
افغان لوبغاړو د کرکټ په درجه بندۍ کې بې ساری پرمختګ کړی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم۴مه ۱۳۹۴ل): د کرکټ ملي لوبډلې څو لوبغاړو په نړیوالو درجه بندیو کې بېسیاری پرمختګ کړی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا په خپلې رسمي وېبپاڼې یو راپور خپور کړی او په نړیوالو درجه بندیو کې د نویو پرمختګونو په اړه یې معلومات ورکړي دي.
د راپور له مخې محمد نبي په نړیوالو درجه بندیو کې ۱۹ درجې ټوپ وهلی او ۴۷ نمبر ته يې پرمختګ کړی دی. دا لومړی ځل دی چې نبي عیسی خیل ۴۷ نمبر ته پرمختګ کوي.
سربېره پر دې نور علي ځدران هم په ټاپ سلو لوبغاړو کې ځای موندلی او ۲۶ درجې پرمختګ سره ۹۳ نمبر ته راغلی دی. کپتان اصغر ستانکزي بیا یوه درجه پرمختګ کړی او له ۹۳ څخه ۹۲ نمبر ته پورته شوی دی.
سربېره پر دې په بالرانو کې دولت ځدران تر ټولو زیات ۶۹ درجې پرمختګ کړی او له ۱۰۳ نمبر څخه یې ۳۴ نمبر ته ټوپ وهلی چې د نوموړي د کرکټ په تاریخ کې تر ټولو ستر پرمختګ دی. میرویس اشرف ۱۰ درجې پرمختګ کړی او ۵۶ نمبر ته لوړ شوی او حمزه هوتک له ۱۴۰ درجې څخه ۸۴ ته ۵۶ درجې پرمختګ کړی دی.
په نړیوالو یو ورځينۍ سیالیو کې استرالیا لومړۍ او افغانستان دولسم نمبر دی. افغانستان ټول پواینټونه ۴۵ دي او ورسره رقیب لوبډلو زمبابوۍ او آیرلینډ ۴۶ – ۴۶ دي. که په وروستیو کې افغان لوبډله څو سیالۍ وګټي شاید دوه درجې وړاندې ولاړ شي او ټاپ لسو لوبډلو کې شامل شي.
دیره شه ده