
پلازمېنه کابل زورورې زلزلې ولړزاوه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۴مه، ۱۳۹۴ل): شېبه وړاندې پلازمېنه کابل زورورې زلزلې ولړزاوه.
دغه زلزله چې ټکانونو تر دقیقې زیات وخت ونیو، د کابل په وخت یوه بجه او پنځه څلوېښت دقیقې وشوه.
ویل کېږي د زلزلې ټکانونه د ریکتر په اندازه ۷،۷ درجې ښوودل شوي دي، چې خورا زورور بلل کېږي.
پر پلازمېنه سربېره د هېواد په شمال جوزجان او ختیځ ننګرهار کې هم زورور ټکانونه احساس شوي.
د زلزلې د ټکانونو لړۍ اسلام اباد، نوی ډیلی او د تاجکستان ځينې ښارونه هم ښورولي او مرکز يې هندوکش غرونه په ګوته شوي دي.
په پلازمېنه کابل کې د زلزلې د مرګ ـ ژوبلې یا هم ځاني او مالي زیان په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي، خو په پېښور ښار کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ځاني او مالي زیان اوښتی دی.