نظــر

د ننګرهار په شتمنيو دچارواکو تالان

په ننګرهار کې چې دتيرو نظامونو په څير کوم يو واکمن راغلى  يو دبل پسې يې دننګرهار شتمي  په پوره بې رحمۍ  سره لوټ کړيده پخوا به ويل کيده چې دا هغه  ننګرهار ته د تالان دپاره خپله ډله ټپله راوستې ا و په اختيار کې يې  هرڅه ورکړيدي  خو دمجاهدينو او کمونستانو دګډوله حکومت له دورانه چې تراوسه پورې ننګرهار ته کوم چارواکى ليږل شويدى دننګرهاريانو داميدو پر خلاف يې  دخدمت پر ځاى راوړې  تشې بورې ډکې  کړيدي  خو په ننګرهار کې چې د ١٣٤١ کال دروسانو دوخت څه رغاونه شوى بيا دهغې  رغاونى ترميم هم ندى شوى چې ښکاره مثالونه يې د ننګرهار فارمونه او بريښنا ده دننګرهار چارواکى تل ساده زړو ننګرهاريانو ته ټټر وهي خو په حقيقت کې دخدمت پر ځاى دننګرهار دشتمنيو په شپيلولو بوخت وي

دمرحوم حاجى قدير تر شاوخوا چې څوک راټول ؤ د ننګرهار ګمرګ په قولو اردو ، دناوى او پراختيا رياست ، ملي بانګ ښاروالى … پدې ټولو پوستونو لکه دکجيرانو راټول ؤ او دننګرهار له تنه يې هرڅه په پنجو کې نيول او په غاښونو يې څيرل بيا چې دطالبانو صاحبانو دوره شوه دننګرهار بانګ او ګمرک دتيرو په څير ؤ ننګرهار چې دطالبانو له لاسه واته يوه اوونۍ دمخه ملى بانک د کنډۍ جومات ؤ دهغه وخت دخزاندار په وينا په اتو ډاډسنو کې ټول بانک بار او دشپې په يوولس بجو ملي  بانک دبانک درئيس  او چارواکو په مشوره ناڅرګند لورى ته لوټ شو .

دهغې  دورې  وروسته دکرزي  داړمارو ملي  بانک دجلال اباد دصرافانو ته وويشه څو کيدار به  يوازى دبانک ديوالونه ساتل نوره دبانک ټوله پانګه داليشنګ او نورو شپږ صرافيو په اختيار کې وه يوازى داليشنګ صرافۍ ته دکابل دڅارنوالى دپلاوى په وينا ٥٦ ميلونه افغانى او ١٨ لکه ډالر ورکړل شوى ؤ چې دبانګ رييس  شهزاده او خزاندار دواړه دصرافانو څخه مياشتنى ګټه ترلاسه کوله دکرزى دملګرو دى کور ودان وي په ازاد مټ رشوت اخلي او څوک په بند کې تر کاله نه پريږدى دننګرهار دلوټل شوى بانک په مسئله چې خزاندار ، رئيس ، مامورين او داليشنګ دصرافى کار کوونکي نيول شوى ؤ د وخت قاضى حليمى په مرسته د ٣٥٠٠٠ ډالرو په بدل کې راپريښودل شوى همدا حال دښاروالۍ  هم دى دمجاهدينو دګډوډيو له وخته چې سلطان دښاروالۍ  عايدت نيم کور او نيم دولت ته تسليمول اوس دجلال اباد ښاروال لال اغا کاکړ بيا تر نورو ښه دى نيم دولت ته اونيم دخپلو ملګرو سره ويشي دګمرک حال دپخوا نه ښه دى په کمونستى نظام به وطن خپل ته دومره عايدات نه پاتې کيدل او خو په ګمرک کې په مليونو ډ الر کښته پورته کيږي دزرګونو او لکونو داختلاص پکې معلومات نه کيږي او نه ورسره څوک حساب کوي هغه چارواکي چې دننګرهار دګمرک ښاروالى او بانک حساب کوي دشيرزى پورې ټول شريک دى ځکه خو که وايي شيرزى په ميليونو ډالر دننګرهار او ګمرک نه په خصوصى توګه اخلي شريکوال ورپسې غوږ نه وړي . زه هک پک ديته يم چې پر ننګرهار چا هم صرفه ونکړه په دواړو لاسونو والى شيرزى ډله راټولوى دژورنالستانو په خوله کې يې دډالرو پاکټونه ورکړى ، شريکوال يې چوپ کړى څارنوالان او قاضيان يې ځانله ښکار لټوي درياستونو ياران يې په امتيازاتو رضا کړى اخر دخوار او غريب اولس به څه کوي او ترڅو به دننګرهار په شتمنيو دچاراکو چور تالان ګډ وي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x