نظــر

د زلزلې له زيان څخه د خونديتوب ځينې تدابير

ژباړن:مشفق حريت مل

زلزله په طبيعي افاتو کې د ځاني او مالي زيان ترټولو تيز طبيعي افت دی،چې په ثانيو او دقيقو کې کلي او ښارونه له منځه وړي اويايې زيانمنوي.
تر اوسه د زلزلو د وړاندوینې په اړه کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی مګر د طبيعي افاتو څيړونکي وايي چې که د زلزلې پرمهال ځینې تدابير په پام کې ونيول شي نو د ځاني تلفاتو په مخنيوي کې ګټور ثابتيدای شي.

له زلزلې نه وړاندې

په کور کې د اور ژغورنې بکسه وساتئ او د هغې په استعمال ځان پوی کړئ.
په کومو سيمو کې چې د زلزلو امکانات ډېر وي هلته د الماريو پر سر ډير شيان او په ځانګړي توګه د ښېښو دلوښو له کېښودلو هم ډډه وکړئ.
د زلزلې په وخت کې برېښنا قطع کړئ او د ګاز او اوبو نلونه بندکړئ
ځکه چې د ګاز او بريښنا له امله د اور لګېدو وېره وي چې د زيات مالي او ځاني تلفاتو وېره هم ورسره مله وي.
په کور او ښوونځيو کې ماشومانو له زلزلې څخه د بچ کېدو لارښوونې او تربيت ورکړئ.

د زلزلې پرمهال

د زلزلې پر وخت هېڅکله خپل حواس او حوصله له لاسه مه ورکوئ،په سخت وخت کې هم په حوصله او ارام اوسېدلو هڅه وکړئ،کوچنيانو او ښځينه و ته ډاډ ورکړئ اوخدای مه کړه که کوم مشکل پېښېده مرسته کوئ.
که چېرې تاسو د زلزلې پرمهال په کور کې ياست نو د دېوال له څنګ څخه لرې شئ يا د کوم لوړ فلزي يا لرګين ميز يا تخت لاندې ځانونه ورسوئ او د زلزلې د جټکو تر ختمېدو پورې هملته خوندي اوسئ،ددې له پاره چې د کور د پکي، برقونو او د کور د بام او دېوالونو د غورځېدو له خطره خوندي واوسئ.
د زلزلې پر وخت اورلګيت او يا د اور بل څه مه لګوئ.
که چېرې تاسو د زلزلې پر وخت په موټر کې سفر کاوه او پوه شوئ چې زلزله ده نو موټر مو ودروئ څو چې د زلزلې جټکې ختمې شوي نه وي سفر مه کوئ.
د زلزلې پر وخت له لرګينو او کانکريټي زينو څخه لرې اوسئ او همدا راز په بریښنا چلېدونکو زانګوګانو(لفټون) کې له پورته او ښکته کېدو څخه هم استفاده مه کوئ ځکه چې کيدای شي د زلزلې پر وخت برېښنا قطع شي او تاسو له نورو ستونزو سره مخ شئ.

له زلزلې وروسته

لومړی خپل ځان وګورئ چې ټپي شوي خو به نه یاست که تاسو روغ وۍ نو د نورو ټپي شويو کسانو مرسته وکړئ او په وخت يې روغتون ته ورسوئ.
د کور د ګاز،اوبو او برېښنا مزي او نلونه وګورئ که چېرې د ګاز بوی و او يا کوم ځای مو وليد چې خراب شوی پر وخت اړوندو ادارو ته خبر ورکړئ.
له نړېدلو او نيمه نړېدلو ودانيو څخه لرې اوسئ ځکه چې کېدای شې د زلزلې له يوه ټکان څخه وروسته د زلزلې بل ټکان هم وشي نو د نيمه نړېدليو ودانيو د راغورځېدو په صورت کې به ورلاندې شئ.
د پخو تليو بوټان په پښو کړئ چې د زلزلې پر وخت د ماتو شويو هېندارو ښيښې مو پښې ټپي نه کړئ.
له زلزلې نه وروسته له ودانيو څخه وځئ او يوه ميدان ته ځانونه ورسوئ ځکه چې د کمزورو او بارانو ځپلو ودانيو د رالوېدو له امله هم له مرګ ژوبلې سره مخ کېدای شئ.
د زلزلې پر وخت د کورني سامانونو فکر مه کوئ او له ودانيو څخه ځانونه وباسئ ځکه چې په دغه حالت کې تاسو د مرګ تر ګواښ لاندې هم راتلای شئ.
که چېرې تاسو په ډېم يا دسمندر په غاړه او يا د ګڼو او لوړو ودانيو يا د کوم دنګ غره په لمن کې وۍ نو په بېړنۍ توګه له دغه ډول ځايونو څخه ځانونه وباسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x