دیني، سیرت او تاریخ

دیویشتمې پېړۍ امریکایي کتاب (فرقان الحق) – علمي څېړنه (اخري برخه)

لیکنه اوڅېړنه: عبدالغفار جُبیر

په کتاب کي بله هيښونکې:

۹: انیس شروش داهم ویلي دي چي دالومړی کتاب دي چي دقرآن کریم په مقابل کي ولیکل شو بل داسی نظیر نشته- خو!!؟ دی دنړۍ له تاریخه نه دی خبر چي داسی کتابونه په زرهاوو لیکل شوی دی لکه موږچي یې مخکي نومونه  واخیستل (سیرة المسیح بلسان عربی فصیح، کتاب اقدس اونور…) .

کتاب اقدس:

همداډول دبهایي مذهبي ډلی مشر میرزاحسین بهاء چي لومړی یې د مهدي دعوه وکړه اوبیا یې دنبوت دعوه وکړه اوپه اخرکي یې دخدایي دعوه وکړه یو کتاب ولیکی چي د (کتاب اقدس) په نامه سره دی داکتاب ۱۹ سورته دی اوده وویل چي داد دقرآن ناسخ دی اودادقران کریم په مقابل کي لیکل شوی دي. له دې څخه علاوه مخکنیوټولو درواغجنو نبیانوچي دنبوت دعوې یې کړې دي هغو خپل تروسه پوری یوایات،ایاتونه، سورت اویاسورتونه لیکلی دی لکه په تاریخي کتابوکي چي ثبت دي، زه دلته دشیخ الاسلام محمد تقی عثمانی صاحب دښکلی اومعلوماتي کتاب (علوم القران) څخه یودرې نمونې راوړم لکه:

دسورة الفیل اوسورة القارعه په مقابل کي:

الفیل وماالفیل وماادراک ماالفیل له مشفرطویل وذنب اثیل وماذالک من خلق ربنا لقلیل.

یالکه:

الم ترالی ربک کیف فعل بالحبلی اخرج منها نسمة تسعی بین شراسیف وحشی

یالکه چي مسیلمه کذاب چي ویل:

یاضفدع نقی کم نتقین لاالماء تکدرین ولاالواردتنفرین

او داسی نور….

۱۰: نړیوالو یهودي علماء چي کله داکتاب له قرآن سره پرتله کړ ويې ویل: دایوفحش اوله بې ځایه فقرو ډک دی موږنشوکولای چي داکتاب له قرآن کریم سره پرتله کړو اونه هم موږدامنو چي دادي یو الهي کتاب وي، بلکي قران هم موږنه منو خوداسی پریکړه کولای شوچي دقرآن کریم مفاهیم، معاني، فصاحت، بلاغت اوهرڅه له فرقان حق څخه ډیراوچت اوستردي.
(Rabbies views of Furgan Haq)

کفري نړۍ اوددې کتاب خپرول:

۱: داکتاب وامریکایي ټولوسترو کتابتونواوکتاب پلور نځیوته واستول شو.

۲: د مرتد سلمان رشدي په ځانګړې توجه اوکوښښ سره داکتاب په لندن کي په پریمانه اندازه سره تقسیم شو اوهر ځای پیدا کیږي.

۳: د کویټ د(الفرقان مجلې ) په وینا چي داکتاب وټولو عجمي اداروته وړیاورکول شو.

۴: داکتاب په لوی شمیرسره په فلسطین کي خپور شو چيري چي دهشت ګرد اسرايیل میشت دی، اویا په هغو سیموکي وویشل شو چي ددوی ترواک لاندي دي، لکه څرنګه چي داکتاب امریکا اواسراییلو په ګډه جوړکړ نوځکه ددوی اهداف یو دبله سره نږدې دي اودوی تل یودبله سره پوره مرسته کوي په ځانګړي ډول سره داسلامي اُمت په مقابل کي.

۵: دیوه امریکایي قانون پوه له قوله چي داکتاب په 17-04-2004 کي دپاریس، لندن، واشنګټن اونورو غټو ښارونو واسلامي اوعربي سفارتخانوته ورسول شو.

۶: داکتاب ۲۰/ اپریل/ ۲۰۰۴ وبی بی سي ته هم په لاس ورغی، له دې څخه علاوه داکتاب په عربي ژبو خپرونکو وټولومجلوته داکتاب ورسول شو.

۷: داکتاب ونیټ ته لاره پیداکړه اوپرنیټ باندی په بې شماره پاڼوکي خپورشو.

۸: Sheila Musaji زیاته کړه: موږخبرشوچي خلک بایدپیسې ټولې کړي ترڅودانوی امریکایي قرآن فرقان الحق زیات چاپ کړل شی اوپه عراق کي وړیاخپور اوویشل شي.

