دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت (دري څلوېښتمه برخه)

لیکوال: م محمد نعیم

په ۲۰۰۶ کې وو که په ۲۰۰۷ کې سم مې په یاد نه دي، د وردګو د سید آباد ولسوالۍ په اونخي دره کې د یو ملګري کره کې زه ( لیکوال ) میلمه وم، یو بل کس هم را پیدا شو، لوړه دنګه ونه، په رنګ او بڼه کې د نورستان خلکو ته ورته و، خو و د وردګو ولایت، کوربه را ته کړل دا معلم صیب دی، نوم یې هم لکه چې را ته وښود، خو اوس مې په یاد نه دی، وايي د سید آباد په لېسه کې استاذ، او تکړه مجاهد دی.
د مجلس په جریان کې معلم صیب د خپلو فعالیتونو په اړه ځینې ځینې معلومات را سره شریک کړل، په رښتیا هم چې په هغه وخت کې یې ډېر لوی کار کاوه.

یوه نادره کیسه یې راته وکړه، وايي څه موده وړاندې په ارغندۍ کې یو دوه کسه له امریکایانو جمع انډيوالانو سره په جګړه کې شهیدان شول، دا چې څوک یې نه وو، او نه چا په مشخص ډول پېژندل چې د کوم ځای دی، نو ځکه یې هلته وړل ممکن نه و. همدلته د ارغندۍ اړونده په یوه غره ته لنډه سیمه کې مو ښخ کړل. دومره ویل کېدل چې د کندهار دي.

کم او زیات شپږ میاشتې تېرې شوې، یو مازدیګر یو پېژندګلو کس راته راغی وايي دلته د هغو شهیدانو خپلوان راغلي، په دې وخت کې نو د شهیدانو کیسه په سیمه کې خپره شوې وه چې په پلاني وخت کې ارغندۍ ته نېږدې دوه کسه مجاهدین شهیدان شوي او هملته ښخ شوي. که ګورم دوه کسه د کندهار د خلکو په څېر جامې پر تن هم راغلل، ویل مونږ د هغو شهیدانو خپلوان یو، یو یې ویل هغه یو زما وراره دی، اوس راغلي یو سم معلومات کوو چې زمونږ کسان په رښتیا شهیدان شوي او که نه؟ چا ته را وښودې چې معلومات ور سره شته. اوس که ته په دې اړه مرسته را سره وکړې! ما ویل دوه کسان وو هلته له ارغندۍ سره په سیمه کې مو ښخ کړل، کومې نښې چې تاسو وایئ همدا ډول وو. زه په باور سره درته وایم چې هغوی شهیدان شوي.

ویل که ته را سره لاړ شې او قبرونه یې را لوڅ کړو، تر څو په خپلو سترګو یې ووینو؛ ځکه د هغه یو کونډه پاتې ده، داسې نه چې کونډه یې واده وکړي او سبا بیا هغه ژوندی وي، دا خو ډېره د شرم خبره جوړېږي.

ما که هر څو ورته ویل، خو ددوی زړه نه ډاډه کېدو، آخر مجبور شوم د دوی خبره ومنم، ما ویل سمه ده، سهار وختي به ځو، تر څو هغه ځای ته داسې وخت ورسو چې څوک نه وي، امریکایان یا د حکومت کسان مو ونه ویني، داسې نه چې بیا نورې ستونزې را ته جوړې شي.

ځان مو سهار وختي ځای ته ورساوه، د قبر په راسپړلو مو پیل وکړ، زما ویره وه، ما ویل داسې نه چې دا شهیدان اوس خراب شوي وي، بیا به یې ددې خپلوانو زړونه نور هم بد شي، خو دا چې دوی ټینګار کاوه، له ما سره بله لاره نه وه. کله مو چې قبر را لوڅ کړ، ګورو چې قبر له وینو ډک او شهید همداسې تازه پکې پروت دی!! سبحان الله! دتعجب ځای دا و چې شهیدان مو د اوړي په سره ګرمۍ کې ښخ کړي وو، په داسې حال کې معمولا مړی خرابېږي، خو دوی په خپل حال وو.

