفة الغربیة) کې مسجد ابراهیمي ته نیژدې را منځته شوه چې له کبله یې د مسجد دروازې هم تړل شوي او سیمه کلا بنده شوې.

باید وویل شي چې د څو اونیو راهیسي په فلسطین کې د اسرائیلي ځواکونو پر ضد پاڅون پیل شوی چې له کبله یې یو شمېر اسرائیلیانو ته مرګ ژوبله رسیدلې، په سلګونو فلسطینان ټپيان او شهیدان شوي دي.

فلسطیني ځوانان د چړو او نورو کورنیو آلاتو په واسطه په وسلو او زغرو سمبال اسرائیلي عسکرو بریدونه کوي، چې له کبله یې د اشغالګرو یهودانو په منځ کې ویره خپره کړې ده.

د یادوني وړ ده، په دې وروستیو کې داسي ویډیوګاني هم خپرې شوې، په کوم کې چې اسرائیل فلسطیني ځوانان او پيغلي شهیدانوي او بیا د خپل قتل د توجیه لپاره یې څنګ ته چړي غورځوي.

د فلسطین رسنیز مرکز په خپل وېب پاڼه کې ویلي چې د وژل شوي پيغلي نوم دانیه جهاد ارشید وو، ۱۷ کاله عمر یې درلود، د خلیل د ښار اوسېدونکې وه.

د شهيدې مور ورته ویلي چې هغه مدرسې څخه د هري ورځي په شان د کور په لور روانه وه چې د اسرائیلي عسکرو په ډزو ووژل شوه.

د دغه رسنیز مرکز د خبر سره سم په همدې سیمه کې دا دریمه انجلۍ ده چې د اسرائیلي ځواکونو له لوري په بې رحمۍ سره وژل کیږي.

باید وویل شي چې ددې پيښي تر مخه یهودي وسلوالو یو فلسطینی هغه وخت شهید کړ کله چې له خپله باغه د زیتون میوه را ټولول.

palestine_gril_killed 2 palestine_gril_killed 1 palestine_gril_killed

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x