ورزش

انضمام الحق د افغان لوبډلې د سر روزونکي په توګه ټاکل کیږي

نن ټکی اسیا )دوشنبه، لړم ۴مه ۱۳۹۴ل): د کرکټ د نړۍ وتلی لوبغاړی انضمام الحق د افغان لوبډلې د روزونکي په توګه ټاکل کیږي. انضمام الحق په دې وروستیو کې د زمبابوۍ سره د سیالیو لپاره د افغان لوبډلې موقتي روزونکی ټاکل شوی و.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر نسیم دانش ویلي چې له انضمام الحق سره د قرارداد په مادو جوړ راغلي دي.

سلام ملګرو!موژ د انضمام الحق سره د قرارداد په ټولو مادو جوړ راغلو, او انشاالله ډير ژر به د نوموړي سره د ملي لوبډلې د مش…

Posted by Nasim Danish on Sunday, October 25, 2015

دانش زیاته کړې چې ډیر ژر به په کابل کې د یوه خبري کنفرانس له لارې له انضمام الحق سره اوږد مهالی تړون لاسلیک کړي.

افغان کرکټ بورډ دغه اقدام تر هغه وروسته پورته کړ چې افغان لوبډلې د انضمام الحق تر روزنې لاندې تاریخي بریا ترلاسه کړه.

افغان لوبډله وتوانېدله چې د کرکټ په تاریخ کې یو داسې ریکارډ جوړ کړي چې تر دې وړاندې هیچا نه و جوړ کړی. دوی د لومړۍ درجه لوبډلې ته په پنځو سیالیو کې ۳-۲ باندې ماتې ورکړه.

انضمام الحق د پاکستان په ملتان کې زیږیدلی او د خپل وخت وتلی او کامیاب لوبغاړی و. هغه په ټیسټ لوبو کې ۸۸۳۰ او په نړیوالو یو ورځينۍ لوبو کې ۱۱۷۳۹ منډې جوړې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدربی آماج

دغه ښه کار دۍ،خو زما په اند باید هوکړه لیک کالنۍ بنسټ ولری نه اوږد مهالۍ اود هر کال په بای کی له ارزونی وروسته کچیری د قناعت وړ وو هوکړه اور ورسره مادی امتیازونه له سره نوۍ شی،دا به ښه وی او بله دا چی د افغانستان د کرکټ بورډ ته به پراخ ډګر موجود وی کچیری د روزونکی کړنی د قناعت وړ نه وی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x