غزل: هدف یودی، یـــــــــوه ژمنه ،خلګ ډیردي

غزل

 هدف یودی، یـــــــــوه ژمنه ،خلګ ډیردي
په شانشې تلای دښمنـــــــــه! خلګ ډيردي
‎  
په ځـــــــــــــــوانيوبه پيړۍ پيړۍ مـــــــــــــــړې کړي  
عشقه !مه کـــــــــــــــــوه پوښتنه خلګ ډيردي

دغه ستوري خوته وينې بس همدومره
تکــــــــــــــــــــــــــــــه توره ماخستنه !خلګ ډېر دي

چې غرمه شي زه يي سيوري ته دمه شم
په دې چــــــــــــــــــــــــــــــــم کې لکه ونه خلګ ډېردي

دناهــــــــــــــــــــــــــيداروادي پيژني چــــــــــــــــــې وايي :
ای له تـــــــــــــــــــــــــاڅخه مننه خـــــــــــــــــــــــــــــــــلګ ډيردي

هديرې مـولـــــــــــــــــــــــــــکه ډکي مــــــــــــــــــــــدرسې دي
بې مــــــــــــــــــــــــــــــــــــزاره بې کــــــــــــــــــــــــــــفنه خلګ ډيردي

په طواف دانقلاب کي مي تکــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــله
رانــــــــــــــه ورک نشې مــــــــــــــــــــــــــينه خلګ ډېردي
————-

م عبدالديـــــان تکل 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د