نړۍ

د ناروې وزیر: باید د افغانستان په جګړه کي ماته ومنل شي

http://image.moheet.com/images/15/big/152827.jpgنن ټکی آسیا: د ناروې هیواد د چاپیریال وزیر (بورد فیجار سولهیل) ویلي چي په افغانستان کي جګړه یوه ستره غلطي وه.

نومړي د هیواد پر سیاسي چارواکو غږ کړی، چي اقرار وکړي او دا ومني چي په افغانستان کي یې جګړه بایللې، کومه جګړه چي د تروریزم په ضد شروع شوه، او پای یې د افغانستان د بیا ودانولو په هڅه په داسی وخت کي پای ته رسیږي، چي د حکومت او د مخالفینو تر منځ جګړه ورځ تر بلي په ګرمېدو ده.

نومړي په دغه یوه بی معنی جګړه کې د ناروې هیواد ښکېلېدل او هغه هم په داسي صورت کي چي دا مسله په پارلمان کي په سمه توګه نه وي څیړل شوې، د حکومت یو بی پروايي وښودل.

نومړي زیاته کړه چي یو خو افغانستان ته د ناروې د ځواکونو لیږل په پوره توګه په پارلمان کي ونه څیړل شول، له بلي خوا هغه وکیلان چي افغانستان ته دعسکرو د لیږلو سره موافق وه، هغوی دا ګمان هم نه کوه، چي جګړه به دومره اوږده شي، او دومره زیات وخت به واخلي.

د چاپیریال وزیر دا خبري د خپل یوه کتاب د نشرولو پر مهال د ناروې د یو ورځپاڼي سره کړي.

هغه زیاته کړې، چي باید ناروې په راتلونکې کي ددغه تجربې څخه استفاده وکړي، او هرې جګړې ته تر وردانګلو باید لومړی پوره څیړنه وکړي، او دداسي حالاتو لپاره یو خاص معیار جوړ کړي.

نومړي ویلي چي باید ټول حقایق په پوره اخلاص د رأی عامه په مخکي کيښودل شي، ځکه چي جګړه یو خطرناکه مسله ده، او ډیري بدي پایلي لرلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x