افغانستان

کابل چارواکي: تېره اوونۍ کې ۱۵۰۰ بوتله شراب تر پلور وړاندې نیول شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۴مه، ۱۳۹۴ل): پلازمېنه کابل کې امنیتي مسوولين او د جنايي پېښو پر وړاندې د مبارزې چارواکي وايي چې په تېره يوه اوونۍ کې يې ۱۵۰۰ بوتل شراب تر پلور وړاندې نیولي دي.

پژواک خبري اژانس د یوې سروې له مخې لیکلي چې د ګډ حکومت د سږني کال په لومړیو شپږو میاشتو کې زر جرمي قضيې ثبت شوې دي، چې یوازې په ۱۰۱ اسمايي زون کې د اخلاقي جرمونو ۱۵۷ قضيې ثبت شوې دي.

د دې زون د جنايي جرمونو د څېړنې مشر فريدون عبيدي وايي چې يوازې په چنګاښ میاشت کې يې د دوی په مربوطاتو کې ۱۸ جنسي تېرې کوونکي نیولي دي.

د هغه په خبره په تېر يوه اوونۍ کې يې د هېواد له شماله راوړونکي ۱۵۰۰ بوتله شراب تر پلور وړاندې نیولي او په زمري میاشت کې يې ۱۵ تنه شرابیان هم نیولي دي.

عبیدي وړاندې وايي چې د غلا پېښې هم د پخوا په پرتله ډېرې شوې دي، چې نوموړي يې علت بې وزلې او لوږه په ګوته کړی دی.

د هغه په وينا په وري میاشت کې د غلا ۵۱ پېښې، غويي کې ۵۱، غبرګولي کې ۶۳، چنګاښ کې ۶۰، زمري کې ۶۴ او وږي کې ۶۶ پېښې ثبت شوې دي، چې ښايي ګراف يې نور هم لوړ شي.

پر دې سربېره هغه په خلکو غږ وکړ چې «ارام او ډاډه واوسي»، او ويې ویل چې دوی د پېښو پر وړاندې مبارزه کوي.

پژواک وړاندې تر دې هم د شرابو د پلور په اړه مستند راپور خپور کړی و، د سرچينې په قول د دوی همکار د شرابو پر داسې پلورونکي برابر شوی، چې بې له کومې وېرې په پوره ډاډ ورته خبرې کوي: «دا مهال له موږ نه څو دفترونه او شرکتونه شراب وړي او له ډېرو سره يې تړونونه لرو او کله چې له موږ څخه شراب وغواړي څومره چې وي، د هغوى ادرس ته يې ور رسوو.»

د همدې پلورونکي د معلوماتو له مخې په کابل کې کورني او بهرني دواړه ډوله شراب ازاد پلورل کېږي، چې یو بوتل يې له ۳۵۰ افغانیو نه تر ۷۰۰۰ افغانیو پورې قیمت لري، چې اخیستونکي يې هم د خپل وس او رتبې په اندازه اقدام کوي.

یاده دې وي په پلازمېنه کابل کې تر دې وړاندې هم ګڼو ازادو سرچينو د فحشا، نشې او بد اخلاقیو په اړه غږ پورته کړی دی، خو دولتي مسوولینو يې پر وړاندې کوم اقدام نه دی کړی، ښايي په دې پېښو کې د لوړ پوړو امنیتي مسوولینو پرېمانه ښکېلتیا د دې علت شوې وي چې د ګڼو نورو افغان ځوانانو د بې لارۍ د مخنيوي تر اقدام هم تېر شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

دا ۱۵۰۰ بوتلی به هم د هغه چا وی چه د رشوت ورکولو یا د منظم باج ورکولو وسه به یی نه کیدله ، او لا به دوی د لوړپوړو نمایندګان ، دوستان او خپلوان نه وو ، ماته د یو لوده اربکی په شان د یو چا قیصه را په یاد شوه ، یو مجلس کی ناست وو نسوار یی خولی ته واچول خواته یی کوم نیک سړی ناست وو هغه ورته وویل نسوار هم کوی ؟ هغه بدمعاش ورته وویل چه سګرت تر لاسه نه شی ، هو ، هغه ورته ویل سګرت هم څکوی ویل چه چرس… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x