په عراق کي په دوو اونیوکي دUNHCR, WHO, UNESIF , World Food Program اونورو نړیوالو سازمانوله لوری ۴۰۰۰ ټنه وړیاوویشل شو، یوه ماشوم ته به یې یوکارټن ورکړ په هغه کي به شیدې، کولچې، جامې اودنوروتوکو سره سره یوبایبل او یو الفرقان الحق هم ورسره وو.

۹: انیس شروش زیاته کړه چي موږبه پوره کوښښ وکړوچي  داکتاب دنړۍ وهرمکتب، اداره، ټی وي، سینما، دلوبومرکز اوهرځای ورسوو.

۱۰: په ۲۰۰۴ او۲۰۰۵ میلادي کلونوکي دامریکا متحده ایات پراسلامي هیوادونوزور راوستی چي داکتاب (فرقان حق) خپور کړي.

۱۱: داکتاب په لومړي ځل په مرموزډول سره دامریکا متحده ایالاتو اواسراییلو چاپ کړ.

۱۲: کتاب وهغو کمپنیو ته هم ورکول شو چی واسلامي هیوادونو ته یې توکی لیږل ترڅو داکمپنۍ داکتاب (فرقان الحق) وهیوادونوته ورسوي.

لمنلیکونه:

۱: قرآن کریم
۲: تفسیر عثماني
۳: جریدۃ الاسبوع الاثنین 06/12/2004 ‘ عد 403 مصر
۴: جریدہ الوفد:الاثنین :۳۱ جنوری ۲۰۰۵ مزید
۵: علوم القرآن ۲۵۳- ۲۵۴/ لیکوال: شیخ الاسلام علامه محمد تقی عثماني صاحب/ مکتبه دارالعلوم کراچي- ۲۰۱۰
۶: الحیاۃ الوسط : 26-04-2004
۷: السیدعبدہ عبدالرزاق ابوعبدالرحمان‘ القرآن الامریکی :اضحوکۃ القرن الحای والعشرین‘ ص ۵۵‘ رقم الایداع بدارالکتب 2004/21547 مصر
۸: کلام مقدس، کاتولیک بایبل کمیشن پاکستان ۲۰۱۱
۹: الکتاب المقدس، جمعیة الکتاب المقدس فی لبنان- ۱۹۹۳ الطبعة الثلاثون
۱۰: انجیل شریف، اول جیبی چاپ ۱۹۹۶میلادی، بایبل سوسایټی پاکستان
۱۱: کتاب مقدس، پاکستان بایبل سوسایټی انارکلی لاهور ۲۰۱۱
۱۲: انجیل مقدس، پاکستان بایبل سوسایټی انارکلی لاهور- ۵۴۰۰۰، ۲۰۰۹
۱۳: پروفیسر ڈاکٹر محمد اکرم چوہدری ‘ قرآن مجید ایک مسلسل معجزہ‘ ص ۷ ۔ا ورئینٹل کالج میگزین ‘ جلد ۷۶‘ ۲۰۰۱ء
۱۴: ’’امثلۃ علی بعض المقتولین علی القرآن‘‘ دوکتور غازی عنایة
۱۵: امریکایي قرآن (الفرقان الحق)
۱۶: ویکیفیډیا
۱۷: سیرة المسیح بلسان عربی فصیح
18: Holly Bible- King James Version
19: Holly Bible Revised Standard 1952
20: Arthur Jeffery, The Quran as Scripture, Russel & Moore Company, N,Y.1952
21: G.Margoliouth, Introduction to J.M Rodwell’s the Koran, New Yark, Everyman’s Library, 1977, p. vii
22: http://www.alminbar.net/alkhutab/khutbaa.asp?media
23: http://saaid.net/Doat/ahdat/54.html
24: Monthly GATRA, No. 1125, May 2002
25: http://www.saaid.net/Doat/ahdal/54.html
26: http://www.alarabonline.org/index.asp?fname
27: http://www.amazon.com/exec/obidos/tg/detail/-/15792 11755/qid = 1096805827/sr=1-1/ref=sr_1_/002-4446804-6629664?v=glance&s=books
28: http://www.muslimuzbekistan.com/…/…/05/ennews01052005a1.html
29: www.balagh.com/mosoa/quran/7zotb5pi.html
30: http://writers.alriyadh.com.sa
31: http://www.alheweny.com/iftra2_5.htm
32: www.alwafd.org/front/index.php
33: IPCI(Islamic Propagation Center International)
34: Is Jesus God? DVD
35: Which is God*s word, the Quraan or the Bible? DVD
36: Was Jesus Crucified? DVD
37: (Bishop John Josef – Church of Christ)
38: (Dr. David D.D- Prof. Religions of the World)
39: (Rabbies views of Furgan Haq)
40: Catholic Forums.com

په اسلامي پاکه مینه
ستاسو ورور عبدالغفارجُبیر
‏2015‏، 05‏، جولای‏، يکشنبه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x