نړۍ

سعودي: د شیعه مخالف مشر د اعدام پریکړه تایید شوه

نن ټکی اسیا (يکشنبه،لړم ۴مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي ستري محکمې په شیعه دیني عالم او د حکومت مخالف مشر نمر النمر باندي د اعدام پریکړه تایید کړه.

نمر النمر په سعودي کې د اهل تشیع وتلی عالم دی، چې په کال ۲۰۱۱ کې د سعودي حکومت په ضد په پراخ لاریونو کې ګډن کړی وو.

نوموړي د کال ۲۰۱۲ په جولايي میاشت کې هغه مهال ونیول شو کله چې د سعودي حکومت په خلاف پاڅون ته خلک را بلل او غوښتل یې د سعودي په ختیځ کې شیعه ګان یو ځل بیا د حکومت په خلاف لاریون ته وهڅوي.

د سعودي ابتدائي محکمې د فتنې په ایجادولو او ملي وحدت د له منځه وړلو په تور شیخ النمر په اعدام محکوم کړ، چې تیره ورځ د دغه هیواد د ستري محکمې له خوا هم دغه پریکړه تایید شوه.

د نوموړی ورور محمد النمر ویلي چې د شیخ نمر ژوند اوس د سعودي پاچا ملک سلمان په لاس کې دی.

بل خوا د ایران رسنیو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال حسین امیر عبد اللاهیان له قوله ویلي، که سعودي شیخ نمر اعدام کړي، نو ډیري بدي پایلي به ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اکبر خان

د ایران شیعي صفوی رژیم د ایرانی اهل سنه و الجماعه سلګونه علماء وژلي او اعدام کړي او هیچا ته اجاړه نه ورکوي چې دوی څخه پدې اړه پوښتنه وکړي چې ولې؟ او یا د دوی په داخلي چارو کې مداخله وکړي، ولې دغه رژیم په اسلامي هیوادونو کې د فتنو او جنګونو اساسي عامل دی، مسلمانان باید د دوی په وړاندې بې پروا پاتې نشي او په مقابل کې يې قوي دریځ ونیسي که نه دا فتنه پراخیدونکې او لا تباه کوونکې ده.

عبدالرازق

گرانه اکبر خانه ته چی دا ادعا کوې په ايران کي د اهل سنت د علماوو سلګونه کسان وژل شوي ډي ته خو يې يو په ګوته که او دهغه نوم واخله!

اکبرخان

د عبدالزراق د پوښتې په ځواب کی: سره لدې چې په اوسني حالت د ایران د صفوی رژیم دښمنانه کړنې ټولو مسلمانانو ته روښانه دی. په سوریه، عراق، یمن او نورو اسلامی هیوادونو د دوی مستقیمې پوځي مداخلې پټې ندي، نو خپله په ایران کې خو د پخوا نه د اهل سنت والجماعت وژنه روانه ده. په هر صورت، زه یوازی د بیلګې په ډول دلته د شیخ علی اکبر عبداالعزیز سربازی چې په ایران کې د اهل سنت و الجماعت څخه د دفاع د ټولنې ویاند دی د هغه د اوږدې مرکې یوه برخه راخلم چې د البیان مجلې… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x