
د لوګر ولایت خروار ولسوالۍ سقوط وکړ
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۴مه، ۱۳۹۴ل): د لوګر ولایت خروار ولسوالۍ د طالبانو له خوا تر یوې میاشتنۍ محاصرې وروسته سقوط کړی او د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یادې ولسوالۍ د نیولو خبر تاییدوي او وايي چې دا مهال د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ټولې پوستې د دوی د ځواکونو په لاس کې دي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې د افغان ځواکونو هغه کومکي ځواکونه یې هم په شا تمبولي چې د یادې ولسوالۍ د ژغورنې په موخه سیمې ته راغلي وو.
د لوګر ولایت سیمه ییزو چارواکو او ګډحکومت تر اوسه د خروار ولسوالۍ د سقوط په اړه خاموشي غوره کړې.
د نورو جزئیاتو لپاره نن ټکی اسیا سره اوسئ.
فکر کوم ، د علومی فیلوسوف خبره رښتیا کیږی ، هغه ویلی وو ، چه طالبان ولسوالی نیولی شی مګر د ولایتو نیولو ته یی ډیر وخت پاتی دی ، ( مونږ د سفر توښه ، ښکاری او پټی ډالری په ارامه او ښه ه ډول راټولولی شو ) کله چه طالبانو د قندوز ولایت او ورته نزدی ډیری ولسوالی ونیولی هلمند او غزنی کی یی هم پراخه پرمختګ وکړو خپل ټول بندیان ( د طالبانو نوی او عقده مند رښتینی سرتبری مجاهدین ) یی خوشی کړل او پریمانه وسلی او وسیلی یی تر لاسه کړی یعنی تر پخوا څو… نور لوستل »