هغه یو کس چې کله خپل شهید ولید وايي همدا دی او ور ښکته شو، له دې سره پرکالي پرې راغله، دلاندې قبر ته وګوزار شو، ما او هغه بل ملګري یې هڅه وکړه چې را پورته یې کړو، په ډېر تکلیف مو له قبر نه را پورته کړ. نور مو قبر بېرته زر زر پټ کړ.

ددې کس جامې په وینو تکې سرې شوې، ما چې هغه را پورته کاوه زما جامې هم په وینو سرې شوې، په دې کې له هاخوا د حکومت کسان په لاره را روان وو، مونږ یې چې ولیدو موټر يې ودراوه، راښکته شول، درې واړه یې ونیولو وايي تاسو څه کوئ؟

حیران شوو چې له دې بلاوو سره به اوس څه کوو، ما ویل دا دوه کسه میلمانه دي، دلته یې خپلوان شهیدان شوي د هغو د لیدو لپاره راغلي، ځکه چې د یوه کونډه پاتې ده، او نور حقوق یې دي، دوی غوښتل ځان ډاډه کړي، تر څو بیا که ددې شهید په اړه څه کوي چې سم معلومات ور سره وي. ما راوستل دا دي اوس مو وکتل، قبر مو بېرته پټ کړ.

ویل دا جامې مو ولې په وینو سرې دي؟ ما ویل نه، هېڅ خبره نه ده، دا د هغه شهید وینې دي، قبر مو چې را لوڅ کړ، شهید تازه په خپلو وینو کې پروت و، دا اکا یې ورښکته شو، بیا پرکالي پرې راغله، ما را پورته کړ، دده جامې خو هسې په وینو سرې شوې وې، زما هم ور سره سرې شوې، لنډه دا چې د هغو دوه کسانو حال یې چې ولید هغوی ته یې ویل تاسو ځئ، او زه یې له ځان سره روان کړم، ویل اصل مشکل په تا کې دی، تا دا کسان څه پېژندل او قبرونه یې څه ډول درته معلوم وو؟

د ولایت مقام ته یې په وینو لړلو جامو راوستم، هلته ښه وو، یو څه شناخته کسان را پیدا شول، له ډېر و پوښتنو او جنجالو وروسته مې په ډېر تکلیف ځان ترې را خلاص کړ.

د فلسطین سپېڅلي شهیدان:

د شهید سمیر ورور عامر وايي: د شهیدانو له کراماتو به مو ډېر اورېدل، خو زما ګومان دا و چې دا کیسې ډېرې مبالغه آمېزې دي، او رښتیا نه را ته ښکارېدې، سره له دې چې په شتون یې باوري وم، خو کوم څه چې څو ورځې مخکې پېښ شول، له هغه راهیسې چې د شهیدانو د کراماتو په اړه هر څه اورم منم یې: ( د مور له وفات نه وروسته هدیرې ته روان شوو، تر څو د مور له وصیت سره سم د ورور قبر را وسپړو او مور پکې ښخه کړو، په دې اړه مو له ګڼو علماوو نه فتوا غوښتې وه، چې د زوی قبر راوسپړل شي او مور یې پکې ښخه کړل شي؟ هغوی د جواز فتوا راکړه؛ ځکه ډېر وخت تېر شوی و، مونږ باوري وو چې ۱۵ کاله ددې لپاره پوره موده ده چې له یو څو وړو هډوکو پرته به یې د بدن نور هېڅ نه وي پاتې.

خو کله مو چې قبر را لوڅ کړ، له لویې هېښتیا سره مخ شوو! سمیر مو داسې وموند لکه په کومه ورځ چې شهید شوی و! بدن یې چینجو نه و خوړلی، تر دې چې جامې یې هم نه وې خرابې شوې، همدا رنګه د فلسطین بیرغ چې پکې تاو کړل شوی و، بالکل یې رنګ نه و بدل شوی، لاس مو ور اوږد کړ، که ګورو په هغه باران لا لوند و چې د شهادت په ورځ یې اورېدو! همدا ډول یې سر هم لوند و! وېښتان یې داسې وو لکه لږ مخکې یې چې ږمنځ کړي وي!

