نړۍ

مشهور دیني عالم شیخ یوسف الاحمد له زندانه راووت

ahmd

سعودي چارواکو پرون (دوشنبه) مشهور دیني عالم (شیخ یوسف الاحمد) له زندان څخه ازاد کړ.

راپورونه وايي چې دا پریکړه د سعودي عربستان باچا عبدالله بن عبدالعزیز د یوې فوق العاده عفوې له مخې کړې ده.

شیخ یوسف الاحمد څه د پاسه یونیم کال وړاندې په (دمام) ښار کې ونیول شو او بیا د ریاض د محکمې  له خوا د پنځو کالو په بند محکوم شوی وه.

د (سبق) په نامه یوې سعودي ورځپاڼې، په شاهي قصر کې د څارنې او څیړنې د مرکز د مدیر سعود القحطاني له قوله لیکلي، چې باچا عبدالله بن عبدالعزیز د شیخ یوسف الاحمد د خوشې کولو پریکړه کړې او د بند پاتې موده ئې ورته بخښلې ده.

د تیر اپریل په میاشت کې د ریاض محکمې د دې مشهور داعي په حق کې د عامه نظم د اخلال او د اختلاف د راپارولو په تور دغه فیصله کړې وه. په شیخ یوسف الاحمد باندې یو شمیر نور تورونه هم لګیدلي وه لکه: د شاهي کورنۍ پرضد د خلکو پارونه، ملي یووالی زیانمنول، د دولت هیبت کمول، عامه نظم ته صدمه رسول، او د القاعده د مفکورې او د پیروانو ملاتړ او مرسته کول.

د همدې تورونو پر اساس محکمې د شیخ یوسف الاحمد په حق کې د پنځه کاله بند فیصله وکړه، او  (۱۰۳۰۰۰) یولک او درې زره ریاله ئې نغدې جریمه کړ، او له بند څخه وروسته ئې تر نورو پنځو کالو پورې ممنوع الخروج اعلان کړ.

خبري رسنیو د شیخ یوسف الاحمد د ورور (نایف الاحمد) له قوله لیکلي چې د شاهي دفتر رئيس خالد التویجري ورته پرون سهار ټلیفون وکړ او د ډاکټر یوسف الاحمد له خوشې کولو ئې خبر کړ.

A7hJuniCYAASSXX

شیخ یوسف الاحمد د محمد بن سعود اسلامي پوهنتون څخه د اسلامي فقې په څانګه کې دکتورا اخیستې. تر یو وخته پورې ئې په نوموړي پوهنتون کې د استاذۍ دنده هم ترسره کړې، او د ښوونې او روزنې په وزارت کې د نصاب لیکنې په برخه کې د فقې د کتابونو د لیکوالې ډلې مشر هم پاتې شوی دی.

د سعودي عربستان په زندانو کې په لسګونو داسې دیني علماء او داعیان شته چې د شاهي دولت په وړاندې د معمولي نیوکې او انتقاد په جرم د کلونو کلونو راهیسي بندیان دي.

 د شیخ یوسف الاحمد هغه وینا چې له کبله ئې نوموړی نیول شوی وه په لاندې ویډیو کې کتلای شئ:

{youtube}NHL_QOabLKI{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x