افغانستان

ولسمشر: اربکيان بايد د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۴مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر اشرف غني ټينګار کړی چې د اربکيانو د سمون په تمه به دغه ډله وسله وال د کورنیو چارو وزارت په تشکیل کې تنظيم کړي او مشرانو ته به يې روزنیز سیمینارونه جوړ شي.

نوموړي منلي چې د اربکيانو مشران د ګڼو بد اخلاقیو ښکار دی، ويلي يې دي دوی هڅه کوي چې د اربکيانو قومندانان يا بدل يا يې هم وروزي، په خبره يې د دوی مشران باید مجرب او مسلکي کسان وي.

وروسته له هغه چې د اربکيانو وحشت اوج ته ورسيد، په ګڼو سیمو کې يې پرېمانه جنايي او اخلاقی جرمونه ترسره کړي، ولسمشر په تازه څرګندونو کې ويلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به دغه وسله وال د کورنیو چارو وزارت په تشکیل کې منظم کړي.

نوموړي د ټاکنیزو تبلیغاتو په مهال هم دا ژمنه کړې وه، چې د افغان ولس لپاره د لوټ دغه وسله واله ډله به یا له منځه وړي یا به يې هم منظم چوکاټ کې داخلوي.

ویل کېږي چې اربکیان ورو ورو هڅه کوي چې د دولتي ځواکونو له واکه هم ځان وباسي، ځکه خو په ګڼو سیمو کې چې اربکيان کوم جنایت ترسره کړي دولتي چارواکي يې «غیر مسوول وسله وال» بولي.

اربکيان چې لومړی ځل د غزني په اندړو ولسوالۍ کې رامنځته شول، په ګڼو ولایتونو کې دیني مخور ووژل، جنسي يې تېري يې وکړل او د خلکو کورونه يې چور او دیني بنسټونه يې له منځه یووړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

حیرانوونکی ، اشرف غنی چه بی کفایته ، دروغجن ، غل او درغلن دی پروا نه وی یو اربی بیچاره چه دوی تری مفسدین جوړ کړل ، هغه معاشونه تری څه دوی او څه حزب اسلامی غلا کوی هغوی خیټی او …. لری سواد او اسلام خو څه له انسانیته هم خبر نه دی چه مظلوم اولس نه زوروی نو څه وخوری ، ټوپک او کارتوس ورسره دی او دوی وږی وګرځی ، د حیرانتیا وړ تر اوسه څوک وو چه له دی وروسته د کورنیو چارو وزارت پوری تړل کیږی ایا همدا خبره دا نه په ډاګه کوی چه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x