هېښتیا مو هغه وخت نوره هم پسې زیاته شوه، کله مو چې وغوښتل لږ یې وخوځوو، تر څو تر څنګ یې د مور لپاره لږ ځای پیدا شي او بیا یې پکې ښخه کړو، که ګورو بدن یې لا همغسې تود دی! ګرمې او تکې سرې وینې یې په بهېدو شوې! داسې لکه څو دقیقې مخکې چې شهید شوی وي!.[1]

محمد ریحان د نابلس د سهیل لویديځ کلي ( تل ) اوسیدونکی، د قسام ډلې له شهیدانو څخه و، په ۲۰۰۲ / ۲ / ۱۸ نېټه شهید شو، ورور یې جعفر هغه وخت له یوې ناڅاپي پېښې سره مخ کېږي، کله چې د خپل ورور محمد ریحان قبر د نوموړي له شهادت نه سل ورځې وروسته را سپړي، او دا هغه وخت چې کله یې کورنۍ او کلیوالو غوښتل دده او یاسر عصیده قبرونه چې هغه هم د قسام ګروپ له شهیدانو څخه و، سم جوړ کړي، که ګوري د دواړو له بدنونو څخه د مښکو خوږ بوی راځي، جعفر د خپل شهید ورور وینې ته لاس ور وړ، که ګوري چې لا همداسې ګرمې دي، او د ناوې په څېر داسې ډاډه ویده دی! چې جعفر یې د را وېښولو په فکر کې شو!

کله یې چې پر تندي خولې وليدې، په داسې حال کې یې لاس ور وړ چې ټول خلک هک پک ولاړ وو، د ډېر تعجب ځای دا و چې د شهید ږیره اوږده شوې وه، خلکو دتکبیر نارې کړې! او د شهید په کرامت یې د الله جل جلاله حمد او ثناء وویله! [2]

شهید محمد ابو زید  د ۱۹۸۸ / ۴ / ۲۳ د روژې په اوومه ورځ د جنین په سهیل د قاطبیه په سیمه کې له یهودو سره په مخامخ جګړه کې شهید شو، یهودو هڅه وکړه چې د نوموړي بدن وتښتوي تر څو د کراماتو مخه یې ونیول شي، خو ونه توانېدل، خلکو د نوموړي د بدن د خواږه بوی کیسې هر ځای کولې، اته میاشتې وروسته په نوموړي کلي کې یو بل ځوان شهید شو، همغه هدېرې ته یې یوړو، تقدیر داسې و چې د محمد ابو زید د قبر تر څنګ قبر  ورته وکنېدل شو، د قبر د کنېدلو پر مهال د محمد ابو زید د قبر یوه برخه را ونړېده، له دې سره د محمد ابو زید بدن را ښکاره شو، داسې و لکه په کومه ورځ یې چې اېښی و، هېڅ نه و تغیر شوی. [3]

دکتور عبد الحمید قضاة وايي: ( ما خپله مخامخ له دکتور محمود النجار [4] څخه د ۱۹۴۸ کال دهغې جګړې د شهیدانو په اړه واورېدل چې د مصر پوخ له یهودو سره په فلسطین کې کړې وه، نوموړي ویل: ما له خپل ورور سره په ۱۹۵۶ م کال کې په هغه لمانځ غونډه کې ګډون وکړ چې د مصر د شهیدانو په ویاړ  جوړه شوې وه، په دې غونډه کې مې په خپلو سترګو  هغه پنځه څلوېښت شهیدان ولیدل چې له یهودو سره په جګړه کې شهیدان شوي وو، او اوس را نقلېدل، نوموړي په خپلو جامو کې داسې وو لکه اوس دې چې ايښي وي، سره له دې چې اته کاله پرې تېر شوي وو. [5]

