نړۍ

په سریلانکا کې مسجدونه تر بریدونو لاندې دي

masjed

د سریلانکا د کولومپو د ولایتي شوری یو غړي پرون په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې د سخت دریځو بوذیانو په لاس د (۲۰) شلو په خواوشا کې مسجدونه تر برید لاندې راغلي دي. د هغه په وینا دا بریدونه د حکومت ته منسوبو کړیو لخوا ترسره کیږي او تراوسه هیڅ برید کوونکی نه دی نیول شوی. نوموړی زیاتوي چې دا کار به د مذهبي فتنې د راپاریدلو لپاره د اولنۍ مرحلې په معنی وي. 

“په اساسي قانون کې د هر دین د پیروانو هغه حق خوندي دی چې له مخې ئې هر څوک کولای شي خپل دیني مراسم په ازادانه توګه سرته ورسوي، خو مونږ وینو چې نن ورځ قانون تر پښو لاندې کیږي، او بوذیان چې د وطن پالنې دعوه هم لري په هیواد کې د مذهبي او فرقه يي جګړو او اختلاف اور بلوي، او حکومت هم د دې کارو د مخنیوي لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی، چارواکو د (انوراداپور) د مسجد د بیاجوړنې ژمنې کړي دي، کوم چې د همدغو بریدونو په ترڅ کې نړیدلی او سوځیدلی دی، خو باید هغه کسان چې مسجد ئې سوځولی ونیول شي او محاکمې ته راکش کړل شي”.

په سریلانکا کې په مسجدونو بریدونه د څو میاشتو راهیسې دوام لري، ددې لړۍ لومړی برید هغه وخت پیل شو چې د بوذي مذهب راهبانو په (دامبولا) ښار کې د یو (۵۰) پنځوس کلن مسجد د نړولو ګواښنه وکړه او د لمونځ کوونکو پرمخ ئې د مسجد دروازه وتړله، ځکه چې ددوی په وینا دا مسجد ددوی په مقدسه ځمکه په غیرقانوني توګه جوړ شوی دی. په هماغه وخت کې حکومتي چارواکو د مسجد د نړولو او په بل مناسب ځای کې ئې د جوړولو اعلان وکړ، خو وروسته له خپلې پریکړې پر شا شول.

یو شمیر ځايي مسلمانان دې کار ته د دسیسې په سترګه ګوري او پوښتنه کوي چې که چیرته مسجد په غیرقانوني توګه جوړ شوي وي ولې په تیرو پنځوسو کالو کې بوذیانو دا غږ نه اوچتاوه چې اوس ئې اوچتوي؟! او ولې د هغو شرابخانو او ګډاخانو د نړولو غوښتنه نه کوي چې د همدې مسجد په څو مترۍ کې قرار لري؟!

د سريلانکا حکومت تر دې مخکې د (۱۶۰) په خواوشا کې بهرني مسلمان علماء او داعیان هم د قانوني اسنادو د نیمګړتیا په پلمه له دې هیواده اخراج کړي دي.

سږ کال د لوي اختر په لومړۍ مبارکه ورځ هم د (انوراداپور) په ښار کې د مسلمانانو یو مسجد د بوذیانو لخوا وسوځول شو، خو کله چې د سريلانکا د علماوو ټولنې او په پارلمان او کابینه کې مسلمانو غړو دا پیښه په سختو ټکو کې وغندله چارواکو له مسلمانانو سره ژمنه وکړه چې نوموړی مسجد به بیا آبادوي.

د سریلانکا د علماوو ټولنې په خپلې یوې اعلامیه کې ویلي چې که څه هم چارواکي په بار بار دا ژمنه کوي چې داسې پیښې به بیا نه تکراریږي خو په مساجدو باندې بریدونه هماغسې ادامه لري.

د اعلامیې مطابق په تیرو څو میاشتو کې د مسلمانانو (۶) شپږ مسجدونه سوځول شوي او نړول شوي دي.

په سریلانکا کې د (۲۰۰۰) دوه زرو په حدودو کې مسجدونه اباد دي، او ددې هیواد په (۲۰) ملیونه وګړو کې مسلمانان (۲۰٪) شل فیصده نفوس تشکیلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x