نړۍ

د فلسطین د وروستي پاڅون په اړه د غربي میډیا دوه مخي او شپږ حقایق – فارن پالیسي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، لړم ۳ مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا د فارن پالیسي مجلې په خپل یوه راپور کې ویلي چې په غرب کې د فلسطین په اړه د خبرونو څارونکي باید د فلسطین په اړه د غربي میډیا دوه مخي ته متوجي سي، او لاندي ذکر شوي ۶ حقایق باید په پام کې ولري ځکه چې په غربي میډیا کې د فلسطین په اړه غلط معلومات خپریږي.

فارن پالیسي دغه شپږ حقایق په لاندي ډول ذکر کړي:

۱- درواغ: د غربي نړۍ میډیا د فلسطین د پيښو په اړه د مطلق درواغ څخه کار اخلي، بناء ددغه لویو ورځپاڼو څخه خپریدونکي هر څه درواغ او غلط دي، هغه که نیویارک ټایمز خپروي، که یی واشنګټن پوسټ او که یې بله هره غربي رسنۍ خپروي.
ټول معلومات چې ددغو رسنیو څخه ترلاسه کیږي، هغه ګمراه کونکي دي، ځکه چې دوی خبرونه په داسي شکل لوستونکو ته وړاندي کوي، لکه فلسطینیان چې تروریستي عملیات کوي او اسرائیل له ځانه څخه دفاع کوي، مګر په حقیقت کې صهیونیستي یهودیان تروریستي بریدونه کوي، بېګناه انسانان وژني، چې دا لړۍ دتیرو څو اونیو څخه نه ده پیل شوې بلکې د کلونو څخه دوام لري.

۲- اقصی مسجد ته د فلسطینیانو د ځان رسولو اصرار ددې سبب نه دي شوي چې وروستی پاڅون پيل سي، بلکي اصل سبب د فارن پالیسي په وینا دا وو چې اسرائیل د یو شمیر پریکړو په صادرلو سره مسجد اقصی ته د فلسطینیانو پر ورتګ بندیزونه ولګول چې له کبله یې هغوی اړ سول، تر څو پاڅون وکړي.

۳- هر څه چې فلسطین کې پيښيږي، هغه د اشغال له وجي دي، اسرائیل په کال ۱۹۶۷ کې فلسطینیانو ته ورپاته غربي تړانګه او غزه ښار اشغال کړ، د وخت په تیرېدو سره یې دلته خپل مستوطنات (کلي) جوړ کړل، که څه هم ددې ستونزي د هواری په موخه ډیري هڅي وشوې، خو بیا هم اشغالګر یهودان له خپله ځایه نه دي ښورېدلي.

۴- د مجلې په وینا د اسرائیل له لوري دفلسطینانو داسي عامه وژنه د یهودانو د خپل ویري له کبله ده.
اسرائیلي ټولنه د ویري ټولنه ده، هلته هر څوک ویره لري چې دوی به وژل کیږي، دوی باندي به برید کیږي، ددوی ژوند ته به د یو فلسطیني په لاس د پای ټکی ایښودل کیږي، ځکه نو پولیسو او پوځ ته امر شوی چې هر شکمن کس ووژني، تر دې چې عربي یهودان هم اوس پر ځان بیریږي.

۵- د مجلې په وینا ددغه پاڅون د زیاتوب لامل خپله د اسرائیلي حکومت هغه اجرائات دي چې د پاڅون په خلاف یې کوی، ددوی سخت دریځ غبرګون، او عام وژنه ددې پر ځای چې فلسطینیان وویري، نور هم پاڅون او مقابلې ته اړباسي چې له کبله یې نور مړي کیږي.

۶- شپږم حقیقت دادی چې اسرائیلي حکومت هیڅ نه پوهیږي، څه وکړي، دوی دداسي حالاتو سره د تعامل لپاره هیڅ پلان نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

وبخښی ، دا ځانله د فلسطین په اړه نه ، د ټول مظلوم بشریت او به ځانګړی دول د اسلامی نړی یا هغه اسلامی امت چه د دوی بندګی ته غاړه نه ږدی دوی دغه غلطی او د دروغو خپرونی کوی ، دوی پوهیږی سره د دی چه چه د وحشت هر ډول وسلی او وسیلی لری له پیسو ویشلو هم کار اخلی مګر دوی فکر کوی چه تر ټولو ستر او پیاوړی محاذ یی کفری میدیا ده ، چه په دی واسطه تل خپله بره او د نورو ښته ووایی ، اوسنی جنګونه د یو هیواد یا یوی سیمی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x