د هغو دوو شهیدانو کیسه چې په ۱۹۶۷ م کال د اردن په غور سیمه کې د اسرائیلو طیارو په داسې حال کې وویشتل، چې په خپل موټر کې مرمۍ انتقالولې، د اردن د پوځ دوخت له قاضي دکتور نوح القضاة څخه چې وروسته بیا قاضی القضاة شو، واورېده، ، نوموړي هلمته ځای په ځای شهیدان شول، او جسدونه یې هملته په یوه لنډ غار کې د جګړې د اضطراري حالت له امله ښخ کړل شول، نوموړي شهیدان بیا تر ۱۹۷۰ م کال پورې هېچا و نه لیدل، تر دې چې په ۱۹۷۰ م کال کې د اردني پوځ لسم هاشمي ګروپ هلته د نوموړې سیمې په یوه غونډۍ کې یو ډاډمن غار پلټلو، تر څو هلته ځای په ځای شي.

نو همدا غار یې پیدا کړ، ور دننه شول چې برابر یې کړي، که ګوري دوه روغ او جوړ جسدونه پراته دي، یوازې د یو جسد نیم مخ سوی و، او په جیب کې یې درې دیناره پراته وو، او بل جسد هم روغ او جوړ و، یوازې  یو څو ځایه یې سوي وو او بس.

د لسم هاشمي ګروپ قوماندان خپل عسکر را ټول کړل، دا جریان یې مخې ته ورته کېښود، ا و ویې ویل: ( کوم څه چې مونږ له علماوو څخه اورېدل بالکل صحي دي، دا دي تاسو خپلې مخې ته ددوی د خبرو عملي مصداق ګورئ )

عسکرو په یوه لوړه غونډۍ د نوموړو شهیدانو لپاره قبرونه وکېندل او جسدونه یې هلته پکې ښخ کړل، چې تر ننه هملته د اردن په غور نامې سیمه کې شته. [6]

نور بیا…

م. محمد نعیم

[1] –  المکیروبات و کرامات الشهداء ( میکروبونه او د شهیدانو کرامتونه ) دکتور عبد الحمید قضاة. د جراثیمي ناروغیو متخصص. ص: ۱۲۳ـ ۱۲۴ – ۱۲۵ . نوموړي لیکي چې دا کیسه په ۲۰۱۳ / ۱۰ / ۴ نېټه په السبیل ورځپاڼه چې له فلسطین څخه خپرېږي، په ګڼه ۵۱۲ کې په تفصیل سره خپره شوې ده. سمیر شحادة په ۱۹۸۸ / ۱۲ / ۲۸ د اسرائیلو له خوا په شهادت رسیدلی دی. او په ۲۰۰۳ م ۹ / ۲۴ کې يې قبر را سپړل شوی.
[2] – المکیروبات و کرامات الشهداء ( میکروبونه او د شهیدانو کرامتونه ), ص: 125
[3] – المكيروبات و كرامات الشهىاء ( ميكروبونه او د شهيدانو كرامتونه ). ص: 126.
[4] –  دکتور محمود یوسف خلیل النجار په ۱۹۴۶ / ۱۱ / ۱۲ زيږېدلی، درس په امریکا کې ویلی، لیسانس یې په اقتصاد او سیاست کې، ماسټري او دکتوراه یې په طب کې اخیستې ده، او هملته ډېر وخت پاتې شوی، نوموړي د انساني هډوکو متخصص و، وروسته یې بیا په متحده عربي اماراتو او کویټ کې په پوهنتونونو کې تدریس کړی، او په ۱۹۹۱ کې د اردن په الیرموک پوهنتون کې تدریس پیل کړی او په ۲۰۰۹ م  هملته وفات شوی او هملته دفن شوی.
[5] – المکیروبات وکرامات الشهداء. ص. ۱۱۵.
[6] – المیکروبات و کرامات الشهداء. ص: ۱۱۶ ـ ۱۱۷.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x