ورزش

د تاریخي بریاو لړۍ؛ افغانستان زمبابوۍ ته په شل اوریزه سیالۍ کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم۴مه ۱۳۹۴ل): افغانستان نن یو ځل بیا تاریخي بریا تر لاسه کړه. په لومړي ځل یې په ۲۰ اوریزو سیالیو کې د لومړۍ درجې هېواد ته د هغوی په کور کې ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړي وتوانیدل چې د زمبابوۍ لخوا ورکړل شوی ۱۵۴ منډې هدف د وروستي اور په لومړي بال پوره کړي.

نننۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې پچه زمبابوۍ وګټله او افغانستان ته يې ۱۵۴ منډې هدف ورکړ.

د ۱۵۴ منډو د پوره کولو لپاره محمد شهزاد او عثمان غني لومړی توپوهنې ته راووتل. شهزاد د تېر په څېر توپاني لوبه وکړه، په ۲۱ بالونو يې د شپږو څلوریزو پر مټ ۳۴ منډې جوړې کړې او په شپږم اور کې کیچ وسوځېد. تر شهزاد وروسته عثماني غني په ۱۳ منډو وسوځېد. افغانستان خپل لومړي دواړه توپوهونکي په ۵۸ منډو د لاسه ورکړل.

وروسته اصغر ستانکزی او کریم صادق د لوبې ډګر ته راغلل، اصغر ستانکزي ۱۸ او کریم صادق ۱۷ منډې جوړې کړې. دواړه لوبغاړي یو بل پسې ژر وسوځېدل او افغان لوبډله تر سخت فشار لاندې راغلله.

خو محمد نبي او نجیب الله ځدران دغه فشار ډیر په حوصله سره دفع کړ او د لوبې تر پایه يې مقابله وکړه. نبي په ۲۵ بالونو ۳۳ او ځدران په ۲۶ بالونو ۳۷ منډې جوړې کړې.

افغانستان ټاکل هدف په ۱۹.۱ اورونو کې پوره کړ. د لوبې ښه لوبغاړی دولت ځدران وټاکل شو، هغه په څلورو اورونو کې د زمبابوۍ ۳ مهم لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډله دغه سیالي په داسې حال کې ګټي چې په هېواد کې یوې سختې زلزلزلې سلګونه کسان وژلي او ټپيان کړي دي.

د یوې غمجنې پېښې وروسته افغان لوبډلې د افغان ولس په غمجنو مخونو یو ځل بیا موسکا خپره کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x