افغانستان

پنجوايي: د ایساف په مرکز کي دننه چاودني د ایساف یو تن بهرنی عسکر ووژلو

نن ټکی آسیا: کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالي د ایساف په یوه مرکز کي دننه د چاودني له امله یو تن بهرنی عسکر وژل شوی دی.

د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه رسنیو ته په لیږل شوي خبرپاڼه کي ویل شوي چي نن د افغانستان په جنوبي برخه کي دایساف په یوه مرکز کې دننه چاودنه وشول، چي له امله یې د ایساف یو تن عسکر ووژل شو.

په خبرپاڼه کي د چاودني علت او دپيښي دقیق ځای نه دی ښودل شوی، او نه هم د وژل شوي عسکر هویت څرګند شوی دی.

خو د پنجوايي ولسوالۍ ولسوال فاضل محمد رسنیو ته ویلي چي پيښه د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد په سیمه کي را منځته شوې.

نومړي ویلي چي چاودنه هغه مهال را منځته شول، کله چي په مرکز کي دننه عسکرو په یوه زیرمتون کي وسله سره ځای پر ځای کول.

نومړي ویلي چي لومړی یوه چاودنه وشول، او بیا وروسته نوري پر لپسې چاودني په سي شروع شوې، چي تر ډیره یې دوام ورکړ، او په ترڅ کې یو تن بهرنی عسکر ووژل شو، او یو څه مالي زیان ورسید.

نوموړي د نورو معلوماتو ورکولو څخه ډډه کړې.

طالبان چي په دغه سیمه کي قوي وجود لري، او وخت نا وخته پر بهرنیانو او افغاني ځواکونو په سیمه کي بریدونه کوي، د پيښي په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x