افغانستان

هلمند: مارجه کې یو تن اربکي خپل اوه ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۴مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې یو تن اربکي خپل اوه ملګري وژلي او له ځینو مهماتو سره يې طالبانو ته مخه کړې ده.

د مارجې په لویه چهاراهي سیمه کې عیني شاهدان وايي چې بريد د شپې ترسره شوی او سهار کې پوسته له اوو جسدونو سره پاتې وه.

وسله والو طالبانو بريدګر خپل ملګری ګڼلی او رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې يې د پېښې د پخلي تر څنګ بریدګر « نفوذي مجاهد » بللی دی.

د دوی په خبره بريدګر له ځان سره څلور کلاشنکوفونه او یو ثقیل هم ور وړي دي چې دوی يې تود هرکلی کړی دی.

په ورته وخت کې د همدې ولسوالۍ په سستاني سیمه کې امنیتي ځواکونو یوه قرارګاه او دوه پوستې وسله والو طالبانو ته پرېيښې دي.

وسله وال طالبان وايي چې په دې قرارګاه او پوستو يې تېره شپه بريد وکړ چې سهار مهال يې اوه تنه عسکر وژلي او نور يې تېښتې اړ کړي دي.

دوی په نیولو شویو پوځي مرکزونو کې د ګڼو وسلو د نیولو دعوه کړې او ليکي «له دښمن څخه ۲ روغي شوبلې ، ۲ رینجرموټر، ۲ وسط هاوانونه ، یو S.P.G= 9 توپ ، ۲ دهشکې ، ۳ امریکایي ثقیلان ، ۴ امریکایي ټوپکونه اوپه زیاته اندازه نوري وسلې اومهمات غنیمت شول.»

دوی د خپلو دریو ملګرو د ټپي کېدلو هم منلي دي.

د هلمند امنیتی چارواکو د طالبانو د شپنیو غبرګو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي، خو په ټوله کې يې په ګڼو سیمو کې د جګړې خبر ورکړی او د دې ولایت له امنیه قومنداني نه رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د ۱۵ طالبانو د وژل کېدو دعوه هم شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x