ټولنیزه برخه

د اولاد د روزنې په اړه څو مهمې لارښوونې

ژباړه او راټولونه: عبد البصیر حامد

له ماشومتوب نه تر بلوغه

په دغه مرحله کې د ماشوم زیاتې اړیکې له مور و پلار سره وي، په دا مهال مور و پلار هغه ته تربیت او روزنه ورکوي، نو مور و پلار ته په کار ده چې ماشوم په دغه زمانه کې له تربیې، ادب او زده کړې څخه غافله پاته نه شي، ځکه خو هوښیاران هم وایي[التعلیم في الصغر کالنقش في الحجر] یعني: ماشوم ته په وړوکي والي کې زده کړه او تربیه ورکول داسې دي، لکه کوم شی چې په تیږه نقش شي.

حضرت علي رضي الله عنه د دې ایت (قوا انفسکم و اهلیکم ناراً)التحریم:۶. یعني خپل ځانونه او خېلخانې مو له اور نه وساتئ؛ په تفسیر کې وایي: چې خپلو ماشومانو ته تعلیم ور زده کړئ او هغوی ته ادب وروښیئ. (اخرجه الحاکم:۲/۴۶۴و ابن حجر في الفتح:۸/۶۵۹) . نو مور و پلار ته په کار ده چې خپلو ماشومانو ته د اوداسه او لمانځه طریقه وروښیي، او په لس کلنۍ کې په لمانځه نه کولو سره سخت چلند ورسره وکړي او قران کریم دې ورباندې یاد کړي، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دې ورباندې یاد کړي، همدارنګه د هغه د وس مطابق دې علم ور زده کړي له بدو کارونو دې نه منعه کړي او ښو کارونو ته دې ور پام کړي او د ښو اخلاقو دې ترغیب ورکړي ځکه چې دغه وخت د فصل شنه کېدو دی.

شاعر وایي:
لاتسه عن ادب الصغیر
و ان شکا الم التعب

و دع الکبیر لشانه
کبر الکبیر عن الادب

ژباړه: ماشوم ته په ادب ورزده کولو کې غافله کېږه مه،که څه هم هغه د درد او تکلیف شکایت وکړي،

او بوډا په هغه حال پرېږده، ځکه چې بوډا سړی اوس ادب نه شي زده کولی.

همدارنګه یو بل شاعر هم وایي:

ان الغصون اذا قومتها اعتدلت
ولا یلین اذا قومته الخشب

قد ینفع الادب الا حداث فی مهل
ولیس ینفع فی ذی الشیبة الادب

ژباړه: که د ونو شاخونه مو سمول نو سم به شي، خو که تاسې د هغو لرګي سمول وغواړئ هغه به سم نه شي[مات به شي] نو وړوکي ماشوم ته ورښوول ګټه رسوي او بوډا سړي ته ادب هیڅ ګټه نه رسوي.

له ماشومتوبه باید اولاد تربیه شي

روایت کا د عبدالملک بن مروان له خپل زوی ولید سره ډېره مینه وه، خو هغه ته یې ادب نه ور زده کاوه، پایله یې دا شوه چې هغه کله ستر شو نو عربي یې سمه نه شوه ویلی، وروسته به عبدالملک بن مروان ویل: زما مینه او محبت ولید ته تاواني شوه.

کله داسې هم کېدلی شي، چې ماشوم له وړوکوالي نه د ذهانت څښتن وي هغه بیا په خپله د ځان له پاره شی غوره کوي. لکه الله تعالی فرمایي:ولقد اتینا ابراهیم رشده من قبل.النبیاء:۵۱. یعني او ابراهیم ته مو لا مخکې هدایت ورکړی و. د دې ایت د تفسیر په اړه علماء وایي: د هغه عمر یواځې درې کاله و، کله چې هغه لمر، سپوږمۍ او ستورو ته خبرې وکړې په اخیر کې یې دا وویل: إني وجهت وجهي للذي فطر السموات والارض حنیفاً وما انا من المشرکین)الانعام:۷۹. يعني بې شکه ما د هغه ذات په لوري مخ وراړولی چې اسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي په همدې یوه لوري او زه له مشرکانو څخه نه یم.

کله چې د ماشوم عمر د پنځو کلو نه په لویېدا شي نو د هغه عقل او پوه ښکاره کیږي،په ښو کارو سره یې زړه خوشاله کیږي د خپل ځان لپاره ښه شی غوره کوي، او له بې کاره شیانو څخه لرې ګرځي یا خو بیا د هغه سر چپه کار کیږي.

عمر رضي الله عنه ته د عبدالله بن عباس رضی الله عنهما ځواب

روایت کا چې یو ځل عمر فاروق رضي الله عنه د ماشومانو خوا ته تیر شو، هغوی په لوبه بوخت وو، ماشومانو چې کله دی ولید د ده د رعب او دبدبې له کبله ټول وتښتېدل، خو عبدالله بن عباس رضي الله عنهما په خپل ځای پاته شو، عمر رضی الله عنه له ده څخه وپوښتل چې ته ولې ونه تښتېدلې؟هغه ورته وویل:چې اې امیر المومنین! لاره هم تنګه نه وه چې ستا له پاره یې ازاده کړم، او نه ما کوم جرم کړی و چې زه له تا څخه ووېرېږم.

همدارنګه یوه ورځ هارون الرشید د خپل وزیر له زوی نه پوښتنه وکړه (دا مهال هارون الرشید د دوی په کور کې و)چې اې زویه! کوم کور ښایسته دی زموږ که ستاسو؟ ماشوم ورته وویل: زموږ کور، هارون الرشید ورنه پوښتنه وکړه هغه څنګه؟ هغه په ځواب کې وویل: ځکه چې ته اوس دلته یې.

کله چې ماشوم د ځان لپاره کوم شی خوښوي له هغه نه د ده پوهه او ناپوهي مالومیږي، ماشومان چې کله د لوبو له پاره یو ځای کیږي نو کوم یو چې هوښیار زړور او ځیرک وي هغه وایي: زما سره څوک او څوک کیږي، او کوم یو چې بې همته وي هغه وایي: زه د چا سره یم؟ کوم ماشوم چې پوه او ځیرک وي او د ښه ذهن څښتن وي هغه د علم حاصلول په هر شي غوره ګڼي.

هلک ته باید له بلوغ سره سم واده وشي

کله چې ماشوم مېړانې[بلوغ]ته نږدې شي نو پلار ته په کار ده چې هغه ته واده وکړي، لکه په یو حدیث شریف کې راځي(د چا چې اولاد بالغ شي او د هغه واده کول ممکن وي او واده ورته ونه کړي، او له ځوان نه که کومه بد اخلاقي پېښه شي نو دواړه ګناهګاران دي).

عجیبه ده! پلار ته د خپل بلوغ زمانه یاده نه ده؟ چې له بلوغ وروسته له کومو ستونزو سره مخه شوې وه؟ اوس ده ته په کار ده چې په دې خبره پوه شي نو د خپل اولاد به یې هم دا حال وي. ابراهیم الحربي رحمه الله وایي: د ماشومانو د فساد بنیاد د هغوی په خپل منځ کې اړیکې ساتل دي،

داسې ځوانان خو بې مثاله دي چې په واده باندې یې علم غوره کړ او له خپل نفس څخه بې غمه و، لکه څنګه چې امام احمد بن حنبل رحمه الله له څلویښت کلنۍ وروسته واده وکړ.(مناقب الامام احمد:۳۷۳).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x